د افغانستان په ولايتونو کې د اداري چارو غړندتوب

.د راپورته شوو شکايتونو له مخې محکمې او حکومتي ادارې د قضيو د بهير په پر مخ وړلو کې پاتې راغلي دي

د افغانستان په ولايتونو کې د اداري چارو غړندتوب

.د راپورته شوو شکايتونو له مخې محکمې او حکومتي ادارې د قضيو د بهير په پر مخ وړلو کې پاتې راغلي دي

Friday, 1 November, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه  ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ کې د خوست ولايت اوسيدونکي وايي ځايي حکومتي ادارې او محکمې د قضيو د بهير په پرمخ وړلو کې خورا ډېرې غړندې دي. 

د خوست ولايت اوسيدونکي وايي کله چې حکومتي ادارو ته د يوه کار د سرته رسولو لپاره ورځي، نو کار يې ځنډيږي، کله ناکله دا ځنډ مياشتې مياشتې اوږديږي. د [کار] په اړه معلومات نه ورکول کيږي او کله ناکله چارواکي د کارونو د سرته رسولو لپاره د بډو غوښتنه کوي.

د ولايت والي، عبدالجبار نعيمي د هغو خلکو په ډلې کې دی چې د عامه خدمتونو د څرنگوالي او پر حکومتي ادارو د خلکو د اعتماد د کمېدو په اړه يې اندېښنه پورته کړې ده.

د خوست د ولايتي شورا سرپرست، داود شاه مکينزوي وايي شورا ته د ځايي حکومتي ادارو په اړه لسگونه شکايتونه رسيدلي او په هغو ټولو کې يې د [کارونو د] ځنډ د لاملونو د څرگندتيا غوښتنه کړې ده. 

د ولايت د ادارې رفورم د سمون د ادارې مشر، انجنير هارون وويل، ټول شکايتونه په جدي ډول تر غور لاندې نيول شوي او سرغړوونکو چارواکو ته لازمه سزا ورکړ شوې. هغه وويل په لسگونه ټيټ پوړي چارواکي او يو نيم لوړ پوړی هغه له کاره گوښه شوي او معاشونه يې ځنډول شوي دي.

يو شمېر شکايتونه د خوست استيناف محکمې ته استول شوي. آی ډبليو پي آر د اسمعيل خېلو د ولسوالۍ له دوو تنو اوسيدونکو سره مرکه وکړه، چې د خپلو قضيو د اورېدو په تمه ناست وو. د سلطانشاه او ذکرالله کاغذونه او دوسيې په لاس کې وې او ستړي ستومانه برېښېدل.

سلطانشاه وويل: "دا پنځلسمه ورځ ده چې زما زوی خپله د بند موده تېره کړې ده. اوس قاضيان رنگارنگ پلمې کوي. زوی مې له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې له دليله پرته په بنديخانه کې دی. که هغوی همداسې خپلو پلمو ته دوام ورکړي، کېدای شي تر بل کال پورې مې زوی راخلاص نشي."

هغه زياته کړه: "کله، کله وايي دې دفتر او هغه دفتر ته لاړ شه. خو تر اوسه پورې ډاډه نه يم چې آيا پيسې غواړي، که نه."

ذبيح الله د خپلې قضيې په اړه وويل: "زما موټر د چاوديدونکو توکو په تور نيول شوی و، خو تر اوسه  يې دا تور په اثبات رسولی نه دی. ماته وويل شول چې د برائت د تر لاسه کولو لپاره د استيناف محکمې ته لاړ شم. هره ورځ راته وايي چې سبا ته راشه يا بل ورځ راشه. څه وکړم او چا ته ورشم؟"

د استيناف د محکمې رئيس، عبدالتواب د [کارونو د] ځنډ او عدالت د ناسمو پلي کولو په اړه ياد تورونه رد کړل. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، د محکمې ټولې ادارې په لوړه کچه کار کوي او که څوک کوم شکايت لري، نو نېغ په نېغه دې هغه ته ورشي او هغه به پخپله موضوع هواره کړي.  

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists