د اوبو او برښنا په پلورلو د پيسو تر لاسه کول
په کابل کې د آى ډبليو پى آر د خبريال، مصطفى بشارت ليکنه
د اوبو او برښنا په پلورلو د پيسو تر لاسه کول
په کابل کې د آى ډبليو پى آر د خبريال، مصطفى بشارت ليکنه
د ښار يو تن اوسېدونکي محمد سالم آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه په دې وروستيو ورځو کې دويم جنراتور هم پيرودلى دى، چې د خلکو مخ په زياتېدونکې اړتياوې ليرې کړي.
نوموړى د مياشتې هره شپه په يوه څراغ له خلکو څخه څلوېښت افغانۍ اخلي. کابل ښاريان ددې بيې په ورکولو خوشحاله دي، ځکه کله چې ښاري برښنا نه وي، هغوى کولاى شي هغه تشه په دې برښنا ډکه کړي.
ځينې خلک له دې امله خوښ او ځينې بيا ناخوښ دي. هغه خلک چې خوښ دي وايي، دوى کولاى شي، هره شپه برښنا ولري. د کابل ښار يو اوسېدونکى باسط وايي: "دا چې وکړاى شم، هره شپه خپل ګرځنده تليفون چارچ کړم او د ورځې خبرونه د شپې د تلويزيون له لارې واورم. ماته له هر څه څخه زيات ارزښت لري."
د شاغاسي ګذرګاه د سيمې يو اوسيدونکى اکرام الدين د هغه شمېر خلکو په ډله کې دى، چې له دې بهير څخه ناخوښ دي. هغه وايي، د خصوصي برښنا توليدوونکي لومړى ښه وو، خو اوس هغوى په سمه توګه کار نه کوي او په عين حال کې د برښنا بيه يي مخ په زياتېدو ده.
يو زيات شمېر کورنيو حکومت ته په دې هکله شکايت کړى دى، خو کومه نتيجه يي نه ده ورکړې. چارواکي وايي، هغوى لګيادي، چې د کابل ټولو برخو ته برښنا ورسوي.
د هېواد توليد سيستم د جرمني د پراختيايي بانک KFW په مرسته تر بيا رغاونې لاندې دى. د KFW تر مرستې لاندې د يوې پروژې مسوول، انجنير شاه ولي وايي، چې په راتلونکو څومياشو کې به د برښنا د نويو مزيو د غځولو کار بشپړ شي.
داوبو او برښنا دوزارت معين، نواندېش وايي، چې د کابل په ځينو لوېديځو سيمو کې برښنا نه شته؛ ځکه برښناد ښار ټولو برخو ته د رسولو ظرفيت نه لري.
حکومت غواړي د ازبکستان له حکومت څخه هېواد ته برښنا راولي او په دې هکله يي يو تړون هم لاسليک کړى دى، خو تر هر څه مخه بايد پلازمېنې ته د برښنا مزي وغځول شي.
له بلې خوا په کابل ښار کې داوبو او برښنا کمبوت د شخصي برښنا توليدوونکو ډوډۍ نوره هم غوړه کړې ده.
د ښار زياتره اوسېدونکي د څښلو اوبو د زېرمه کولو لپاره کرۍ ورځ په لاسي بمبوسمبالو څاګانو ته کتار ولاړ وي، چې د هر بلاک په خوا کې کنل شوي دي.
هغه يو شمېرخلک چې له شخصي ټانکونو څخه داوبو د پېرودلو توان لري، هلته په کتارونو کې انتظار نه باسي. د رپوټونو له مخې د ټانکرونوخاوندان اوبه په وړيا توګه له څاګانو څخه راوړي او بيا يي بوشکه څه ناڅه په لس افغانۍ پلوري.
د خيرخانې مينې يو اوسېدونکي محمد لطيف آى ډبليو پي آر ته وويل: "ما له يو ټانکر سره قرارداد کړى او د اوو سوو افغانيو په بدل کې راته هره ورځ اوبه راوړي." د ټانکر چلوونکى شاه محمد، چې محمد لطيف ته اوبه راوړي، وايي: "زه د پلورولو لپاره د ورځې دوه يا درې ځلې اوبه راوړم."
خو هرڅوک ددې اوبو د پېرودلو توان نه لري. د کابل ښار يو اوسېدونکي زين العابدين وايي: " زه ټوله ورځ په نوبت ولاړ يم او په پاى کې يوازى يو بوشکه اوبه کورته وړم؛ ځکه دومره پيسې نه لرم، چې اوبه پرې واخلم."