د آزادى له پار زيار
که چيرې ښځې دې ته مجبورې شي چې د واده او دندې تر منځ يو وټاکي نو ډيرى افغانې ښځې کار کولو او دندې لروته ترجيح ورکوي.
د آزادى له پار زيار
که چيرې ښځې دې ته مجبورې شي چې د واده او دندې تر منځ يو وټاکي نو ډيرى افغانې ښځې کار کولو او دندې لروته ترجيح ورکوي.
٥٤ کلنه نفيسه چې يوه ښوونکې ده، خو هغه څه چې دا يې په ژوند کې نه لري خاوند ده او نه پوهيږي چې غواړې يې يا نه.
دا وايي: (( ډير کم ميړونه د خپلو ميرمنو له زړه پوهيږي. که چيرې ما واده کړى وى نو خاوند به مې راته ويل چې ډوډى ورته تياره کړم، کالي يې پريمينځم او د ده د ميلمنو عزت وکړم. خو زه غواړم چې کتابونه او مضمونونه وليکم او کار وکړم او يوه ښکلې ښځه اوسم.))
دې زياته کړه: (( تر هغه ځايه زه يې وينم افغانې ميرمنې له خپلو ودونو نه خوشاله نه دي او نه نيکبخته دي.))
دا يو غيرې عادې برخورد په افغانستان کې چيرته چې نارينه خپلې ښځې ټاکي او ډيرى ودونه په زور دي، ده.
خو د دې دوه خوندې لطيفه او ليلما چې دواړه هوابازاني دې او ودونه يې نه دې کړي او ديرش کاله عمر لري او د نفيسې سره يو ځاى ژوند کوي وايي: (( موږ د ژوند ډيرې خوندو د خپل مسلک له پاره قربان کړي او هغه خوندونه واده او کورنى جوړول دي.))
خو په اصل کې دومره ساده خبره نه ده ځکه ان د لوړو پوهو خاوندې ښځې هم د دې په تمه ول چې کله چې واده وکړي نه له خپلې تحصيل او دندو څخه لاس واخلي.
د هغو ښځو نه پرته چې په لويو ښارونو لکه کابل او مزار شريف کې اوسيږي او د ځان نه د فاع حق لري ، داسې يو پريکړه ممکنه نه ده.
خو د نفيسه له پاره د خپل زړه خبره له هماغه پيغلتوب نه مالومه وه دا وايي: (( ما نارينه او هلکانو ته مې هيڅ پام نه کاوه.)) دا هغه وخت ښيي چې د کابل په پوهنتون کې دساينسو څانګه ويلې.
(( زه نه غواړم چې يو غير منطقي واده ولرم او داسې هم نه شي کيدى چې زه د يوه بيسواده کس سره واده وکړم يو څوک چې پوه يې له مانه ټيټه وي.))
د خپلو همکارانو ګيلې او شکايتونه چې د خاوندانو له خوا وهل کيږي او ټکول کيږي، لا نور د دې زړه له واده نه تور کړى دى.
نو په همدې ډول کله چې دې ته د واده وړانديز کيده نو دا دې کار ته تياره نه وه. نو په همدې خاطر د ا خپل پلار او مور له مړينې را په دې خوا د خپلو ورور سره ژوند کوي.
(( دا کار زموږ په ټولنه کې يو ستر عيب دى. که څوک واده ونه کړي نو بايد شرمينده او سر ټيټې ووسي.... خو په لويديزو هيوادو په ضد په افغاني ټولنه کې واده يو جبري امر دى، نو له همدې کبله واده شو بيسوادو ښځو ته د مجردو باسوادو ښځو په پرتله ډير عزت ورکول کيږي.))
دوه نورې خويندې هر يو جميله الکوزى چې ٤٥ کاله عمر لري او ناديه الکوزى چې ٤٢ کاله عمر لري او دواړه د ماسترې ته حد تحصيلات لري او په غير حکومتې سازمان کې په کار بوختې دي، هم همدا شان يو احساس لري.
ناديه د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل :: ((موږ تعليمي او روزنيز، د سواد آموزي او د کورنى د لارښوونې ورکشاپونه د ښځو له پاره په ښار او د کابل نه بهر کې مخته وړو او په خپل کار کې بريالي هم يو. د يو ورکشاپ په پاى کې کله چې پوه شول چې موږ مجرده يو نو ډير خپه شول او حيران حيران يې موږ ته کتل. دومره يې افسوس وکړ چې ان موږ خپل ځان ته حقير او کم ښکاره شوه.))
ډيرى نارينه د جګړو له کبله يا وژل شوي او يا له هيواد بهر تښتيدلي دي.
هغه چې په هيواد کې پاتې دي په ډير ستونزو يې خپل تحصيلات پاى ته رسولي نو له همدې کبله په دغه وران اقتصاد سره په ډير سختى سره کولى شي چې د يوې کورنى بوج يوسي.
د همدا نابرابري له کبله چې د نارينو د شمير د کمښت له کبله رامنځ ته شوې، يو ښځې چې خپله ماستري يې په ادبياتو کې په روسيې کې اخيستې ده د يوه بيسواده دوکاندار سره يې واده کړى.
دې ښځې چې نغواړي نوم يې واخيستل شي، وويل: (( د واده سره زه مجبوره يم چې د ميره د خوښې په اساس خپله دنده خوشې کړم ځکه زما خاوند نه غواړي چې زه له کوره بهر لاړه شم.))
او نورو ته داسې کول نغواړي.
((واده حتمي او ضروري ده خو په برابره عمر کې که نې ښځې به ټولې زما په سرنوشت اخته شي.))
يوه بله ٤١ کلنه ښځه چې واده يې نه دى کړى او ښوونې په وزارت کې کار کوي د خلکو له ورتږ سره مخ په واده له ډيرو تفصيلاتو سره، حيرانه ده.
دا وايي: (( زما په ياديږي چې د کابل نجونو نه غوښتل چې د نورو ولايتونو د ځوانانو سره واده وکړي. کونډ نارينو د دې زړه نه درلود چې د پيغلو سره واده وکړي. خو اوس کونډ نارينه ، يا هغه نارينه چې خپله ښځه يې طلاق کړې، هغه نارينه چې څو ښځې لري او يا هم بيسواده دي له ډيرو ښکلو او باسواده نجونو سره چې له دوى په عمر ډيرې کوچنى دي واده کوي.))
دا په ځوانى کې ډيره مشکل پسنده وه اوس ځان د واده کولو له پاره ډيره زړه بولي.
داسې غير عادي نارينه هم ول چې داسې وادونه يې نه منل له هغو نه يو اتياکلن سپين ږيرى چې د شپږ لوڼو پلار وه او نې غوښتل چې نوم يې واخيستل شي او دې خبرې ته يې په نا اميدى کتل.
ده وويل: (( په افغانستان کې ډير ناپوه خلک شته چې اصلاً نه پوهيږي چې څنګه د خپلو ښځو سره چلند وکړي ځينې يې په نا انصافى سره په خپلو ښځو باندې د بى وفايى تور لګوي او يا هغه لاره ژوند چې ددوى ښځې يې غواړي د دوى له پاره د منلو وړ نه ده. نو د همدغو ستونزو له کبله ډيرى نجونې اصلاً نه غواړي چې واده وکړي.))
د دې سپين ږيري يوازې يوې لور يې واده کړى چې هغه هم له لويې نا اميدى سره. که څه هم د هغى نکاح د سيمې ملا تړلې وه.
دى وايي. (( دغه سړي تحصيل نه درلود او چرس يې هم څکول. دى تل زما کره پيسو پسې راته ځکه دى او واړه يې ټول محتاج ول. اوس زه نه پوهيږم چې د خپلې لور لاس د چا په لاس کې ورکړم.))
د ده په اند همدا وجه ده د ودونو د ډير مصرفونو چې ښايې په هغه حال کې ښځې ته په کورنى کې قدر ورکړي.
((يادداشت: د لندن له پاره موږ کولى شو د ودونو د مصرف په هکله د يو ګزارش په خاطر ارتباط ونيسو.)
بله خوا د مرکې هغه نارينه دي چې د واده د مصر ف د پرې کولو وس نه لري.
محمد آغا نيازى چې په کابل کې اوسيږي وايي چې هغه د جهاد په وخت کې د ګلبدين حکمتيار د اسلامي حزب سره وه خو اوس د واد د خرچې د پرې کولو وس نه لري.
دى وايي: (( د نجونو کورنى ډيرې زياتې پيسې غواړي تر ٣٠٠٠٠٠ افغانىو نقدې پيسې او طلا، خو زه د دغو پيسو وسه نه لرم.))
بيا غلام سخي له د واده له نورو شرطونو شکايت لري چې له واده کولو محرم کړى.
دى وايي (( کله چې مور مې د ريباري له پاره د انجلى کور ته ځي نو له هغې نه پوښتنه کيږي چې شخصي کور لري او چيرې؟ آيا په بهرنيو هيوادونو کې خپلوان لرى؟ زوى لوړې زده کړې لري؟ خو زه يو يې هم نه لرم ما يوازې تر ښپږم ټولګي پورې زده کړه کړي.))
نو داسې ښکاري چې دا سړى چې ٣٥ کال عمر لري او مجرد پاتې ده بايد د ټول کور بوج د کونډې مور په شمول او د هغې د درملنې د مصرف پيسې پيدا کړي.
ديني عالم حاجي حمد الله شيخ زاده په دې اند ده چې د دغه ډول خنډونو جوړول سم کار نه دى: (( دا يو اسلامي کار نه دى چې خلک د لورګانو په سر ډيرې پيسې غواړي او د کور او دارايي غوښتنه کوي.))
د ده په اند واده يوه وجيبه ده (( اسلام حکم کوي چې کله چې هلک او انجلى د بلوغ عمر ته ورسيږي نو بايد واده وکړي.))
مريمه يوه ٣٢ کلنه معلمه ده خو په دې اند ده چې واک يې په خپل لاس ده: (( دا دومره مهمه خبره نه ده چې هغه کس سره چې زه واده کوم خوار دى او که پيسه دار. ډيرو پيسه دارو کسانو ماسره د واده وړانديز کړى خو ما نه دى منلى ځکه زما د زړه وړ کسان نه ول. که زه سم کس پيدا کړم نو تياره يم چې ان د کيږدى لاندې ورسره ژوند وکړم))
په کابل کې آزاد خبريالان حسينه سليمان او شهاب الدين تره خيل