د انساني لرغونو پاتې شونو نيول

افغاني نويو روزل شويو پوليسو د هيواد د تاريخي پانګې د ساتلو په موخه دوه جسدونه وموندل، چې ګومان کېده بهر ته د وړلو لپاره چمتو شوي و.

د انساني لرغونو پاتې شونو نيول

افغاني نويو روزل شويو پوليسو د هيواد د تاريخي پانګې د ساتلو په موخه دوه جسدونه وموندل، چې ګومان کېده بهر ته د وړلو لپاره چمتو شوي و.

افغاني چارواکي د دوو لاسته راغلو، په پرتله ييزه توګه ښه ساتل شويو، دوو جسدونو د موندلو په هکله څېړنې کوي، چې تېره مياشت تر ګومان لاندې د لرغونو توکو د قاچاق وړونکو له يوې ډلې څخه د بدخشان په ولايت کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د پوليسو لاس ته راغلي و.


د افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ادارې مرستيال، سيدانور مجمير احمدي وويل، هغه ته داسې رپوټونه رسېدلي دي، چې ورته لرغوني موميايي شوي جسدونه د هېواد په شمالي برخو کې راايستل شوي او په غير قانوني توګه بهر ته لېږدول کيږي. هغه وويل، هغه زيان چې دغو جسدونو ته رسېدلی دی، ددې څرګندونه کوي، چې دا جسدونه د مسلکي اشخاصو له خوا نه دي راايستل شوي.


د ملي موزيم او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت استازي اوس د هغه څېړنې د پايلو راوړلو ته انتظار باسي، چې د ايټاليې هېواد ته ددې پاتې شونو د پېر د سمې نېټې او پېژندنې د څرګندولو لپاره استول شوي او داسې انګېرل کيږي، چې دا داوړه له منځيو پېړيو سره تړاو لري. دا لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې هغه په کومې پېړۍ يا تمدن پورې اړه لري.


د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د لرغونو توکو د رئيس مرستيال او د پلټنې مشر، مير عبدالروف ذاکر وايي، هر جسد د يو عشاريه شپږ اويا (1،76) مترو په شاوخوا کې اوږدوالی لري او ږېرې ورپورې دي او د وېښتانو زياته برخه يې لوېدلې ده. د هغوی لاسونه، پښې او نوکان تر زياتې اندازې سلامت دي. پوستکی او غوښه يې وچه شوې، خو لا تر سترګو کيږي. چارواکو هغه ټوټه (کفن) هم تر لاسه کړی، چې دا مړي په کې نغښتل شوي دي.


د افغانستان د ملي موزيم مرستيال، يحي محب زاده، چې دا مړي يې له نژدې ليدلي دي، وويل، دا مړي په طبيعي توګه په داسې يو ځای کې ساتل شوي، چې د تودوښې، يخنۍ او رڼا سمه اندازه يې درلوده، نه داچې په مذهبي دود موميايي شوي وي. هغه وايي: ((دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې دا راز جسدونه موندل کيږي، چې غوښه او پوستکی يې وچ شوی وي.))


اوسمهال دا جسدونه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو په ډيپو کې ساتل شوي او د جسد د غوښې، هډوکو او د کفن د ټوټې نمونې يې د تجربې او ازمېښت لپاره د ايټاليې هېواد ته استول شوي دي.


محب زاده وويل، تر هغه چې پايله (نتيجه) راونه رسيږي، هغه په دې هکله څه نه شي ويلای. نوموړي وويل: ((دا جسدونه بايد په پوره سمبال لابراتوار کې وازمايل شي. له دې امله مو نمونه د ايټاليې هېواد ته استولې ده. او تر هغه چې د څېړنې رسمي نتيجه نه وي رارسيدلې، موږ نه شو ويلای، چې دا جسدونه له کوم پېر (عصر) سره تړاو لري.))


محب زاده وويل، د طالبانو تر ماتې وروسته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او نورو پوليسو له 1500 څخه زيات تاريخي توکي تر ګومان لاندې قاچاق وړونکو څخه نيولي او ملي موزيم ته يې سپارلي دي. د جنورۍ په مياشت کې د کابل له لوېديځ څخه دوه لرغوني بودا تر لاسه او ملي موزيم ته وسپارل شول.


احمدي وويل، دا دوه جسدونه هغه مهال وموندل شول، چې هغه اود هغه ډلې د يو کال په موده کې له پټو (مخفي) چارواکو سره د قاچاق وړونکو شبکې ته لاره وموندله. هغه وويل، پوليسو ونه شوای کړای په دې هکله څو ک ونيسي. هغه ومنله چې د تاريخي توکو د قاچاق وړونکو نيول او بندي کول ګرانه خبره ده.


هغه وويل، له ترههګرۍ سره د مبارزې رياست لا تر اوسه په داسې يو حالت کې نه دی، چې د هېواد په زياترو لېرې پرتو سيمو، په تېره بيا د شمالي ولايتونو کې ((خپل ځواک وازمايي)) او د قانون د پلي کولو ځايي چارواکي زياتره د هغه له واحدونو سره په ګډې مرستې کې پاتې راغلي دي.


احمدي وويل، د هغه ډله په بدخشان، تخار، بلخ، کندوز او جوزجان کې د قاچاق وړونکو له خوا د ورته جسدونو د رايستلو د پېښو په اړه خپلو څېړنوته دوام ورکوي. هغه زياته کړه، تاريخي توکي زياتره د پاکستان له لارې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کيږي.


احمد وويل، هغه هيله من د ی، هغه مهال چې قانون په ټولو ځايو کې حاکم شي، د هغه واحد به په ښه توګه وکړای شي، ترڅو دافغانستان تاريخي پانګه وساتي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists