د افغانستان شتمن غرونه

د افغانستان شتمن غرونه

ذبيح الله غازي په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

په کانونو  کې کار غير قانوني او خطرناک دی، خو د يو شمېر افغانانو لپاره د گرانبيه ډبرو راايستل د ژوند د پايښت يوازنۍ لاره جوړوي.

 د کونړ ختيځ ولايت يوه داسې سيمه ده چې گرانبيه او د منځنۍ بيې ډبرې پکې راايستل کيږي او بهر ته قاچاق کيږي. په کونړ کې غرنۍ سيمې، چې گرانبيه ډبرې پکې موندل کيږي، زياتره د حکومت په ځای د طالبانو په ولکه کې دي.    

د آی ډبليو پي آر خبريال د کونړ له مرکز اسعد آباد څخه ٥٠ کيلومتره لرېد چپې درې ولسوالۍ ته لاړ. هلته يې وليدل چې د کانونو کارکوونکي د غره په سوري کولو او شکولو بوخت دي.

يو سړي، چې په ږيره کې يې سپين لږېدلي او زړې شلېدلې جامې په تن وې، وويل، لس کاله يې د کانونو په راايستلو کې تېرکړي، خو دلته درې مياشتې کيږي چې کار کوي.

د [غار دننه يې] د لارې د معلومېدو لپاره ډېوې روښانه کړي، د اوسپنيز جبل په واسطه ډبرې او شگې له مخې ليرې کوي. هغه وويل، د گرانبيه ډبرو يو درز يې پيدا کړی، خو په کيندلو يې څو اوونۍ وخت لگيږي.  

د کان کارگران پر کار باندې په آزاد ډول گومارل شوي. سره له دې چۍ حکومت پرې بنديز لگولی، خو دا کان د يو څو "شريکباڼدو"په لاس کې دی. يو يې د ځمکې خاوند او بلييد احمدالله په نامه يو سړی دی، چې له آی ډبليو پي آر سره يې خبرې وکړې.

احمد الله له گاونډي ولايت، ننگرهار څخه دلته راغلی دی. هغه وويل چې څنگه يې شاوخوا سيمه له ځمکنيو ماينونو څخه پاکه کړه. هغه اوس د کان د کارگرانو باشي دی. 

په ختيځ افغانستان کې د گرانبيه ډبرو راايستونکي وايي، زياته اندازه ډبرې له ثبت او محصول پرته له پولې ها خوا پاکستان ته قاچاقيږي.

په کونړ کې د کانونو د راايستلو رياست له دې خبر دی چې وايي په چپه دره کې په ناقانون ډول استخراج روان دی. پوليس وايي د کانونو په رايستلو او د گرانبيه ډبرو د قاچاق په مخنيوي کې تر خپل وس هڅه کوي.

د نوموړي ولايت د پوليسو مشر، جنرال حبيب الله سيدخيلي وويل، د يو لړ خلکو له خوا د کانونو د ناقانونه استخراج مخه يې نيولې، خو يوازې په هغو ځايونو کې چې د دولت په لاس کې دي.

په عين وخت کې په چپه دره کې د طالبانو قوماندان وويل، هغه به د هغو له خوا د کانونو د استخراج مخه ونه ونيسي چې د هغوی ملکيت گڼل کيږي. 

ذبيح الله غازي په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.  

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists