د آى ډبليو پي آر څېړنه په کندوز کې د امريکا د متحده ايالتونو په لاس د مرګ ژوبلې ادعا ننګوي

موندنو جوته کړې، چې د بغاوت په وړاندې د امريکې د متحده ايالتونو په پوځي عملياتو کې پنځو وژل شوو کسانو له بنسټپالۍ سره کوم تړاو نه درلود.

د آى ډبليو پي آر څېړنه په کندوز کې د امريکا د متحده ايالتونو په لاس د مرګ ژوبلې ادعا ننګوي

موندنو جوته کړې، چې د بغاوت په وړاندې د امريکې د متحده ايالتونو په پوځي عملياتو کې پنځو وژل شوو کسانو له بنسټپالۍ سره کوم تړاو نه درلود.





د تېرو څو اونيو په بهيرکې د ځايي او نړيوالو رسنيو رپوټونو د امام صاحب په ولسوالۍ کې د مارچ د ٢٢ نېټې د سهارني بريد او د وژل شوو او له ځان سره د وړل شوو خلکو په اړه پوښتنې رامنځته کړي دي.



د امريکا د متحده ايالتونو پوځ ټينګار کوي، پر هغه ځاى يې چې پوځونو يرغل کړى هغه په کندوز کې د ملېشو مرکز و. هغوى ادعا کوي چې سرتېرو يې له ياغيانو سره جګړه کړې، درې تنه يې ترې وژلي او څلور نور يې بنديان کړي دي. خو له ځايي خلکو سره د پراخې مرکې له لارې د آى ډبليو پي آر يوه څېړنه د پېښې په اړه د متحده ايالتونو د پوځ عمده برخې تر پوښتنې لاندې نيسي.



د آى ډبيلو پي آر د عمده موندنو له مخې پنځه وژل شوي سړي له بنسټپالو سره هيڅ تړاو نه لري او د امريکا د ادعا په اړه شک رامنځته کوي، چې ګوندې وژل شوو او بندي شوو خلکو پر سرتېرو ډزې کړي دي. د خبريالانو پوښتنې ګروېګنې څرګندوي، چې په وژل شوو سړيو کې يوازې يو تن وسله درلوده او دوه نور د خوب پر مهال وژل شوي دي.



ځايي اوسيدونکو آى ډبليو پي آر ته وويل، نيمه شپه وه، درې نيمې بجې وې، دوه چينوک چورلکې په امام صاحب کې کېناستې. د شپېتوو په شاوخوا کې سرتېرې د هغه ولسوالۍ په ښاروال، صوفي عبدالمنان پورې اړوندې ودانې ته ورغلل. دروازه يې والوزوله. په تيارې کې له لېدونکو سمبالو بې غږه وسلو سره انګړ ته ورننوتل او له يوميلمستون راتاو شول، چې د ځايي استوګنو د وينا له مخې بۀ پکې د ولسوالۍ ميلمانه اوسيدل.



د تيلو د څېرمه ټانک خاوند وويل: "زه د چورلکو په دروند غرهار له خوبه ويښ شوم او امريکايان مې وليدل، چې د ميلمستون خواته روان دي. پر خوليو يې يو څه شيان ښکاره کېدل. زه پټ شوم، چې څوک مې ونه ګوري. د "فيت فيييت" په څېر د ډزې يو پټ غږ مې تر غوږ شو."



هغه ځاى ته يو څېرمه ډوډۍ پخوونکي وويل: "ما څه شى نه ليدلو. خو يو غټ غږ مې واورېد. فکر کوم، چې امريکايانو به دروازه الوزولې وي."



د ولسوالۍ اوسيدونکي وايي په دې شپه په ميلمستون کې نهه ميلمانه وو. له پېښې وروسته د يو ځايي سړي په واسطه په يوې ويديو کې د اخيستل شوي فلم پر بنسټ د آى ډبليو پي آر خبريال ته د مړو د موقعيت د څرنګوالي له مخې څرګنده شوه، چې سرتېرو دوه سړي، حسن جان او احمد امام، په خپلو بسترو کې د خوب په حالت کې وژلي وو.



اوسيدونکو وويل، لومړي سړي به ميلمنو ته چاى جوړولې او په باغ کې به يې ورته موسيقي غږوله. هاغه بل سړي به، چې له ډېرې مودې راهيسې په ميلمستون کې اوسيده، ځايونه پاکول او په ودانۍ کې ولاړ موټر به يې پرېمنځل.



دويدويې فلم له مخې سرتېرو د ښاروال پر موټر چلوونکي، عبيدالله په داسې حال کې چې بريښيده د تېښتې هڅه يې کوله او د ښاروال په ساتونکي، نصرالله او د هغه په ترورزې نقيب الله هم ډزې کړي، چې د ځايي خلکو په وينا له څو اونيو راهيسې امام صاحب ته د کار د ميندلو لپاره راغلى او هلته اوسيده.



هغوى ټينګار کوي، نصرالله يوازنى سړى و، چې يو ټوپک يې درلود. کلاشينکوف يې په ځايي دفتر کې ثبت و او د ښاروال د ساتلو لپاره ورسره و.



ښاروال وويل: "موږ د ميلمستون تر څنګ په يوې کوټې کې وو. د پييف په څېر د بې غږو ټوپکو ډزې مواورېدلې. د خپل ساتونکي، نصرالله غږ مې هم اورېد، چې ښايي زموږ د دروازې شاته به ولاړ و. هغه امريکايانو ته زارۍ کولې، چې نه راننوزي. هغه همدا ويل: "دلته ښځې او ماشومان دي." په هغې پسې يو بل ډز وشو. له هغې وروسته مو د نصرالله غږ وانه اورېد."



ښاروال وويل، سرتېرې له هغې وروسته لاړل.



هغه وويل، د څلورو تنو ميلمنو په اړه هيڅ معلومات نه لري، چې د پوښتنو لپاره امريکايانو له ځانه سره وړي دي. هغه وويل، په دې ميلسمتون کې به تل مسافرين اوسيدل، ځکه په امام صاحب کې کوم هوټل نشته.



نوموړي زياته کړه: "که هغه ميلمانه ترهګر هم واى، بايد امريکايانو ميلسمتون محاصره کړى او دروازه يې ټکولى واى. ولې يې پنځه بېګناه خلک ووژل؟"



اوسيدونکي وايي په څلور نيمو بجو سرتېرو دا څلور تنه په ځان پسې کشول او په چورلکو کې بېرته لاړل. لږ ساعت وروسته ځايي خلک ودانۍ ته ننوتل او مړي يې وموندل. ځينې په سختۍ پېژندل کېدل. هغوى وايي د ودانۍ ټولې شاوخوا کوټې لټول شوې وې؛ د موټرو ښيښې ماتې شوې وې، خو د نجيب الله له کلاشينکوف او څلورو تنو مېلمنو پرته، چې سرتېرو له ځانه سره وړي و، نور هر څه په ځاى وو.



د وړل شوو څلورو تنوهويت څرګند نه دى. په امام صاحب کې، د چا خپلوان يا ملګرى ورک نه دى. څوک يې چې پېژندل هغه وژل شوي وو.



د ډاکتر امير بارکزي په نامه د کرنې يو افغان – جرمني پوه، چې په کندوز کې د المان د پراختيايي خدمتونو د ادارې لپاره کا رکوي، له بريد يوه ورځ دمخه هغه ځاى ته راغلى و.



هغه وويل: "ما دا ټول پنځه "وژل شوي" خلک ډېر ښه پېژندل. ځکه کله چې له جرمني څخه بېرته امام صاحب ته راغلم، دوه نيمې مياشتې مې په دې ميلمستون کې تېرې کړې وې. په امام صاحب کې کوم هوټل نشته.هرڅوک دلته اوسيږي. دې څلورو تنو، چاى پخوونکي، موټر چلوونکي، ساتونکي او موټر پرېمنځونکي د ډېرو کلونو راهيسې دلته کار کاوه. پنځم سړى د ساتونکي د تره زوى و."



امريکايي پوځ نورې ادعاوې ردوي او وايي د مارچ د مياشتې د ٢٢ نېتې په سهار کې وژل شوي سړي له خطرناکو ملېشو پرته نور څوک نه وو.



د آى ډبليو پي آر د پوښتنې په وړاندې د افغانستان د متحده ايالتونو پوځي وياند، ډګروال ګرګ جولين وويل: "موږ پر خپلو معلوماتو ولاړ يو. وژل شوي افراد وسله والې ملېشې وې."



هغه وويل: "ايتلافي ځواکونو ته د بېلا بېلو استخباراتي سرچينو پر بنسټ د تر نښې لاندې ملېشوشتون تاييد شوى و."



هغه زياته کړه: "ځواکونو تر نښې لاندې ودانۍ محاصره کړه او دننه خلکو ته يې بهر ته له وسلې پرته د راوتلو غږ وکړ. کله چې پنځو تنو په ايتلافي پوځونو باندې ډزې پيل کړې هغوى پر ودانۍ بريد وکړ او هغوى يې ووژل. هغوى وسله وال جګړه ماران وو، نه ولسي خلک."



ځايي خلک ټينګار کوي، چې د لوړ غږ ډزو اواز يې نه دى اورېدلى. يوازې د متحده ايالتونو د سرتېرو د بې ډزو وسلو غږ يې اورېدلى دى.



جولين وويل، د متحده ايالتونو سرتېرو "څلور تنه بنديان کړي، چې اوس ترې معلومات اخيستل کيږي. نور جزئيات تراوسه نه دي خپاره شوي."



وياند د "په نښه شوو افرادو" په اړه نور معلومات ورنه کړل او نه يې ددې رپوټونه رد او پخلى وکړ، ګوندې امريکايي سرتېري د هغه واحد کومه برخه وه، چې د اسامه بن لادن په لټون پسې ګرځي.



جولين وويل: "له بده مرغه ستاسو د پوښتنو ځوابونه د خپرېدو وړ نه دي."



هغه وړاندې دا خبره رد کړه، چې ګوندې دا ميلمستون د مسافرينو يوه عادي هډه وه.



هغه وويل: "د ښاروال د ناپژندل شوو بهرنيو ميلمنو شتون او همداشان له نشه يي توکو سره تړاو يو شمېر جدي پوښتنې رامنځته کوي."



نشه يي توکي هغه څه و، چې د امام صاحب په اړه په ضمني توګه په رپوټونو کې ذکر شوي و. د "دير شپيګل" په نامه يوې جرمنۍ مجلې د بېنومه استخباراتي سرچينو په حواله ليکلي دي، چې د متحده ايالتونو پوځ د نشه يي توکو د يو ستر حريف د له منځه وړلو په پلمه "وکارول" شو.



په داسې حال کې چې دا معلومات اټکلي او تخميني و، په افغانستان کې د تحقيق او پلټنې دا نېمګړتيا يوه عادي خبره ده او زياتره په يوې ډېرې ناوړې غلطۍ پاى ته رسيږي.



د ٢٠٠٨ کال په جولاى کې نړيوالو ځواکونو د ننګرهار ولايت په ختيځ کې د يو واده په مراسمو باندې بمونه وغورځول اود ناوې په ګډون يې ٤٧ تنه ووژل. هغوى ددې معلوماتو پر بنسټ اقدام وکړ، چې د ياغيانو راټوليدلو زور اخيستى دى.



يوه مياشت وروسته هغوى يو ځل بيا دهرات په عزيزآباد کې پر مظنونو ملېشو بريد وکړ او پرځاى يې د جنازې په مراسمو بمباري وکړه. د ملګروملتونو، افغان حکومت او يو شمېر رسنيو د پلټنو پر بنسټ د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩٠ تنه ولسي خلک وژل شوي وو.



په داسې حال ټينګار کېده، چې وژل شوي او نيول شوي خلک ترهګر وو، نه د نشه يي توکو قاچاق وړونکي، خو جولين ټينګار کاوه،چې د دې دواړو تر منځ توپير لږ دى.



هغه وويل: "د نشه يي توکو د قاچاق او بغاوت تر منځ تړاو امنيت او حمايت دواړو ته يو ګواښ دى. له دې امله هغه يو قانوني هدف دى. د ناتو د نوو لارښوونو له مخې امنيتي نړيوال مرستندويه ځواک (ايساف) او افغان حکومت د نشه يي توکو د لابراتوارونو او قاچاق په وړاندې اقدام کوي، چې د ياغيانو ننګه کوي. خو په دې پېښې کې يې د ترهګرۍ يوه شبکه تر بريد لاندې ونيوله."



خو د امام صاحب اوسيدونکي دا موضوع په بشپړ ډول ردوي. هغوى آى ډبليو پي آر ته وويل، چې وژل شوي افراد ټول ددې کوچنۍ ټولنې ښه پېژندل شوي خلک وو او په دې ډاډمن و، چې له کومې ياغي ډلې سره يې تړاو نه درلود. ځايي خلک وايي پخپله ښاروال د طالبانو د يو سخت مخالف په نوم شهرت لري، چې ډېر لږ په سميې کې ليدل کيږي.



ښاروال د څېړنو غوښتنه وکړه. په کابل کې د کورنيو چارو وزارت هم د تحقيق غوښتنه کوي.



داسې بريدونو د افغانستان او متحده ايالتونو په اړيکو کې تاوتريخوالى رامنځته کړى دى او په پاى کې ناتو په هغو ځايونو کې نوې لارښوونې کړي، چې د ولسي خلکو د شتون احتمال په کې وي.



د متحده ايالتونو ځانګړي ځواکونو زياتره د ناتو لارښوونې له پامه غورځولي او د يو جلا جوړښت تر لارښوونو لاندې عمليات کوي.



د کندوز پېښې ښايي لا له وړاندې څخه د ځايي خلکو اوبهرنۍ ټولنې تر منځ اړيکې خړې پړې کړي وي. جرمنيان په کندوز کې د ولايتي بيارغاونې د ډلې مشري کوي او د ځايي خلکو د باور د لاس ته راوړلو په اړه يې د پراختيا او دپلوماسۍ له لارې وياړ ګټلى دى.



د يو لويديځ دپلومات د وينا له مخې، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې وويل ،"دا ډول پېښې موږ ټول له يو سخت دريځ سره مخامخ کوي. موږ داړيکو د ټينګولو لپاره مياشتې مياشتې کار کوو، خوبيا ددې کارونو له امله هر څه اوبه وړي."



د متحده ايالتو يو سرتيرى، چې د کابل د شمال، په کاپيسا ولايت کې کار کوي، له دې ټکي سره موافق دى.



هغه په خصوصي ډول وويل: "زه په تګاب ولسوالۍ کې وم. په ځايي خلکو کې مې يوڅه برياليتوب تر لاسه کړى و.هغوى ستاسو چلن احساسولى شي، هغوى پوهيږي، چې تاسو يې درناوى کوئ، که نه. خو يوه شپه ځانګړي ځواکونه راغلل او زموږ ټول ښه کارونه يې په اوبو لاهو کړل. غواړم بېرته خپل کور او کورنۍ ته لاړ شم.خو دلته مو بايد چاته څه ګټه ورسيږي."



د امام صاحب اوسيدونکي، چې تر اوسه د خپلو مړو په وير اخته دي، غواړي ددې بريد په اړه ځانته حقايق معلوم کړي.



ښاورال وويل: "موږ د غچ اخيستلو په فکرکې نه يو. موږ يوازې د يو عادلانه څېړنې تمه لرو، چې ولې دا پنځه بشپړ بېګناه خلک ووژل شول."



خو نور خلک بيا د هغه په څېر سخاوتمند نه دي.



د امام صاحب مرکزي جومات ته د نژدې سيمې يو پاک او ستره سړي، چې د مړو د جنازې او خښولو مراسمو ته راغلى و، وويل: "کله چې به مو واورېدل امريکايي ځواکونو ولسي خلک وژلي دي او يا په سهيل کې په کورونو بمبارۍ شوي دي، نو انګېرل به مو چې دا د طالبانو پروپاګند دى. خو اوس ګورو چې دا ټول رښتيا دي.""
Frontline Updates
Support local journalists