د ارغنداب د دوو ورځو نښته

طالبان تښتي او ځايي اوسيدونكي خپلو كورنو ته ستنيږي، خو د جګړې دواړه لوري د خپل بري ادعاوې كوي.

د ارغنداب د دوو ورځو نښته

طالبان تښتي او ځايي اوسيدونكي خپلو كورنو ته ستنيږي، خو د جګړې دواړه لوري د خپل بري ادعاوې كوي.

. د طالبانو زياترو جنګياليو سيمه پرېښې ده. د ماين پاكوونكي سيمې ته ورغلي، چې د طالبانو له خوا ښخ كړي ماينونه پاك كړي.



آن دمخه تر دې چې حكومت سيمه پاكه كړي، د سيمې اوسيدونكو د ژوند خطر په غاړه واخيست او خپلو كورنو، د انګورو باغونو او پاتې شوو څارويو ته د ځانونه د رسولو هڅه كوي.



يوې مېرمنې چې ونه يي غوښتل ونومول شي، وويل: ((ما خپلې غواوې او وزې پرېښې وې.)) هغه له خپلو څلورو ماشومانو سره تر سور او سوځوونكي لمرلاندې له كندهار څخه په ارغنداب كې خپل كور ته روانه وه.



هغه ډېره ستړي معلومېده، خو له هغې سره سره كور ته په بيړه روانه وه.



هغه د تګ په حال كې داسې زياته كړه: ((زه نه پوهيږم، چې څاروي به مړه يا ژوندي وي. ددې څارويو له لارې مې كوچنيانو ته خواړه چمتو كوم.))



د (ارغنداب د ولسوالۍ) د منار د كلي اوسېدونكى، محمد صديق هم له خپلې مېرمنې، مور او دوو خويندو سره په لاره روان و.



هغه وويل: ((موږ خپل كور ډك ډوك پرېښود. ښار ته لاړو او هلته له خپلو خپلوانو سره واوسيدو. زه يوه ټوټه ځمكه لرم. كرى كال مې په هغې كې سخت كار كړى دى. طالبان راغلل او د سيمې كنترول يي تر لاسه كړ.))



يوه اوونۍ دمخه طالبان د ملي اردو او ناتو له سرتېرو سره د ارغنداب په ولسوالۍ كې په جګړې كې ښكېل و. ياغيانو په سړك كې ماينونه ښخ كړي او پلونه يي الوزولي و. زياتره ولسي خلكو د جګړې له ډاره سيمه پرېښې وه.



د ارغنداب د ولسوالۍ د لوى تابين د كلي يو قومي مشر، حاجي حيات الله الكو وويل: ((هغه مهال چې طالبان راغلل، موږ ته يي ويل، يا زموږ په ليكو كې ودريږئ او يا كورونه پريږدئ. موږ نه غوښتل چې په بې معنا جګړه كې مړه شو.))



د جون د مياشتې په ۱۳ په محبس باندې له بريد وروسته په ارغنداب كې د ياغيانو شمېر يوناڅاپي زيات شو. په محبس باندې په بريد كې ۳۵۰ تنه بندي طالبان له څو سوو نورو بنديانو سره وتښتېدل.



د سيمې د استوګنو خلكو د وينا له مخې په څو ورځو كې په ارغنداب كې د ۶۰۰ په شاوخوا كې طالب جنګيالي راټول شول.



د حاجي الكو د وينا له مخې ددې جنګياليو زياتره يي د پاكستان د نژدې سيمو و. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((هغوى اوږده ويښتان درلودل او پكولونه يي په سر و.))



له پكول څخه د هغه مطلب هغه خولۍ وه، چې د اتياومو كلونو په بهير كې مجاهدينو د شوروي په وړاندې جګړې كې پر سروله. پكول خولۍ د افغانستان په زياترو برخو كې خورا معمول ده، خو د افغانستان په سويل كې طالبان پګړۍ په سروي. له سر د پګړيو د راتاوولو ډول يي سړي له بهرنيانو سره توپيروي.



حاجي الكو وويل: ((خلكو ويل پكوليان راغلي و. هغوى د وزيرستان او پېښور و. هغوى له جامو او لهجې پېژندل كېدل.))



كندهار له پاكستان سره يوې نابېلې شوې اوږدې پولې ته څېرمه پروت دى. افغاني چارواكي له ډېرې مودې را هيسي ادعا كوي، چې زياتره جنګيالي پاكستانيان دي، خو اسلام آباد دا خبره ردوي.



د كندهار د اتل د قول اردو قوماندان، جنرال ګل اغا نايبي ددې خبرې پخلى وكړ، د ۶۰۰ تنو په شاوخوا كې طالبان راغي و، چې زياتره يي پاكستانيان وو.



د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي آى ډبليو پي آر ته وويل، زياتره جنګيالي افغانان و.



هغه وويل: ((ښايي يو نيم څوك وي، خو زيات (بهرني جنګيالي) نشته. حكومت غواړي له دې لارې په خپلو غلطيو پرده واچوي.))



جګړې درې ورځې ډېرې سختې روانې وې او طالبانو وړاند وينه كړې وه، چې دېر به كندهار ونيسي. ناتو او افغان حكومت په دې ګواښ باندې غوږونه، نه وو ګرولي.



د جون په ۱۸ ناتو ارغنداب ته ورسېده. بله ورځ هرڅه د طالبانو له په شاكېدو وروسته پاى ته ورسېدل او جګړه ودرېده.



د ملي اردو يو شمېر سرتېري په سيمې كې د تصفيوي عملياتو لپاره پاتې شول.



په اتل قول اردو پورې اړوند ددې عملياتو مشر، جنرال امين الله پتياني وويل: ((موږ له كومې ستونزې سره مخامخ نشو.))



هغه د جون د مياشتې په ۲۲ د خبرو په ترځ كي وويل: ((له تېرو دوو شپو راهيسې موږ د مخالفينو له كوم مقاومت سره مخامخ شوي نه يو. يوازينۍ ستونزه ايښوول شوي ماينونه و. له كابل څخه راغلې يوې ډلې د ماينونو په پاكولو باندې كار پيل كړى دى. موږ دلته يو څو ورځې پاتې كيږو.))



طالبان دا نه مني، چې له ارغنداب څخه د هغوى په بيړه وتل د هغوى د كمزورتيا ښكارندويي كوي، بلكې د هغوى د وياند، قاري يوسف په وينا دا يو لاسي او عمدي كار و.



هغه وويل: ((ارغنداب ته زموږ راتګ يو تكتيك و. همدغسې زموږ وتل درواخله. لومړى، موږ نړيوالو ته وښوده، هر هغه ځاى ته تللى شو، چې ويي غواړو. هرچېرته چې مو زړه وغواړي هلته اوسېداى شو. دويم داچې موږ د (بنديانو) له تېښتې څخه د چارواكو پام بلې خواته واړاو. موږ هغوى له بند څخه راوايستل. موږ بايد هغوى له سيمې څخه خوندي ايستلاى واى. بهرنيانو هوايي ګزمې كولې. هغوى ښار محاصره كړى و. موږ غوښتل چې د هغوى پام ارغنداب ته واړوو.))



په افغانستان كې د كاناډا د ګډ ځواك قوماندان، تورن جنرال دينيس تامپسن وويل بريد د ناتو په مرسته د ملي اردو سرته ورساو او دا امتياز د ملي اردو په برخه دى.



په لاس راغلي بري او څه ناڅه په اسانه تر لاسه شوي بريد د افغان ځواك پرستېژ او اهميت، په تېره بيا په راستنو شوو كورنيو كې، لوړ كړ.



د منارې د كلي اوسيدونكي محمد صديق وويل: ((زه د افغان ملي اردو ډېره مننه كوم، چې زموږ ژوند لپاره يي لاره هواره كړه.))



د نګاخان د كلي يو زوړ سړي آى ډبليو پي آر ته وويل كروندګر د افغان حكومت له ځواكونو سره د مرستې لپاره ډېر لېوال دي.



هغه وويل: ((زه فكر كوم چې څه زيان دې رسېدلى وي. له يوې خوا ډېرو خلكو خپل كورونه پريښي وو او هرچا غوښل چې بېرته راستانه شي. اوس د حاصل وخت دى. له دې امله هرچا له ملي اردو سره مرسته وكړه.))



ارغنداب د ميوو، په تېره بيا د انګورو او انارو، له امله ډېر نوم لري.



د افغان حكومت او ناتو د ځواكونو د وينا له مخې طالبانو ته په جګړې كې ډېر زيان اوښتى دى. د بېلا بېلو اټكلونو له مخې له لسو څخه تر سلګونو پورې طالب جنګيالي وژل شوي. د ناتو د اټكل له مخې له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې طالبان وژل شوي دي.



د ملي اردو قوماندان جنرال عبدالصمد د ويالو او باغونو شاوخوا څنډو كې د مړو پرتو جسدونو ته په ګوتې نيولو وويل: ((موږ يوازې د منارې په كلې كې له سلو څخه زيات طالبان وژلي دي.))



د جنرال نايبي د وينا له مخې په حقيقت كې د طالبانو د (حكومت) لوړپوړي غړي په عملياتو كې وژل شوي دي.



هغه د جون د مياشتې په ۲۳ د كندهار په هوايي ډګر كې رسنيو ته وويل: ((دا د مخالفينو پر مخ يوه درنده څپېړه وه. ډېر مهم قوماندانان ووژل شول. په وژل شوو طالبانو كې د كندهار لپاره د طالبانو والي ملا عبدالشكور، د امنيې قوماندان ملا كامران، د استخباراتو مشر ملا باز محمد، د بانك مشر ملا سيد ولي، د هوايي ځواك قوماندان ملا قادر او د سپين بولدك قوماندان ملا محب شامل دي.))



نبي زياته كړه، د ملا عبدالشكور زوى د خپل پلا رمړى له ۱۴نورو هغو سره د جون په ۲۲ د خاكرېز په ولسوالى كې خاورو ته وسپاره.



د كندهار والي ملا اسدالله خبريالانو ته وويل، حكومتي ځواكونو په نوموړې ولسوالۍ كې ستر برياليتوب تر لاسه كړ.



هغه وويل: ((په هر كلي كې له سلو ډېر طالبان وژل شوي. موږ ۲۰ كلي بېرته ونيول. په دې توګه په ټولو كلو كې په سلګونه جنګيالي وژل شوي دي.))

د كندهار والي وويل د طالبانومړي به د سولې او ثبات د مشر د كميسون مشر حاجي آغا لالي ته وسپارل شي، چې خپلو خپلوانو ته يي د ښخولو لپاره وركړي.



والي وويل: ((د هغوى مړي به له اسلامي او بشري اصولو سره سم خاورو ته وسپارل شي.))



حاجي آغا لالي آى ډبليو پي آر ته وويل، د خاكرېز، شاه وليكوټ، ميوند، پنجوايي او ژيړي د ولسواليو د خلكو له خوا ورته لا دمخه تيلفونونه رارسېدلي او غوښتنه يي ترې كړې، چې د طالبانو په ليكو كې د وژل شوو ولسي خلكو مړي ورته د ښخولو لپاره وسپاري.



هغه وويل: ((هغوى ونه ويل، چې وژل شوي خلك د هغوى د كورنيو غړي و. هغوى همدومره وويل، چې هغوى د دوى د كلو اوسيدونكي و.))



كه چېرته د سيمې د خلكو ادعاوې سمې وي، نو په ارغنداب كې د وسله والو جنګياليو ټول يا زياتره وژل شوي خلك ښايي پاكستانيان ونه اوسي.



د جنرال نبي د وروستيو خبرو پر بنسټ د ارغنداب له جګړې څخه تښتېدلو ياغيانو هم د ځايي خلكو په څېر جامې او څېرې لرلې او دا ددې ښكارونديي كوي، چې هغوى زياتره افغانان و.



هغه وويل: ((هغوى خاكرېز، شاه وليكوټ، پنجوايي، سپين بولدك، ارغستان او معروف ولسواليو ته لاړل.)) دا ټولې ولسوالۍ په كندهار ولايت كې پرتې دي.



هغه وويل: ((د تښتېدلو خلكو د څېرو معلومول ډېر ګران كار دى، ځكه هغوى د ځايي خلكو په څېر كړه وړه لري.))



د طالبانو وياند د زيان په اړه د حكومت شمېرې (په بشپړه توګه ناسمې) وبللې او آى ډبليو پي آر ته يي وويل: ((زموږ له لسو څخه تر پنځلسو پورې انډېوالان شهيدان شوي دي.))



د نبي د وينا له مخې د نښتې په بهير كې د ملي اردو درې تنه سرتېرې ژوبل شوي او څوك وژل شوى نه دى. هغه همدارنګه وويل، ولسي خلكو ته زيان نه دى رسېدلى او نه د هغوى كورونه يا باغونه وران شوي دي.



هغه وويل، چې په ارغنداب كې لا تر اوسه سرتېري شته.



نوموړي زياته كړه: ((په ارغنداب كې لا تر اوسه د ملي اردو سرتېري پراته دي. هغوى به تر هغه پراته وي، چې اړتيا ورته وي.)) ۱۶۵۰
Frontline Updates
Support local journalists