د افغانستان په سويل ختيځ کې د گوزڼ د ناروغۍ ډار

روغتيايي چارواکي وايي نوموړې ناروغي د خوست په ولايت کې له منځه تللې وه، خو د پاکستاني کډوالو له ډله ييز راتگ سره بېرته راپيدا شوه

د افغانستان په سويل ختيځ کې د گوزڼ د ناروغۍ ډار

روغتيايي چارواکي وايي نوموړې ناروغي د خوست په ولايت کې له منځه تللې وه، خو د پاکستاني کډوالو له ډله ييز راتگ سره بېرته راپيدا شوه

Khost in southeast Afghanistan, where health officials fear a refugee influx could lead to the spread of polio. (Photo: Laura Goodgame, US Air Force.)
Khost in southeast Afghanistan, where health officials fear a refugee influx could lead to the spread of polio. (Photo: Laura Goodgame, US Air Force.)

په افغانستان کې د قيصر خوستي ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ کې د خوست ولايت چارواکو د گوزڼ د ناروغۍ د منځته راتگ په اړه گوته څنډلې، وايي چې د گوزڼ يوه پېښه يې ثبت کړې او د ډېرو نورو پېښو شونتيا موجوده ده.

هغوی د دې ټکۍ يادونه له هغه وروسته وکړه چې د جون په نيمايي کې د پاکستاني اردو د بريدونو له ډاره له پولې ها خوا وزيرستان څخه په لسگونو زره کډوال نوموړي ولايت ته راوکوچېدل. 

د خوست ولايت د روغتيا رياست د واکسين د څانگې مشر، رحمت خېل آی ډبليو پي آر ته وويل، په خوست کې له ٢٠١٢ کال را په دې خوا د گوزڼ کومه نوې پېښه نه وه ليدل شوې، خو اندېښنې له هغه وروسته زياتې شوې چې په روان اوړي کې د خلکو راتگ پيل شو.

پاکستاني طالبانو په سيستماتيک ډول واکسين کارکوونکي، چې ورته د لويديځ د اجينټانو په سترگه گوري، په نښه کړي او وژلي دي. 

د مشال راديو په وينا په ٢٠١٣ او ٢٠١٤ کلونو کې په شمالي وزيرستان کې [د گوزڼ] اتيا نوې پېښې ثبت شوې وې. 

افغان روغتيايي کارکوونکو خوست ته رارسيدونکو کډوالو ته د واکسين کولو بيړنی پروگرام تر لاس لاندې ونيو.

د خوست د عامې روغتيا رئيس، هدايت الله حميدي آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغوی د رياست کارکوونکو په راغلو کډوالو کې د يوې پېښې د موجوديت او نورو نهو احتمالي پېښو پخلی کړی او د پېښو د ټسټونو پايلې يې کابل او اسلام آباد ته استولي دي. 

د خوست ولايت د روغتيا رياست د واکسين د څانگې مشر، رحمت خېل وويل، د تسټ پايلې لا تر اوسه نه دي رارسېدلي، خو بيا هم د ناتاييد شوو پېښو په ډله کې دوې پېښې د گوزڼ د ناروغۍ ٨٠ سلنه شونتيا لري.

د خوست د واکسين د مرکز د گوزڼ د ناروغۍ په وړاندې د کمپاين د څانگې مشر، ډاکټر نجيب الله د روغتيا پر نړيوالې موسسې غږ وکړ، مخکې تر دې چې دا ساري ناروغي ټول ولايت ته خپره شي، مخه يې ونيول شي. 

هغه وويل: «سره له دې چې له پوليو څخه د اسيا خلک کړيږي، خو په اروپا کې کې هم له هغې څخه ماشومان خوندي نه دي. له دې امله بايد نړيواله ټولنه، دې ستونزې ته همدلته د پای ټکی کېږدي.»

حاجي زين الله خان، چې د زوی پېښه يې مثبته پېژندل شوې ده، وويل، دې اته کلن ماشوم کانگې کولې او سختې تبې ونيو. هغوی ډاکتر ته يوړ او هلته گوزڼ تشخيص شو.  

هغه وويل: «د کډوالۍ ستر غم مو بس و. اوس د زوی د غم لمبو پسې واخيستو. کشکې ملايانو او خطيبانو ته مې غوږ نه وای نيولی او زوی مې واکسين کړی وای.»

هغه او د شمالي وزيرستان يو شمېر نورو اوسيدونکو وويل، ملايانو او همدارنگه طالبانو هغوی ته ويل، ماشومان مو مه واکسينوئ. د دې کار بېلابېل لاملونه وړاندې کېدل، ويل يې، ماشومان مو په لويوالي کې له اولاده پاتې کيږي، د مسلمانانو شمېر کميږي او يا د واکسين کولو له لارې متحده ايالتونه د خلکو کورونه په نښه کوي. يو شمېر نورو ويل، د القاعدې مشر، اسامه بن لادن په ٢٠١١ کال کې يوازې هغه مهال وموندل او ووژل شو چې اولادونه يې واکسين شول.      

د محمد يوسف په نامه يو بل کډوال وويل: «ملايانو، طالبانو او خطيبانو له تېرو دوو کلونو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د واکسين په وړاندې دومره تبليغ کړی چې که اوس چوپ هم دي، خلک واکسين کولو ته چمتو نه دي. واکسين د خلکو په مغزو کې منفي مفهوم پيدا کړی دی.»

هرې کرکې او تبعيض چې په کډوالو کې ځای نيولی وي، د حميدي اړوند روغتيايي کارکوونکې ډله له واکسين تطبيق سره مخ په وړاندې روانه ده. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، د واکسين گرځنده ډلې د گربزو، عليشېر او ځاځييو درېو ولسواليو ته استول شوي چې کډوال پکې ځای په ځای دي. په لومړي پړاو کې ٥٠ زره او په دويم پړاو کې ٢٦ زره ماشومان واکسين شول.

حميدي وويل، د هغه رياست پوره مواد، موټرې، د يخ ساتلو اسانتياوې او واکسين لري او د خوست د ټول ولايت کوچنيانو او همدارنگه کډوالو ته بس دي.

رحمت خېل وويل: «که چېرته د گوزڼ کومه پېښه وليدل شي، هلته بشپړه څېړنه سرته رسيږي. موږ بايد ومومو چې ناروغ چېرته و او له چا سره يې اړيکې درلودې. ورسته سيمه قرنطين کيږي او د دوو اوونيو په موده کې له لسو کلونو څخه کښته ټولو ماشومانو ته واکسين ورکول کيږي.»

د واکسين يو بل کارکوونکي، قادرشاه وويل، سره له دې چې د گوزڼ د پېښو ډېر شک موجود دی، خو د واکسين پروگرام سم پر مخ نه درومي. 

هغه وويل: «موږ د هغوی د کورونو د دروازو يا خيمو شاته ساعتونه ساعتونه انتظار کوو، خو هغوی بهر نه راوځي. که را هم شي، نو وايي، نه غواړي د ماشومانو ژوند يې خراب کړي او وايې، پوهيږي چې دا د کافرانو يو چل دی. د شمالي وزيرستان کډوالو زموږ او د گوزڼ د واکسين د کمپاين ټولې هڅې له خنډونو سره مخامخ کړي دي.»

د پاکستان د شمال لويديځ د اوسيدونکو پر خلاف، د خوست ملايان د واکسين د چارو ننگې اوملاتړ ته هڅېدلي دي.

د خوست د اسلامي انستيتوت استاد، محمد سليم وويل: «زه هروخت خپلو زده کوونکو ته وايم، چې زياتره يې د کلو د جوماتونو امامان او ملايان دي، ترڅو خلکو ته ووايي خپلو ماشومانو ته د گوزڼ واکسين وکړي. همدارنگه هغوی ته د هغه اسلامي ارزښت هم بيانوم.»

هغه وويل، «هغه خلک د قدر او ستاينې وړ دي، چې» د ژوند د ژغورلو او د ماشومانو پر روغ رمټ لوييدلو تينگار کوي.

د شمالي وزيرستان يو شمېر کډوال په دې خبره باور نه کوي.

حاجي گل نور خان وويل: «زه اوس هم پر واکسين باور نه لرم. دا د اسلامي امت د کمولو لپاره د کافرانو يوه دسيسه ده. هغوی له يوې خوا مسلمانان په جگړو له منځه وړي او له بلې خوا درملې کاروي چې په راتلونکي کې له اولادونو څخه بې برخې شي.»

د شمالي وزيرستان يو بل اوسيدونکي، شراب خان د دې چلن پايلو ته داسې گوته ونيوه: «زموږ يو خپلوان پنځه ماشومان درلودل. درې تنه يې په گوزڼ اخته شول. ما ورته ډېر وويل، چې واکسين يې کړي، خو هيڅ گټه يې ونه کړه. هغه ويل، دا د شريعت خلاف کار دی او ماشومان يې په راتلونکي کې له اولاد راوړلو څخه وځي. هغه به ويل، دا  هسې يوه خبره ده. اوس هغه پښېمانه دی، خو څه په لاس نه ورځي.»

قيصر خوستی په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


 

Pakistan, Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists