د بلخ په پوهنتون کى درسي ستونځى

د افغانستان په دوهم لوى پوهنتون کى محصلين د زړو درسى موادو، خرابو تجهزاتو او ټيټى سوئى او د ليليى د ژوند سره مبارزه کوى.

د بلخ په پوهنتون کى درسي ستونځى

د افغانستان په دوهم لوى پوهنتون کى محصلين د زړو درسى موادو، خرابو تجهزاتو او ټيټى سوئى او د ليليى د ژوند سره مبارزه کوى.

Thursday, 3 March, 2005

د بلخ په پوهنتون کى محصلين د ورځى لخوا د زړو او له موده لويدلو کتابونو څخه چه اکثره ئى په روسى ژبه ليکل شويدى، زده کړى کوي او د زده کړو څخه وروسته هغوى دا ډول ليليى ته د آرام کولو له پاره ځى چه هلته تشنابونه خراب دى، برق يا بريښنا پکښى نه شته او د چښلو اوبه ئى ډير محصلين د نس ناستى په ناروغى اخته کړيدي.


د بلخ په پوهنتون کى زده کړه يو آسان کار نه دى، خو بيا هم هلته څلور زره محصلين په زده کړو بوخت دى چه د مزارشريف د شمال لويديځ په څه نا څه (٣٠٠) کيلو متره کى د کابل د پوهنتون څخه وروسته د هيواد د اتو پوهنتونو د جملى څخه په دوهم لوى پوهنتون بدل کړاى شويدى.


يوازى د کابل پوهنتون چه د طب، انجنرۍ، اقتصاد، ژورناليزم، حقوقو او ساينس پوهنځى لرى، د بلخ د پوهنتون په پرتله پکښى زيات محصلين په زده کړو بوخت دى.


د بلخ د پوهنتون د طب د پوهنځي محصل ذبيح اللۀ په چټکى سره هغه ستونځى په ګوته کړى چه نوموړى ور سره مخامخ دى او د جګړى او سولى راپور ورکولنکى ټولنى ته ئى وويل: په درسى موادو کى عصرى او مربوطه معلومات نه شته او هم اکثره کتابونه په روسى ژبه ليکل شويدى. نوموړي زياته کړه: موئږ لابراتوارونه نه لرو او زموئږ ټول زده کړه په نظرى ډول تر سره کيږى.


هغه وويل: کله چى موئږ غواړو چه اضافى زده کړه وکړو، موئږ پخپله ژبه ليکل شوى کتابونه موندلاى نه شو او دا زموئږ يوه لويه ستونځه ده.


د ليليى حالت هم د محصلينو دپاره ښه نه دى. د انجينرى د پوهنځى د دريم کال محصيل عنايت الله د ليليى حالت ډير خراب بيان کړ او وئى ويل: په ليليه کى د بريښنا او اوبو د سيسټمونو حالت ډير خراب دى.


نوموړي زياته کړه: په ليليه کى اوبه د ورځى يوازى د دوو ساعتونو دپاره موجودى وى او د همدى امله موئږ د تشنابونو څخه پرته د همدى دوو ساعتونو څخه استفاده نه شواى کولاى، ولى چه بيا وروسته دهليزونه د ډير خراب بوى څخه ډک وى. هغه وويل: موئږ د چښلو صحي اوبه هم نه لرو او اکثره وخت محصلين د نس ناستى په ناروغى اخته وي.


نوموړي زياته کړه: مقاماتو تر اوسه زموئږ همدى ستونځو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړى.


د بلخ د پوهنتون رئيس پروفيسر حبيب الله دا ومنله: چه په ليليه کى يو لړ ستونځى شته. او د جګړى او سولى راپور ورکونکى ټولنى ته ئى وويل: سږ کال موئږ د نورو ولايتونو څخه ډير محصلين قبول کړيدي چى هغوى د اوسيدو ځاى نه لرى او د همدى امله د ليليى د څلورو تنو دپاره په جوړو کړه شوو کوټو کى دولس تنه محصلين ژوند کوى. نوموړي زياته کړه: موئږ د بلى ليليى د جوړولو دپاره ځاى نه لرو او په موجوده ليليه کى د (١٩٨٦) ميلادى کال څخه د ترميم کار روان دى.


هغه وويل: د ليليى د بريښنا او اوبو سيسټمونه خراب شويدى او په کوټو کى ئى المارى، هندارى او نور د اړتيا وړ سامان اﻻت نه شته.هغه همدارنګه زياته کړه: په ليليه کى محصلين په ډيرو سختو شرائطو کى ژوند کوي.


خو د فوکس په نامه يوى غير حکومتي تعليمى مؤسيسى د مرستى پريکړه کړيده او د پوهنتون د ټولګيو او هم د ليليى د پخلنځى د ترميم کار به ډير ژر پيل شى.


همدارنګه حبيب الله د اکبرد مؤسسى، د کابل پوهنتون او د ايران د حکومت لخوا د نژدى (٢٠٠٠) کتابونو په تر لاسه کولو خوښى څرګنده کړه او و ئى ويل: چه همدا کتابونه به د ژبى ستونځه حل کړى.


هغه وويل: زموئږ اکثره درسى مواد په روسى ژبه دياو زموئږ محصلين د هغوى څخه ګټه نه شواى اخستلاى، خو همدا نوي را رسيدلى کتابونه به د محصلينو سره ډيره مرسته وکړى.


شعيب صافى د کابل يو آزاد او خپلواکه ژورنالست دى.


Iraqi Kurdistan, Iran
Frontline Updates
Support local journalists