د افغانستان ټاکنيز ناتار

د رايو د درغلۍ د ناندريو په بهير کې شنونکي د خورا بد حالت د راتلو په اړه گوته څنډي

د افغانستان ټاکنيز ناتار

د رايو د درغلۍ د ناندريو په بهير کې شنونکي د خورا بد حالت د راتلو په اړه گوته څنډي

Thursday, 10 July, 2014

په افغانستان کې د حفيظ الله گردش ليکنه

په افغانستان کې ټاکنيز بحران په داسې حال کې ژور شو چې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله په روانه اوونۍ کې د لومړنيو پايلو له اعلان سره کلک مخالفت وښود.

د نړيوال بانک پخواني اقتصاد پوه او د ماليې وزير اشرف غني احمد زي سيال، د بهرنيو چارو پخواني وزير، عبدالله دعوه وکړه چې د جون د ١٤ نيټې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې. دويم پړاو ټاکنې له دې امله ترسره شوې چې د اپرېل په پنځمې نېټې ټاکنو کې هيڅ يو نوماند د اړتيا وړ رايې تر لاسه نه کړای شوې.

د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، احمديوسف نورستاني د جولای په اوومه په کابل کې په يوې خبرې غونډې کې وويل، اشرف غني ٤. ٥٦ سلنه او عبدالله ٦. ٤٤ سلنه رايې وړې دي.

په پام کې وه چې وروستۍ پايلې به د جولای په ٢٢ اعلان شي، نورستاني په ټينگه وويل، چې د گټونکې اعلان له وخت نه مخکې خبره ده.

سره له دې دا اعلان د عبدالله د بدلون  او همپالنې د ډلې د غړو له ترخه غبرگون سره مخ شو، د پلازمېنې، کابل لارو کوڅو ته راووتل، هوايي ډزې يې وکړې او شعارونه يې ورکول.

په بله ورځدلويي جرگې خيمې په تالارکې  د  عبداللهملاتړو د تلونکي ولسمشر، حامدکرزي عکس راکښته اوتر پښو لاندې يې کړ او پرځای يې د خپل (مشر) عکس پورته کړ، چې پر ليکل شوي و: "د افغانستان منتخب ولسمشر، عبدالله عبدالله."

عبدالله په يوه احساساتي وينا کې وويل، لومړنۍ پايلې ورته د منلو وړ نه دي او هيڅکله به "يو درغل حکومت ونه مني." 

نوموړي خپلو ملاتړو ته وويل: "موږ له شک پرته د دې ټاکنو گټونکي يو."خو له لږ ځنډ وروسته د موازي حکومکت له اعلان څخه تېر شو.

هغه وويل: "موږ کورنۍ جگړه نه غواړو، موږ بحران نه غواړو. موږ ثبات غواړو، ملي يووالی غواړو، نه تفرقه."

د هغه سيال، اشرف غني، چې په خوشاليو يې د لومړنيو پايلو هر کلی وکړ، خبريالانو ته وويل، د عبدالله تبصرو خواشينی کړی او غږ يې پرې وکړ چې قانون ته درناوی وکړي. 

نوموړي ټينگار وکړ چې هغه له بيا شمېرنې څخه نه ډاريږي او تېر ايستنې ته چمتو نه يو.

اشرف غني وويل: "موږ يو متحد، سوکاله او باثباته افغانستان غواړو. موږ له ډاکټر عبدالله څخه غواړو چې هېواد د يو بل ناورين لوري ته ونه لېږدوي."

کرزي چې د قانون له مخې نشي کولای درېم ځل ولسمشر شي، پايلې يې د ټاکنيز پړاو د بشپړتيا په لور د يو گام په توگه وستايلې. په ټولو لورو يې غږ وکړ چې له زغم، صبر او يووالي څخه کار واخلي، ټينگار يې وکړ چې ټاکنيزې ادارې خپل کارونه په بشپړ شفاف ډول سرته ورسوي.

ناندرۍ له هغه مهاله راروانې دي چې په لومړي پړاو کې عبدالله ٤٥ سلنه رايې او اشرف غني ٣٣ سلنه رايې وړې وې.

د دويم پړاو له رايو ورکولو وروسته عبدالله د درغليو خبره راپورته کړه، ويل يې د رايه ورکوونکو ادعا شوې لوړه شمېره د هغه د سيال نوماند د ملاتړو له خوا د رايو د بکسونو د ډکولو له لارې رامنځته شوې.

عبدالله څرگنده کړه چې له دې وروسته د ټاکنو په خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو په خپلواک کميسون باور نشي لرلای او د ټاکنو په لوړپوړي چارواکي، ضيا الحق امرخېل يې د هغه په وړاندې د رايو په درغلۍ تورن کړ، امرخېل له هغه وروسته له کاره ځان گوښه کړ. 

په ټپه درېدلي سياسي حالت نړيواله ټولنه پر غوږ ووهله، چې د نړيوالو پوځونو له وتلو وروسته د افغانستان د ټيکاو په اړه ډار لري.

د سپينې ماڼې په وينا، د متحده ايالتونو ولسشمر، بارک اوباما غير عادي گام پورته کړ او له اعلان وروسته يې له دواړو نوماندانو سره تليفوني خبرې وکړې او غوښتنه يې ځينې وکړه چې د ملي يووالي د تامين په موخه د حل يوې لارې ته ورسيږي.

