د افغاني ښوونځيو د ودانيو او (درسي) کتابونو کمبوت

په داسې حال کې چې چارواکي په ښوونه او روزنه کې د پرمختګ ستاينه کوي، خو يوازې د هېواد نيمايي ښوونځي ودانۍ او د اړتيا وړ درسي توکي لري.

د افغاني ښوونځيو د ودانيو او (درسي) کتابونو کمبوت

په داسې حال کې چې چارواکي په ښوونه او روزنه کې د پرمختګ ستاينه کوي، خو يوازې د هېواد نيمايي ښوونځي ودانۍ او د اړتيا وړ درسي توکي لري.

Unlike many, the Ghazikhankel school in Tagab, Kapisa province, has its own building, even if there is no glass in the window yet. (Photo: Isafmedia/US Navy Petty Officer 1st Class Mark O’Donald)
Unlike many, the Ghazikhankel school in Tagab, Kapisa province, has its own building, even if there is no glass in the window yet. (Photo: Isafmedia/US Navy Petty Officer 1st Class Mark O’Donald)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

خالد يو لوري ته ګوته ونيوه او ويې ويل: «زه هلته ښوونځي ته ځم.»  خو هلته څه نه تر سترګو کېدل. نه ودانۍ ښکارېده او نه آن کومې پاته شونې. 

هغه وپوښتل: «هاغه ونې ګورې؟ زموږ ښوونځی تر هغو ونو لاندې دی. د هغوې تر لاندې کښينو. زه دا بوجۍ تر ځان لاندې اچوم.»    

دا موقتي ښوونځی چې د څلورم ټولګي زده کوونکی، خالد ورته ځي، د افغانستان د پلازمېنې، کابل شمال ختيځ ته په کاپيسا ولايت کې يو بېلګه ييز ښوونځی دی. ځينې افغاني ښوونځي په خيمو کې تدريس کوي، يو شمېر يې لږ تر لږه ديوالونه لري، چې يوه لوېشت سيوری پکې پيداکيږي.  

د کاپيسا ولايت د پوهنې د رياست مرستيال، عبدالرسول ساپي آی ډبليو پي آر ته وويل، د ۲۱۲  ښوونځيو له جملې څخه  ۷۸  ښوونځي هيڅ راز ودانۍ نه لري.

هغه وويل: «اوس د اوړي موسم دی. هوا توده ده. د پوهنې وزارت بايد دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.  بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي او تر يوې اندازې يې ولګوي.»

  د اله سای د ولسوالۍ د «کچه» په ښوونځي کې د زده کړې په اړه د خالد وينا داسې يو حالت غبرګوي، چې  د کاپيسا ولايت او د هېواد په نورو برخو کې يوه عادی خبره ده.

هغه وويل: «موږ نه څوکۍ لرو او نه درسي کتابونه. زموږ ښوونکي له تدريس څخه ستړی شوي دي. هغوی ډېر لږ راځي. هغوی له خپلو معاشونو څخه شکايت کوي. ښه به دا وي چې هيڅ ښوونځي ته لاړ نشو.» 

د ښوونې او روزنې سيستم  د طالبانو د رانسکورېدو راوروسته  ادارې او د هغوی د نړيوالو شريکبانډو  يوه ستره بريا  ګڼل کيږي. خو د خالد په څېر کيسې ددې څرګندونه کوي چې د درېو لسيزو جګړو څخه د راولاړو  شوو ټپونو د رغولو لپاره څومره کار او زيار ته اړتيا شته.

هغه مهال چې شوروي پلوه رژيم په  ۱۹۸۰کلونو کې په واک کې و، د مجاهدينو ډلو به زياتره ښوونځي په نښه کول، چې د هغوی په اند د کمونيستي ايديالوژۍ ځاله بلل کېده. په  ۱۹۹۲  کال کې د کابل نيول د کورنۍ ترخې جګړې لامل شول چې ښوونځي پکې لوټ او له هغو څخه نظامى پوستې جوړې شوې .  وروسته د طالبانو وار راغی. هغوی اجازه ورکړه چې يوازې د هلکانو ښوونځي پرانيستل شي او د اسلامي زده کړو پر بنسټ يې يو ښوونيز نصاب رامنځته کړ.   

له ۲۰۰۱کال څخه راپدې خوا نړيوالو مرستندويانو د بيارغاونې په پروګرامونو کې زياتې پيسې لګولې دي. له دې امله د پوهنې ورات وايي د افغانستان د ۱۴۱۰۰ښوونځيو نيمايي هغه يې  ودانۍ، کتابتونونه، لابراتوارونه، درسي توکي او د اړتيا وړ تجهيزات لري.

افغانانو ژر له هغه وروسته چې فرصت ورته برابر شو، په ډېره مينه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستول. د هلکانو شمېر د نجونو په پرتله زيات دی. د هرو شپږو هلکانو په وړاندې څلور نجونې ښوونځيو ته ځي. خو زيات شمېر د درسي کتابونو او مسلکي او فعالو ښوونکو له کمبوت او د سمو ټولګيو له نشتوالي څخه شکايت کوي.

د پوهنې وزارت وياند، عبدالصبور غفراني وايي په داسې حال کې چې د پوهنې په ډګر کې ډېر پرمختګ شوی دی، خو حکومت هرڅه په يو وخت کې سرته نشي رسولای.     

هغه وويل ۷۰۰۰ښوونځی لا تر اوسه ودانۍ نه لري. «د پوهنې وزات له خپلې پراختيايي بودجې څخه هر کال د  زرو ښوونځيو ودانۍ جوړوي. خپل کار ته به د ستونزو تر هوارۍ دوام ورکړي.»

  په لسګونه ميليونه امريکايي ډالر د ښوونځيو د نوو درسي کتابونو په چاب ولګېدې، خو د کاپيسا ولايت ته هغومره نه دي رسيدلي، چې لا پلازمېنې ته نژدې هم پروت دی.

د پوهنې رياست چارواکی، ساپی وايي، ددې ولايت « په يو شمېر ښوونځيو کې د درسي کتابونو کمبوت لويه ستونزه ده.» هغه زياته کړه، په کابل کې يې د پوهنې وزارت له دې ستونزې اونورو موضوعګانوخبر کړی دی، خو تر اوسه کوم کار سرته نه دی رسيدلی.  

د کاپيسا د تګاب د ولسوالۍ د عبدالغياث شهيد د ښوونځي ښوونکي، عطاءالله  وويل:  «زه د بيولوژي ښوونکی يم. نه يم توانيدلی په کتابتون کې داسې کوم درسي کتاب وموم چې د اتمو او نهمو ټولګيو په تدريس کې ترې ګټه واخلم. نو زده کوونکی به څنګه وکړای شي چې درسي کتابونه ومومي؟»  

د غازي عثمان په نامه د يو بل ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکي. اتل وويل، د هغه يو شمېر ټولګيوالو له کابل يا جلال آباد څخه کتابونه غوښتي دي. د هغه په څېر د نورو، چې اخيستلو ته يې وس نه رسيږي، له يو بل څخه کتابونه امانت اخلي.   

هغه وپوښتل: «موږ نه درسي کتابونه لرو، نه مسلکي ښوونکي. څنګه به پوهنتون ته لاره پيدا کړو؟»  

په کابل کې غفراني آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ به ژر د کاپيسا ولايت د پوهنې له رياست سره اړيکې ونيسو او ژر به ورته د اړتيا وړ درسي کتابونه وليږو، ځکه دا کار  د  زده کړېپه بهير کې تشه رامنځته کوي. موږ دلته پوره کتابونه لرو.»

عطاء الله وويل، د هغه په څېر ښوونکي دومره عايد نه لري، چې اړتيا يې پرې پوره شي.

هغه وويل: «د شل کلنې کاري تجربې لرونکي ښوونکي ته د مياشتې ۱۶۰ډالره معاش ورکول کيږي. له دې امله يې ترڅنګ بايد بزګري يا بل کوم کار وکړي. په تېرو څو مياشتوکې زما معاش له  سلو ډالرو څخه يو سلو او شپېتو ډالرو ته لوړ شو. خو په دې پيسو څوک څه شی نشي کولای.»   

د پوهنې وزارت وايي هلې ځلې کوی چې ښه  مسلکي ښوونکي وروزي  او مناسب معاش ورکړي.

موجود ښوونکې تېر کال درې ځلې وارزول شول او د ځينو معاشونه د مياشتې تر ۴۸۰ډالرو پورې لوړ شول. 

د پوهنې وزارت وايي د نوو ښوونکو ګومارل يې بند کړی دي. هر کال د ښوونکو د روزنې له  ۴۲موسسو څخه د زرو په شاوخوا کې (مسلکي) ښوونکي فارغيږي، چې نهه کال وړاندې يوازې څلور موسسې وې.

په کابل کې د چارواکو له خولې د ښوونکو او درسي کتابونو په اړه له ژمنو ناخبر خالد لويه اندېښنه جګړه ده، چې د ونو تر سيوې لاندې د ناستې د ځای د موندلو لپاره کيږي.

هغه وويل: «لمر ته ناسته راته سرخوږ پيدا کوي. پر مخ او سر مې ډېر بد لګيږي. د ښوونکي په لوست نه پوهيږم.»   

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists