د افغاني ښځينه لوبغاړو (ممثيلينو) لپاره پوره رڼا نه شته

افغانستان د هغو خلکو لپاره لا تراوسه د نارينه ګانو ځای دی، چې غواړي د ستېژ په سر څرګند شي او يا په فلم کې کار وکړي.

د افغاني ښځينه لوبغاړو (ممثيلينو) لپاره پوره رڼا نه شته

افغانستان د هغو خلکو لپاره لا تراوسه د نارينه ګانو ځای دی، چې غواړي د ستېژ په سر څرګند شي او يا په فلم کې کار وکړي.

. نوموړې، چې د کابل د رابعه بلخي د نجونو دليسې د اتم ټولګي زده کوونکې ده، وايي: ((زه غواړم، يوه ورځ د فلم اتله واوسم.))



سره له دې چې په دې ورځو کې يو شمېردندې چمتو شوي، خو صدف ته ستونزمنه ده، چې د خپلې خوښې دنده په کې وټاکي.



د تمثيل دنده د افغانستان په زړې پالې ټولنې کې، په تېره بيا د ښځو لپاره، يوه شرمناکه دنده ده. د ښځينه تمثيل لپاره بايد له هغو ملګرو سره اړيکي ټينګې شي او تمرين وشي، چې په دې کار کې بوخت دي.



يوه افغانه وتلې ممثله، څلوېشت کلنه پروين مشتعل وايي، هغې ددې لپاره دا دنده غوره کړه، چې غوښتل يې ((د افغاني مېرمنو خوږ او کړاو د غبرګولو او څرګندولو لپاره يو چانس ترګوتو کړي.))



د هغې د کورنۍ يو شمېر غړي لا تر اوسه د هغې له دې پرېکړې سره موافق نه دي.



مشتعل هغه وختونه په يادوي، چې له خپلې يوې واده شوې خور سره اوسېده او د تمثيل ډګر ته ورننوتې وه. هغه وايي: ((زما اوښي (د خور مېړه) آن له ما سره خبره نه کولې.)) هغه وايي، د خور مېړه يې ورته ويلي و، تر هغه چې بورقه وانه اغوندي، ترڅو ګاونډيان يې ونه پېژني، کور ته رانه شي.



هغه وايي: ((نوموړي به د ښځينه ممثيلينو په اړه ناوړه الفاظ کارول.))



يوه شپه چې هغه په ستېژ باندې د تمثيل کولو په خاطر د شپې تر نهو بجو پورې کورته رانغله، د هغې اوښې د هغې په مخ د کور دروازه تړلې وه.



مشتعل وايي: ((له هغه ورځې وروسته زه د هغه له کوره ووتم. اوس هيڅ نه شم کولای خور مې وګورم.))



يو شمېر خلک دداسې چلن پړه په طالبانو اچوي، چې نه يوازې يې په ښځو باندې سخت بنديزونه لګولي و، بلکې د دساعت تېرولو زياتې بڼې يې هم ناقانونه ګرځولې وې.



د افغان فلم رئيس او يو وتلی ډايريکټر، عبدالطيف احمدي وايي: ((د طالبانو منفي اغېز لا تر اوسه د خلکو په ذهنونو کې شته. موږ دا ستونزه په اويايمو کلونو هېڅ نه درلوده.))



يو شمېر ديني عالمان لا تر اوسه د ښځينه ممثلينو له نظريې سره مخالفت ښيي.



د سترې محکمې يو غړی، مولوي عبدالقدير وايي، اسلامي مفکوره ښځې له تمثيل منعه کوي.



نوموړی وايي: ((اسلام حکم کوي، چې ښځې ځانونه په حجاب کې تاو کړي. له دې امله ددې پوښتنه نه پيدا کيږي، چې ښځې دې په فلمونو څرګندې شي او يا له حجاب پرته راښکاره شي.))



د حج د وزارت کارکوونکی، مولوي ضياوالدين له دې هم وړاندې ځي او وايي: ((سندره او سندرې ويل فساد دی. پيغمبر (ص) ويلي و، چې د موسيقي اورېدل ناروا دي. له دې امله ښځي اجازه نه لري د ستيژ په سر يا په پردې ښکاره شي.))



د دا راز چال چلن څخه څرګنديږي، چې ولې پروډيوسران او ډايرکټران کله ناکله د ستيژ د کار په اړه په نهيلۍ ګامونه اخلي.



