د اساسي قانون دتصويب پرېکړه وځنډول شوه

د همغږۍ کميټه د قانون له ١٦٠ مادو څخه په ٣٨ مادو باندې خپل کار پاى ته رسوي، چې وکړاى شي، د افغانستان نوى اساسي قانون بشپړ کړي.

د اساسي قانون دتصويب پرېکړه وځنډول شوه

د همغږۍ کميټه د قانون له ١٦٠ مادو څخه په ٣٨ مادو باندې خپل کار پاى ته رسوي، چې وکړاى شي، د افغانستان نوى اساسي قانون بشپړ کړي.

د اساسي قانون د مسودې په ځينو مهمو مادو د لويي جرګې ٥٠٢ تنو استازوخبرې اترې په داسې حال کې وځنډول شوې، چې د همغږۍ کمېټه په خپلو سپارښتنوټينګار کوي.


د منصفه پلاوي غړي وايي د اساسي قانون له ١٦٠ مادو څخه په ٣٨ مادو د شنبې د ورځې په ماسپښين لاخبرې اترې روانې وې.


دلويي جرګې مرستيالې صفيي صديقي وويل، د همغږۍ کمېټه "لاتراوسه کارکوي. هغوى د ١٢٢ مادو په هکله په خپلو کې سره سلا شوي دي او په پاتې ٣٨ مادو به تريکشنبې ورځې پورې، چې لويه جرګه په خپل کار پيل کوي، کار ډېر ژر پاى ته ورسيږي. " دې کمېټې بايدخپل کار د جرګې عمومي غونډې ته د شنبې په ورځ پيل کړى واى. دهغې پرځاى وزيرانو په تېر کال کې د خپلو وزارتونو د اجرااتو او د هغې په وړاندې پرتو خنډونو کرۍ ورځ تېره کړه. له هغې دمخه استازو د خپلو اړوندو ولايتونو اوخلکو د ستونزو په وړاندې يو په يو خبرې وکړې.


د همغږۍ ٣٨ کسيزه کمېټه د لويي جرګي د لسګونو کاري جرګه ګيو د رئيسانو، مرستيالانو او منشيانو او همدارنګه د دلويي جرګې له ټاکل شوي مشرتابه څخه جوړه ده. په هغې برسېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر (يوناما) د څارونکو يوې ډلې او د اساسي قانون د تسويد د کمېټې غړيو د هغې په غونډو کې برخه اخيستې ده.


ددې کمېټې استازو په مسودې کې ځينې د پام وړ بدلونونه ورزيات کړي، چې په دې توګه به په حکومت کې د اسلام واک زيات کړي. د هغوى په وينا دا بدلونونه لا له مخکې د منصفه پلاوي له خوا منل شوي دي.


ځينو استازو په دې هکله شکايت کړى، چې لسګونو جرګه ګيو تر پام لاندې اختلافي موضوعګانو په هکله څرنګه معامله کړې ده.


داکټر عبدلکبير رنجبر د قانون پوهانو د ټولنې مشر او د کابل د خلکو استازي وويل، د ځينو کمېټو مشرانو خبرې اترې تر خپل کنترول لاندې راوستې او د مخالفو نظرونو خاوندان يي د اسلامي ځواکمنو بنسټونو له مخې سره مات کړي دي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې هغوې حديث او قرآني آيتونه ولولي، نو څوک به يي په وړاندې څه وويلى شي." رنجبر وويل هغو استازو چې له مختلفو جرګه ګيو څخه ځينې يادداشتونه اخيستي وو، ولېدل چې لازمي غبرګون او همدارنګه په ځينو خبرو اترو کې دليل اوبرهان، ددې پرځاى چې خپله مسوده په پام کې ونيسي، په ټينګار او مقاومت پاى ته رسېدل.


د پکتيکا د ولايت يو استازي، چې نه يي غوښته نوم يي ياد شي، د فراه د ولايت له استازې ملالى جويا سره همغږي څرګنده کړه، او وي ويل، دا به ښه واى، چې ټول جهادي مشران په يوې جرګه ګۍ کې راټول شوى واى."څرنګه چې هغوى په ټولو جرګه ګيو باندې ويشل شوي وو، نو په هره جرګه ګۍ يي اغېز درلود او د استازو نظرونه يي شنډول.


ځينې استازي له دې ټکي سره موافق نه وو غلام رباني رحماني د تخار ولايت استازي آى ډبليو پي آر ته وويل: "هغو منشيانونظريات په سمه او صادقانه توګه انتقال کړي و، چې د استازو له خوا ټاکل شوي وو، خو هغو منشيانو چې د (اساسي قانون د کميسون) له خوا غوره شوي وو، يوازې غوره کړي نظرونه انتقال کړي و."


صديقي له دې ټکي سره موافقه وه، چې د منشيانو د رپوټ ورکولو په کار کې توپير و، خو زياته يي کړه ، چې په لاسي توګه غلطي نه وه شوې او نه مفهوم اړول شوى و. غلطي يوازې د استازو له خوا د وينا د متن په جمله بندۍ کې و. هغې زياته کړه، چې توپيرونه د بيړې او د زيات کار له امله رامنځته شوي و او په دې برسېره د منشيانوکار دکار په پاى کې چک کېده.


Frontline Updates
Support local journalists