د سپينې ماڼې بيانيه وړاندې وايي: "هغه اوبامادا يادونه هم وکړه چې تاوتريخوالی رامنځته کول يا له غير قانوني لارو کار اخيستل هيڅ توجيه کېدای نشي او دا کار به په افغانستان کې د متحده ايالتونو د مرستې د بندېدو لامل شي."

د برتانيې د بهرينو چارو وزير، ويليام هيگ هم په افغانستان کې د واک د "منظم، مشروع او قانوني"لېږد غږ وکړ.

له هند څخه د ليدنې پر مهال په خپلې وينا کې هغه گوته وڅنډله چې قومي تاوتريخوالی به هغه شخړو ته لار هواره کړي چې اوس ورسره عراق لاس او گرېوان دی.

هغه وويل: "عراق په وروستيو کلونو کې د يو پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کولو کې د پاتې راتگ له امله له کړاوونو سره مخ دی. هيله من يم افغانستان به له عراق څخه درس واخلي."

د افغانستان سياسي شنونکې، جاوېد کوهستاني وويل، د ټاکنو د خپلواک کميسون له خوا د لومړنيو پايلو اعلان له دې امله ناسم کار و چې د عبدالله د ډلې له خوا درغليو او نورو ادعاگانو ته په ورته وخت کې مناسب ځواب ورنه کړل شو.

هغه زياته کړه، لږ تر لږه دواړو لورو څرگند دريځونه نيولي، "اوس دولت، د مدني ټولنې موسسو او نړيوالې ټولنې ته لار هواره شوې چې بهير ته ورودانگي."

نوموړي زياته کړه، د پاتې راتگ په خطر بايد سترگې پټې نشي.

نوموړي گوته وڅنډله: "زه د بحران او کورنۍ جگړې پيل ليدلای شم. زه د هېواد د ټوټه کېدو منظر گورم."

هغه ټينگار وکړ چې که د ټاکني بهير د ناتار لوري ته لاړ شي، نو پړه به يې ټولو لورو، کرزی، د ټاکنو خپلواک کميسون، اشرف غني او عبدالله ته ورپه غاړه وي.

د مطيع الله اباسين په نامه يو بل سياسي شنونکي وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون د خپلې دندې پر بنسټ  لومړنۍ پايلې اعلان کړي. 

هغه وويل: "کميسون مسؤولانه عمل سرته رسولی، ځکه د لومړنيو پايلو له اعلان پرته د کار په دويم پړاو کې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون به ونشي کړای خپل کار پيل کړي او په دې توگه به په کار کې د ځنډ لامل شوی وای. خلک نور ځنډ نشي زغملای. خلک د ټاکنو د پايلو اورېدو ته سترگې په لار دي."

په حقيقت کې د بدلون او همپالنې ډلې له هغې وروسته د سياسي بهير پر گډوډولو پيل وکړ چې ټاکنې سرته ورسېدې او هغوی ته خپله ماته څرگنده شوه. په داسې حال کې چې د قانوني بهير له لارې نړيوالو اندېښنو راټيټولو ته پام واړوي، د عبدالله ډلې هر څه چې د لاسه يې کېدل وکړل، چې په راتلونکي حکومت کې ځانته د پښې کېښودلو ځای پيدا کړي. 

اباسين وويل: "زما په اند عبدالله پر هغه څه چې وايي، باور نه لري؛ ځکه پوهيږي چې ټاکنې يې بايللې دي."

د اباسين په وينا عبدالله په پام کې درلودل چې د دې اوونۍ په سر کې موازې حکومت اعلان کړی وای، خو فکر يې وکړ، ښايي منځلاري ملاتړي ترې لاس واخلي. 

نوموړي زياته کړه: "عبدالله ته اوس پته لگېدلې ده، له دې امله د وضعې د خرابېدو ډار نشته."

د رايې ورکوونکو له ويناوو داسې بريښـي چې د دواړو نوماندانو تر منځ پراخ واټن موجود دی.

د عبدالمتين په نامه د کابل ښار يو هټيوال د راتلونکي ولسمشر په اړه هيڅ شک نه درلود.

هغه وويل: "عبدالله د يوه نارينه په توگه ولاړ دی او له هيچا څخه نه ډاريږي. هغه زموږ لپاره يو گټونکی دی. هغه د افغانستان ولسمشر دی. دې چمتو ته يم چې خپله وينه د هغه لپاره تويه کړم."

په کابل کې د يو خصوصي پوهنتون محصل، محمد منير مخالف نظر درلود.

هغه وويل: "عبدالله بايد وپوهيږي چې د زور، تاوتريخوالي او د خلکو کړولو له لار واک ته نشي رسېدای؛ ځکه اوس هغه وخت تېر شوی."نوموړي زياته کړه، خلک د مشرتابه بدلون غواړي. "د دې هېواد اوسيدونکي د ١٣ کاله دمخه په پرتله، اوس ښه پوهه لري."

د پروان مېنې اوسيدونکې، نسرين وويل، که عبدالله واک ته ورسيږي، نو امنيت به بيخي له منځه لاړ شي.

هغې په خپگان وويل: "کله چې مو هوايي ډزې ترغوږه شوې، له دويم پوړ څخه راکښته شو او په داسې يو ځای کې ودرېدو چې له گوليو خوندي واوسو. دې کړنې د هغوی رښتينی طبيعت په گوته کړ. هغوی ټول عادي غله او جنايتکاران دي. هغوی غواړي ځانونو ته په ١٩٩٠ کلونو کې د مجاهدينو د ايتلاف په څېر يو حکومت جوړ کړي. هغوی قانون ته غاړه نه ږدي."

حفيظ الله گردش په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر اديتور دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists