د عامې روغتيا خپرېدو ته لا ډېره لار پاتې ده
په داسې حال کې چې اساسي قانون د وړيا درملنې ضمانت کوي، خو زياتره افغانان د فيس په وړاندې درمنه غوره ګڼي.
د عامې روغتيا خپرېدو ته لا ډېره لار پاتې ده
په داسې حال کې چې اساسي قانون د وړيا درملنې ضمانت کوي، خو زياتره افغانان د فيس په وړاندې درمنه غوره ګڼي.
نوموړي په چټ باندې د اوبو رټو ته ګوته ونيوله او ويې ويل: ((دې ته وګوره! کله چې باران وي، دا راڅاڅي. موږ ټوله شپه د لمدېدو له ډاره خپلې بسترې په کوټې کې له يو ځای څخه بل ته وړو.))
هغه د خپلې بسترې تر څنګ د لرګيو له بخارۍ هم سروټکولو. د هغې دود او لوګي ټوله کوټه په سر اخيستې وه، چې په سالنډۍ باندې اخته ناروغ ته زيان رسوي.
نوموړي په زګېروو وويل: ((زه اوس لا پسې بدتر شوی يم.))
د جمهوريت د روغتون يو ډاکټر، محمد قاسم صاحبي دا ومنله، چې وضعه ډېره ناوړه ده.
نوموړي وويل: ((زه د ناروغ د کتنې (معاينې) لپاره له ستاتيسکوپ پرته بل شی نه لرم.)) دا هم اته ډاکټران په ګډه کاروي او زياتره يې لاسته راوړل ستونزمن وي.
پنځه څلوېښت کلنه نوريه د زړه د ناروغۍ له امله د (بلاسم روغتيا څارنې) په روغتون کې تر درملنې لاندې ده، چې د ښار په څلورمی ناحيې کې يو شخصي روغتون دی.
نوريي، چې په پاکه بستره په يوې سپنې پاکې کوټې کې بستره وه، آی ډبليو پي آر ته وويل: ((لومړی په يو دولتي روغتون کې د شلو ورځو لپاره بستر وم. په پای کې له هغې راووتم اودلته راغلم، ځکه هلته مناسب وسايل نه و او ډاکټرانو زما سمه څارنه نه کوله.))
اوس نوريه وايي، چې روغيتا يې ډېره ښه شوې ده. هغه دلته د ډاکټرانو له درملنې او څارنې خوشحاله ده. په دې روغتون کې د څارونکو په توګه د دريو بهرنيانو په ګډون شل تنه ډاکټران کار کوي. درې تنه ډاکټرانې يې ښځينه دي.
نوريه وايي: ((پروا نه کوي، که دوی دلته فيس اخلي. هغوی ښه درملنه کوي.))
د وړيا روغتيايي درملنې حق په اساسي قانون کې کښل شوی دی. له هغې سره بيا هم که د افغانانو وسه ورسيږي، نو غوره ګڼي د روغتيا شخصي درملځايونو ته لاړ شي، نه دولتي روغتونونو ته، چې نه وسايل لري، نه کارکوونکي لري او نه د اړتيا وړ بوديجه.
په هرډول زيات شمېر خلک ددې وسه نه لري، چې دې شخصي روغتونونو ته لاړ شي، ځکه د لوديځ په کچه د منځنۍ اندازې درملنه د هغوی له وسې بهر ده.
څلوېښت کلنه زهرا د کابل د خيرخانې مينې يو شخصي کلينيک ته د عملياتو لپاره راغلې وه. هغه وايي: ((زما په بدن کې يوه غوټه وه. ډاکټرانو هغه وايستله او دوه سوه ډالر يې راڅخه واخيستل.)) نوموړې زياته کړه: ((دوه شپې مې په روغتون کې تېرې کړې. په هره شپه يې راڅخه 24 ډالره واخيستل او نور 24 ډالر يې زما له پايواز څخه واخيستل، چې له ماسره د مرستې لپاره هلته و. دا موږ ته ډېرې پيسې دي.))
د روغتون رئيس، دکتور عزيز الله امين دا فيس مناسب ګڼي او وايي: ((موږ خپل ټول طبي سامان آلات په بيه اخيستي. موږ خپلو کارکوونکو ته معاش او د ودانۍ کرايه ورکوو. له دې امله بايد موږ له خلکو څخه پيسې واخلو.))
د دکتور امين په روغتون کې ټول 40 تنه طبي کارکوونکي په کار بوخت دي. ډاکټرانو ته د مياشتې له 200 څخه تر اوو سوو ډالرو پورې معاش ورکول کيږي.
نوموړي وويل، روغتون د کوټې په سر د شپې لس ډالره اخلي، زهرا هسې د 24 ډالرو خبره کړې ده.
د روغتيا د وزارت سلاکار، عبدالله فهيم دا مني، چې حکومتي روغتونونه له ډېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغه وويل، له دې سره سره هغوې وړيا درملنه کوي، خو خلک د هغوی خدمتونو ته پام نه کوي.
هغه وويل: ((خلک سوچ کوي، چې حکومتي ډاکټران په څه شي نه پوهيږي، له دې امله هغوی ته فيس نه ورکوي. د خدمت په وړاندې د پسو ورکړه، که لږه هم وي، ښه ده. موږ کولای شو، په دې پيسو د کارکوونکو معاشونه ورکړو او وسايل وپيرو.))
فهيم وايي، د روغتيا څارنې حق وړيا ګرځول ناسمه ده. هغه وويل: ((ما له پارلمان څخه غوښتنه کړې، چې په دې هکه له سره غوړ وکړي.))
د شمالي ولايتونو يو حکومتي روغتون لا له وړاندې د فيس د اخيستلو تجربوي کار پيل کړی دی. فيس ډېر ټيټ دی. د شپې په سر يوازې شل افغانۍ اخيستل کيږي. لاسته راغلی پيسې د خدمتونو او روغتيا څارنې په ښه کولو لګيږي. د بلخ ولايت د ورغتيا رئيس، دکتور ميرويس راوي وايي، دا يوه بريالۍ تجربه ده. هغه وويل: ((د روغتيا وزارت پوره خوښ دی.))
فهيم وويل، د روغتيا وزارت 25 مليونه ډالره کلنۍ بودجه لري. پر دې برسېره نړيوالو بسپنه ورکوونکو په تېرو څلورو کلونو کې څه ناڅه 33 مليونه ډالر مرسته کړې. خو هغه وايي، چې دا نه بس کيږي. نوموړي زياتوي: ((موږ بايد ټول هغه روغتونونه له سره ودان کړو، چې د جګړو په کلونو کې زيانمن شوي دي. لاسته راغلو پيسو زموږ ټولې اړتياوې پوره نه کړای شوې.))
په هېواد کې ټول 4854 دولتي روغتونونه او روغتيايي کلينيکونه شته او د شخصي هغو شمېر 65 ته رسيږي.
فهيمم د شخصي روغتونونو له شتون سره موافق دی، خو وايي، چې هغوی بايد د روغتيا وزرات له لارښوونو سره سم خپل فعاليتونه په مخ يوسي.
نوموړی وايي: ((موږ ته داسې شکايتونه رارسېدلي، چې په شخصي روغتونونو کې له خلکو څخه زياتې پيسې اخيستل کيږي. موږ به په دې هکله چټک ګام پورته کړو. موږ له وړاندې په يو شمېر شخصي کلينيکونو باندې بنديزونه لګولي دي.))
دولتي روغتونونه د معاشونو په ورکړې کې له شخصي هغو سره سيالي نه شي کولای او دا کار ستونزې راولاړوي. فهيم وايي: ((حکومتي معاشونه د مياشتې له 40 څخه تر سلو ډالرو پورې رسيږي.)) هغه زياته کړه، چې حکومت هڅه کوي، ترڅو د روغتيا د وزارت د کارکوونکو معاشونه د ادارې د بڼې له سمون څخه وروسته لوړ کړي.
دا څرګنده خبره ده،چې دولتي روغتونونه له شخصي روغتونونو سره سيالي نه شي کولای.
د ميوند په پخواني او زوړ روغتون کې د ماشوم د تغذي څانګه د يوې نړيوالې مرستندويه موسسې له خوا چليږي او د پاکوالي او وړتيا يوه بېلګه ده. خو دا برخه د روغتون له پاتې نورو برخو سره د ځمکې او اسمان توپير لري.
اته ويشت کلنه زيبا د خپل پنځه کلن ماشوم، حميد، ترڅنګ د ماشومانو په عمومي څانګې کې ناسته ده.
هغه په غوسې د خپل زوی توشک، روجايي او بالښت ته ګوته نيسي او وايي: ((دا وګوره! هغه خيرن دي او بد بوی کوي. آن يو روغ سړی دلته ناروغ کيږي. دا يو روغتون دی او که لېونتون؟))
د حميد مور وايي، حميد د دريو ورځو راهيسې په روغتون کې بستر شوی دی. هغه ټټر دی، خو هيچا تر اوسه هغه نه دی کتلی (معاينه کړی).
نوموړې په ژړا وويل: ((کله چې ډاکټرانو ته وايم، هغوی مې له ځانه شړي او راته وايي، چې ځه، راځو. خو وروسته بيا نه راځي. کاشکې ما پيسې درلودای، چې زوی مې يوخصوصي روغتون ته وړی وای.))
د ميوند د روغتون رئيس، محمود ګل کوهدامني دا نه مني، چې د هغه کارکوونکي په ښه ډول کار نه کوي. هغه د فهيم وينا ته ورته له ستونزو خبرې کولې. هغه ويل: ((څنګه چې درمل وړيا دي، نو خلک فکر کوي، چې ګوندې د درملنې کچه ټيټه ده. که چېرته درملنه وړيا نه وای او ډاکټرانو ښه معاشونه درلودای، نو دا ټولې ستونزې به حل شوې وای.))
د وزير اکبرخان په حکومتي روغتون کې د ارتوپيدي يو ډاکټر، محمد يما نورزاد وويل، د معاشونو د ټيټوالي له امله ډاکټران مينه نه ښي او پاملرنه نه کوي.
هغه وويل: ((ډاکټران په شخصي روغتونونو کې کار غوره بولي، چې زياتې پيسې ورته ورکول کيږي. که وضعه بدله نه شي، نو په راتلونکې کې به په حکومتي روغتونونو کي يو ډاکټر هم په سترګو ونه ګورې.))