د بلخ ملايانو د ودونو په لګښت بنديز لګولی دی

د بلخ د ولايت د عالمانو شورا په هغه ولايت کې د خلکو د بېوزلۍ د مخنيوي په خاطر په ودونو کې د زيات لګښت مخه نيولې ده.

د بلخ ملايانو د ودونو په لګښت بنديز لګولی دی

د بلخ د ولايت د عالمانو شورا په هغه ولايت کې د خلکو د بېوزلۍ د مخنيوي په خاطر په ودونو کې د زيات لګښت مخه نيولې ده.

. ودونه زياتره په رنګه ښيښو پوښل شوو نوو ودانيو کې لمانځل کيږي، چې د افغانانو په ژوند کې تر ټولو ښه شېبه ګڼل کيږي.



ودونه او لويي ميلمستياوې د افغاني ټولنيز احساس د ملا شمزۍ جوړوي. د ډوډۍ لوړه بيه، موسيقي، جامې او نور رنګارنک لګښتونه زياتره ځوانان د نهيلۍ کندې ته پريباسي.



اوس د افغانستان په شمال کې پروت د بلخ ولايت ديني عالمان د حل د يوې لارې په موندلو بريالي شوي دي. هغوی په ګران بيه ټولو غونډو بنديز لګولای دی او د خلکو تر منځ يي د خوښۍ او خپګان يو خېل غبرګونونه رامنځته کړي دي.



د بلخ د عالمانو شورا د جولای په نيمايي کې يوه فتوا صادره کړه. په فتوا کې د زياتو لګښتونو د مخنيوي لپاره د نکاح د مراسمو له لمانځلو پرته بايد نورې ټولې ميلسمتياوې په کورونو کې جوړې شي.



د مزارشريف يو اوسېدونکي، 24 کلن جمشېد په غړومباري وويل: "دا کار د طالبانو کار ته ورته دی. موږ په عمر کې يوه پلا واده کوو. هغه زموږ ارمان دی. خلک بايد پرېښول شي، څنګه يي چې زړه غواړي هغسې پيسې ولګوي. دا کار په حکومت پورې اړه نه لري، چې بنديز پرې ولګوي."



د بلخ ولايت د عالمانو شورا ددې پرېکړې ملاتړ کړی دی او د هغې د پلي کولو په هکله يي ګامونه اخيستي دي. د فتوا پانې نقلونه ټولو هوټلونو ته لېږل شوي او په دېوالونو باندې ځړول شوي دي.



د بلخ والي، عطا محمد نور وويل: "دا پرېکړه د خلکو په ګټه ده. موږ د هغې ننګه کوو. خلک د ډوډۍ په ورکولو کې له يو بل سره سيالي کوي. دا کار ټول ټولنيز جوړښت زيانمن کوي. له خلکو څخه لاره ورکه شوې ده. موږ هڅه کوو بېرته يو څه نظم راولو."



هغه په ټينګار وويل، دا د طالبانو په څېر په ودونو باندې بنديز ته ورته بنديز نه دی.



نوموړي وويل: "خلک کولای د څو سوو ډالرو په لګښت په خپلو کورونو کې ودونه وکړي. اوسنۍ وضعه يو ناتار ته پاتې کيږي. موږ دددې کار د مخنيوي هڅه کوو."



د بلخ د ولايتي چارواکو د وينا له مخې ددې کار د مخنيوي لپاره دوه کميسونونه جوړ شوي دي. يو کيمسون خلکو ته ددې کار ګټې او د هغې لاملونه بيانوي او بل هغه يي ددې امر د پلي کېدو لپاره د هوټلونو او د ودونو د سالونونو څارنه کوي.



والي وويل: "که څوک له دې بنديز څخه سروغړوي، هغه ته څه نه ويل کيږي، خو د هوټل خاوند ته سخته سزا ورکول کيږي."



ودونه په افغانستان کې يو غټ کسب او کار دی. د نجلۍ کورنۍ ته د ولور په نوم د پيسو په ورکولو برسېره زيات شمېر افغانان له پنځو زرو څخه تر لسو زرو ډالرو پورې لګوي، مېلمستياوې ورکوي، په سلګونو خپل خپلوانو او انډېوالانو ته بلنه ورکوي، چې ډوډۍ وخوري، وناڅي او د ځوانې جوړې (ناوې او شاوو) نېکمرغه راتلونکي ولمانځي. په داسې يو هېواد کې چې مياشتنی عايد يي له سلو ډالرو نه اوړي، ځوانان د ودونو د لوړ لګښت له امله د عمر تر دېرش کلنۍ پورې ودونه نه شي کولای.



په مزارشريف کې يو بايسکل جوړوونکي، محمد لطيف 35 کاله عمر لري. هغه له شپږو کلونو راهيسې کوژده کړې او لا تر اوسه لاس او پښي وهي چې د واده لګښت برابر کړي. هغه شکايت وکړ او ويي ويل: "زه د ورځې د دوو سوو افغانيو په شاوخوا کې کار کوم. لس زره ډالره به له کومه کړم، چې واده پرې وکړم؟ عالمانو ډېر ښه کار کړی. کله چې له هغې خبر شوم، نو له ځان سره مې وويل، اوس مې نو ناوې کور ته راوستلای شم."



د ملا محمد صادق صادقيار د وينا له مخې ځان ښوونکې ميلمستياوې او پارټۍ د مسلمانانو د دين خلاف عمل دی.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "اسلام بې کچې لګښت ناروا بولي. که غوړۍ واده وکړۍ نو ديوه ساده محفل ترسره کول کفايت کوي. له دې پرته نور لګښت منع دی. دې مېلمستياوو ټولنه ګډه وډه کړې ده. موږ ګورو، چې زيات شمېر نارينه ګانو ښځې نه دي کړي او زيات شمېر نجونه بې مړونو ګرځي. ددې کار لامل دادی، چې د هوټل يوه مېلمستيا پنځه زره ډالره بيه لري."



نوموړي زياته کړه، په ودونو کې سيالي کيږي. هغه څوک چې ميلمستياوو ته يي وسه نه رسيږي، پيسې په پور اخلي، ځانونه په پورونو کې ډوبوي او بيا کلونه کلونه دا پور پرې کولای نه شي.



صادقيار وويل: "دا زموږ دنده ده، چې خلک له اسلامي اصولو څخه خبر کړو. همدارنګه د نارينه سندرغاړو لپاره د ښځو په غونډو کې سندرې ويل هم ناروا دي. هغوی بايد د ښځو نڅاوې ونه ګوري."



په افغانستان کې په ودونو کې ښځې له نارينه ګانو څخه بېلې وي. ښځې او نارينه د خلکو په وړاندې يوځای نه شي نڅېدلای.



دا خبره په مزارشريف کې د ښځينه سندرغاړو لپاره يو ښه خبر دی.



يوې ښځينه ګيتار غږوونکي، ارزو وويل: "اوس ښځو ته موقع په لاس ورغله. که نجونو ته د ښځو په غونډو کې د سندرو ويلو اجازه ورکړ شي، نو د ښځو د موسيقۍ له غوړېدا سره به مرسته وکړي. زياتې نجونې به سندرې ويل زده کړي. خو که چېرته نارينه د سندرو او موسيقي ډګر هماغسې په خپلو لاسونو کې وساتي، نو زموږ لپاره به د څه کولو لپاره لږه موقع په لاس راشي."



نارينه سندرغاړي او د هوټلونو خاوندان د فتوې له امله ناخوښه بريښي.



د نارينه سندرغاړو د يوې ډلې مشر، چې د نوم له اخيستلو يي ډډه وکړه، وويل: "موږ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په موسيقۍ باندې د بنديز د لګېدو له امله پاکستان ته تللي و. اوس بايد يو ځل بيا وطن پرېږدو. د فتوا له صادرېدو وروسته موږ څوک ودونو ته نه وړي. که څه کار تر لاسه هم کړو، نو يوازې د نارينه ګانو د غونډو لپاره پيسې راکوي. موږ د ښځو په وړاندې سندرې نه شو ويلای. د خدای لپاره، زه بايد ژوند وکړم."



د ودونو د يو سالون خاوند، بسم الله هم په ورته ډول خپه برېښېد.



هغه وويل: "اوس د ودونو موسم دی. هرڅوک غواړي د روژې له راتګ دمخه واده وکړي. خو له دې فتوا وروسته زموږ کاروبار نيمايي ته رالوېدلای دی او ښايي نور هم راولويږي. دا څنګه وطن دی!"



بسم الله وايي، حکومت بايد د عالمانو په پرېکړې باندې غوږونه کاڼه کړي.



هغه وويل: "که نه نو ملايان به، دهر هغه شي په هکله چې يي زړه غواړي، فتوا صادروي."



قانونپوه او سياستوال، رنجبر د فتوې هرکلی وکړ، خو يو څه کتنې يي درلودې.



هغه وويل: "زما په اند دا يوه ښه پرېکړه ده. دا د خلکو په ګټه ده. له بده مرغه هغه غيرقانوني ده."



هغه زياته کړه، فتوا د افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړوي او عادي قانوني ميکانيزم ګډوډوي.



نوموړي وويل: "کله چې حکومت غواړي يو قانون جوړ کړي، نو بايد ولسي جرګې ته يي وړاندې کړي. د (ولسي جرګې) د استازو له تصويب وروسته حکومت قانون پلی کولای شي."



هغه وويل، د عالمانو فتوا يو اړخيز عمل دی او د افغانستان له قوانينو سره سر نه لګوي.



نوموړي وويل: "اساسي قانون د افغانستان د اوسيدونکو د ازادۍ تضمين کوي. هيڅوک حق نه لري، هغوی له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي."



عالمان هغومره د اساسي قانون پروا نه ساتي. صادقيار وايي، هغوی لوړ ذات ته ځواب ورکوونکي دي.



نوموړي وويل: "د خدای قانون ترهر څه پورته دی. موږ د قانون درناوی کوو. خو دا فتوا د خدای د حکمونو او د پيغمبر د حديثونو له مخې صادره شوې ده . هغه له اساسي قانون څخه پورته دي."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists