د اوښانو جنګ
شرط تړونکي خلک د افغانستان په شمال کې د اوښانو د جنګ کلنيو لوبو ته راغونډيږي.
د اوښانو جنګ
شرط تړونکي خلک د افغانستان په شمال کې د اوښانو د جنګ کلنيو لوبو ته راغونډيږي.
د هغه اوښ څو شيبې دمخه درې ځلې لوبه کړې او د لوبې په پای کې ګټونکي وبلل شو.
امين وويل: "زه په دې اوښ ډېر وياړم. ما په زرونه ډالر په هغه لګولي. اوس زما ټول کړاو ښه نتېجه ورکړه."
په شګلن ډګر کې يو بل اوښ يوازې ولاړ دی. لا وينې ترې بهيږي. د هغه خاوند، نوروز خپه او ستومانه ښکاري.
نوروز وايي: "ما دا د سپي زوی يو کال وساته. ما هغه ته د خپلې خولې ډوډۍ ورکړه. خو هغه لکه د يوې چرګې په څېر وتښتېد. اوس هغه يوازې د قصابۍ وړ دی."
پسرلی مزارشريف ته د غاټولو ګلان او ګرځندويان راولي. نوروز د مارچ په 20 نېټه پيل کيږي او د 40 ورځو لپاره په مزار شريف کې لمانځل کيږي. مزارشريف له دې امله خورا شهرت موندلای دی. په دې وخت کې دلته خلک خپل اوښان د جنګ لپاره هم راولي. هغوی دا اوښان ددې جنګ لپاره روزي او چمتو کوي او زياتې پيسې پرې لاس ته راوړي.
د سپو جنګول، د چرګانو جنګول او د اوښانو جنګول په دې شمالي ولايت کې اوږده مخينه لري. په جوارۍ اوپه څارويو باندې ظلم کول د اسلام د دين له مخې جواز نه لري، خو له دې سره سره د نوموړو لوبو مينه وال د نوي کال شپو او ورځو ته په ډېره لېوالتيا انتظار باسي.
دا لوبې ډېرې ګرانې دي. د امين د وينا له مخې د يو جنګي اوښ بيه د يو عادي اوښ په پرتله شل هومره زياته ده.
هغه وويل: "زه يو جنګي اوښ تر لسو زرو ډالرو پورې اخلم. که چېرته (لوبه) بايلي، نو په 500 ډالرو يي په قصاب باندې پلورم."
امين وويل، جنګي اوښ د يوعادي اوښ په پرتله اوږد، غټ او توربخن وي. د هغه خواړه ډېر مهم دي. د اوښ خاوندان بايد تر پېرودلو دمخه د هغه خټه او وينه وپېژني.
امين وويل: "يو ځلې چې مې اوښ واخيست، نو يو ماهر ورته د روزنې لپاره ګومارم. زه هغه ته دمياشتې شل زره افغانۍ ورکوم، چې د لسو تنو حکومتي مامورينو تنخوا کيږي."
د اوښ روزونکی اوښ ته د خواړو رژيم نيسي او جنګي بڼه ورکوي.
د امين د اوښ روزونکي، 64 کلن عبداللطيف وويل: "زه له اوښ سره په اشارو خبرې کوم. موږ د يوې ناوې په څېر د اوښ پالنه کوو."
هغه زياته کړه: "د جنګ په ورځ موږ اوښ سينګاروو او د جنګ ميدان ته يي راولو. او که دلته يي جنګ بايلود، نو ټول زحمت مو بېځايه ځي. هغه به سبا د قصاب په دکان کې ځوړند وي."
دا سپورت بېلا بېل دودونه لري. له جنګ يوه شپه دمخه د اوښ خاوند لويه ميلمستيا جوړوي. خلک دې مېلمستيا ته راځي او شرطونه تړي.
امين وويل: "په غټو جنګونو کې تر درېو مليونو افغانيو پورې پيسې لا سته راځي. دا ځل ماته دوه مليونه افغانۍ لاسته راغلې."
د لوبې د څارنې او د شرط د پيسو د ساتلو په موخه دوه تنه حکمان (رفريان) ټاکل کيږي.
يوتن رفري، نظر محمد وويل: "موږ لوبې تنظيموو. که موږ ونه اوسو، نو لوبه هسې په ناندريو بدليږي. د اوښانو يو شمېر خاوندان د خپلو اوښانو په غاړو او اورميږونو باندې درمل شيندي. په دې کار د مقابل لوري اوښ يا تښتي او يا ماتيږي. دا ټګي ده. که موږ څوک په دې کار باندې ونيسو، نو لوبه د مقابل لوري په ګټه اعلانوو او مسابقه پای ته رسوو."
لوبه شپږ رونډه لري. هر رونډ 30 دقيقې دوام کوي.
په زرګونه خلک د لوبو نندارې ته راخي. دا لوبې د هرې جمعې په ورځ جوړيږي.
حشمت الله ددې لوبو يو مينه وال دی. هغه وايي: "هرڅوک يو شوق لري. زه د اوښانو د جنګ شوقي يم. دا ډېره زړه راښکونکې ده. يوه ښه ساعت تيري ده."
حضرت شاه د ننداري تر څنګ يو پوخ جواريګر هم دی. هغه وايي: "ما په يو اوښ باندې دوه زره افغانۍ شرط تړلای دی. زه باوري يم، چې هغه به يي وګټي. زه هره جمعه دلته راځم او ويلاي شم، چې کوم اوښ به لوبه وګټي."
د لوبې په پای کې د لوبې ګټونکي ميلمستيا کوي او خلکو ته پولاو ورکوي.
امين په پام کې لري، چې د خپل اوښ بری درې ورځې ولمانځي. خو تر ټولو دمخه بايد يوه مهمه دنده سرته وروسوي.
هغه وويل: "لومړی مې اوښ له روضې څخه ګردچاپېره ګرځوم، چې له بدو سترګو وساتل شي."