د افغان ملي تلوړيزيون يو ممثل، زلمی نوري وايي، له هغه غوښتل شوي و، ترڅو خپل ځان د يوې ښځې په جامو کې جوړ کړي، چې د د ښځې د رول د تمثيل لپاره کومه ښځينه اکتوره نه پيدا کېده.



هغه وويل: ((د (تقرري) په نوم په يوې تلويزيوني ډرامې کې يوه برخه ښځې ته ځانګړې شوې وه. موږ ښځينه اکتوره ونه موندله. له دې امله ما د ښځينه جامو په اغوستلو د هغې ښځې ونډه سرته ورسوله. په بله ورځ له دې امله زيات بې سيکه شوم.))



لږترلږه يو ډايرکټر د تمثيل په برخه کې د ښځوبرخې اخيستلو په اړه د زړو پالو اندېښنو ته غوږ نيسي.



د اسامه په نوم نړيوال پېژندل شوي فلم ډايرکټر، محمد صديق برمک وايي: ((زه دا منم، چې سينما تل ښه وقار او چاپېريال نه لري. زه بايد دا په ډاګه ووايم، د سينما په کاروبار کې زيات شمېر نارينه ګان له ښځينه ممثلينو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. ښځې يوازې د نارينه د خوند اخيستلو يوه وسيله وې.))



د لطيف غونی ددې خبرو په اورېدو زيږ شو. هغه وايي: ((زه په بشپړ ډول دا خبره ردوم، چې افغاني سينما دې په دې توګه کار وکړي. د افغانستان سينما تل يوه ځانګړې سپېڅلتيا لرله.))



د سبا فلم ستډيو مشره، سبا سحر، چې يوازې لوبغاړې نه ده، بلکې د پوليسو افسره هم ده، د لطيف له خبرو سره همغږې ده. هغه وايي: ((زه له څه دپاسه شلو کلونو څخه را په دې خوا په تياتر او سينما کې کار کوم. ما په دې موده کې هېڅ بد شی نه دی ليدلی. سينما او تياير سپيڅلي (ځايونه) دي. زه هغه ځمکه مچې کوم، چې تياتر پرې ولاړ دی. څنګه کېدای شي، چې دا چاپېريال لړلی او ککړ واوسي.))



سحر وايي، هغه څه چې دا صنعت ورته اړتيا لري، د فلم د جوړولو د اتحاديې له خوا د يو پراخ معلوماتي کمپاين پلي کول دی. نوموړې زياتوي: ((دا به يوازنۍ لاره وي، چې کورنۍ وکړای شي، خپلو لوڼو ته په سينما کې د کار اجازه ورکړي.))



هغه شمېر مېرمنو، چې په ستېژ باندې د تمثيل په اړه يې د شرم او سانسور له پولې څخه د اوښتو زړورتيا درلودلې، له خپل کار څخه پښېمانه نه دي.



برښنا بهار، چې له واک څخه د طالبانو له لېرې کېدو وروسته يې د تمثيل هنر ته مخه کړي، وايي: ((ټولنه په هماغه اندازه ښځينه ممثيلينو ته اړتيا لري، چې ښځينه ډاکترانو، انجينيرانو او ښوونکو ته يې لري.))



بهار په تلويزيون او لويو پردو باندې په راڅرګنديدو ډېره مشهوره شوې ده.



هغه وايي: ((زه چې هرکله بازار ته ځم، نو بورقه په سروم. که نه نو خلک راباندې راتاويږي او سرخوږی راته پيدا کوي.)) نوموړې زياتوي: ((زه هيڅکله عمومي حمامونو ته نه شم تللای.))



بهار وايي، ماشومان په لارو او کوڅو کې په هغې پسې درومي او په هغو بېلابېلو نومونو يې يادوي، چې هغې يې رول لوبولی.



هغه په موسکا وايي: ((زه په دې شيانو باندې غوږ نه ګروم. دا ماته د خلکو د درناوي يوه بېلګه ده.))



له دې سره سره لا ډېر وخت ته اړتيا ده، چې خلک د تمثيل ډګر ته د ښځو له ورننوتلو سره موافقت وکړي.



د استقلال د ليسې د لسم ټولګي زده کوونکی، 16 کلن عبدالتواب وايي، هغه به د خپل کور کوم يو غړي ته هيڅکه هم اجازه ورنه کړي، چې په سينما کې کار وکړي. هغه وايي: ((ښځې د کور لپاره پيدا شوي، نه د نندارې لپاره.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists