د افغانستان په شمال کې له اور سره لوبې

په جوزجان کې وروستي لاريونونه د مرکزي حکومت دهڅود غړند کولو نښې نښانې دي.

د افغانستان په شمال کې له اور سره لوبې

په جوزجان کې وروستي لاريونونه د مرکزي حکومت دهڅود غړند کولو نښې نښانې دي.

. د طالبانو پراخيدونکی شتون، د ناقانونه وسلو مخ په ودې سوداګري او په هغې برسېره اوسنی سياسي تاوتريخوالي په پرتله ييزه توګه کرار ولايتونه له تاوتريخوالي څخه په ډکو ولايتونو باندې بدل کړي، چې کېدای شي، ډېر ژر د مرکزي حکومت لپاره يو جدي ګواښ رامنځته کړي.



په نژدې وروستيو کې، د جوزجان ولايت مرکز، د شبرغان ښار، د ډله ييزو لاريونونو شاهد و، چې په تاوتريخوالي بدلې شوې او د اتو تنو په مړينې او د 40 تنو په ټپي کېدو پای ته ورسېدې.



د جنرال عبدالرشيد دوستم په زرګونو پلويانو د می د مياشتې په 28 په بلوا لاس پورې کړ. هغوی له دندې د جوزجان د والي، جمعه خان همدرد ګوښه کول غوښتل، چې په بېکفايتۍ او توکميز تعصب يي تورنولو.



همدرد پښتون توکمه دی او د داسې يو ولايت والي دي، چې زياتره اوسيدونکي يي دوستم پلوي ازبيکان دي.



لاريون کوونکي لارو او کوڅو ته راووتل او د والي په استوګنځي يي بريد وکړ. ځايي چارواکي ادعا کوي، چې يو شمېر لاريون کوونکي وسله وال و او په پوليسو باندې يي ډزې وکړې. پوليسو په متقابلو ډزو لاس پورې کړ، چې زيات شمېرمرګ او ژوبله يې رامنځته کړه.



ولايتي چارواکو بيړنی حالت اعلام کړ، ښوونځي، هټۍ او حکومتي دفترونه يي وتړل. هغوی همدارنګه په ګرځېدو راګرځيدو هم بنديز ولګولو.



همدرد آی ډبليو پي آر ته وويل: "دا زما په وړاندې کوم اقدام نه و. دا د افغانستان د اسلامي دولت په وړاندې د دوستم يوه توطئه وه. موږ تصويري شواهد لرو، چې د هغه پلويانو د لاريون پرمهال د امنيې په قوماندانۍ کې د (ولسمشر حامد) کرزي عکسونه وشکول او پرځاي يي د دوستم عکسونه وځړول."



د همدرد د وينا له مخې په همدې موخه د هغه استوګنځي ته ورغلي و.



هغه وويل: "هغوی غوښتل د والي په کور بريد وکړي، د افغانستان ملي بيرغ او د ولسمشر عکس ته اور واچوي. هغوی غوښتل د جنبش ملي بيرغ پورته کړي او د دوستم عسکونه ځای په ځای کړي."



د همدرد د وينا له مخې دوستم د لاريون په ورځ د شبرغان په ښا رکې راښکاره شو، زيات شمېر وسله وال لينډکرويزرونه او وسله وال ساتونکي ورسره و.



هغه وويل: "موږ د والي کورته د دوستم د سړيو د ننوتلو د مخنيوي هڅه وکړه، خو هغوی خپلو بريدونو ته دوام ورکړ او پوليسو باندې يي ډزې وکړې. له دې امله پوليسو او اردو د ځان دفاع وکړه."



د جوزجان د ولايت د ا منيې قوماندان، جنرال محمد خليل امين زاده په سوله ييزو لاريون کوونکو باندې د ډزو له کولوڅخه انکار کوي



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دا کومه مظاهره نه وه. دا د والي په کور يو وسله وال بريد و. د کور څېرمه په لومړۍ ليکه کې پوليس ځای په ځای شوي و، خو لاريون کوونکو ددې ليکې د ماتولو لپاره له ډېر شدت څخه کار واخيست. له هغه وروسته د والي استوګنځي ته وروړاندې شول او درې تنه پوليس يي ټپيان کړل. کله چې د دفاع دويمې او ورستۍ ليکې ته ورننوتل، نو افغان ملي اردو ډزو ته اړايستل شوه."



سياسيت ته ګرځېدلی د ملېشو پخواني مشر لا تر اوسه د واک څښتن دی.



شبرغان د دوستم ټاټوبی دی. هغه د نوي يمو کلونو په لومړيو کې يي له دې ځای څخه د افغانستان په شمال باندې ټينګې منګولې ښخې کړې.



دهغه سياسي ډله، جنبش ملي اسلامي په شمالي ولايتونو کې ژورې ريښې لري.



دوستم د افغانستان د "مشهورو جنګ سالارانو" څخه يو تن و. هغه د شوروي تر ملاتړ لاندې رژيم سره د مليشو د مشر په توګه د مجاهدينو په وړاندې په جنګونو کې له برخې اخيستلو وروسته په کورنۍ جګړې کې د هرې جنګې ډلې په وړاندې يو ځل جنګېدلای دی. له بشري حقونو څخه په سرغړونو د هغه په سرتېرو باندې زيات تورونه لګېدلي دي.



په داسې حال کې چې دوستم د خپلو ازبکو پلويانو په منځ کې نوم لري، خوډېره کي پښتانه يي د طالبانو په وړاندې د ظلم او بېرحمۍ له امله ښه نه ايسي.



د دوستم د دننه ښو خبرو سرچينو د وينا له مخې هغه په شمال کې زرګونه وسله وال سړي لري. که چېرته دا رښتيا وي، نو دا ښايي د بې وسلې کولو (DDR: Disarmament, Demobilization, Reintegration ) او داياګ (DAIG: Disbandment of Illegal Armed Groups) د پروګرامونو ناکامي وبلل شي.



د والي د وينا له مخې دوستم غواړي خپل تېر امتيازونه بېرته ترلاسه کړي. هغه وويل: "دا په مرکزي حکومت باندې د فشار د راړلو مانا لري. دوستم غواړي خپل له لاسه تللي امتيازونه بېرته لاس ته راوړي او خپلې پخوانۍ له لاسه تلې څوکۍ بېرته راونيسي."



د ولسمشر حامد کرزي په ادارې کې دوستم يو مهال د دفاع د وزير مرستيال و. د 2005 کال په سر کې په يو بل خوځښت کې ولسمشر دوستم کابل ته راوست او د سترقوماندان د درستيزوالۍ تشريفاتي څوکۍ يې ورته ورکړه. جنرال د واک د نه لرلو له امله تل خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.



د هېواد په نورو برخو کې د خلکو د وسله وال کولو رپوټونه



د همدرد د وينا له مخې دوستم يوازې په شبرغان کې د خپل واک څرګندونه، نه کوي.



هغه وويل: "يو ځل بيا دوستم خپلو زړو قوماندانانو اوملېشو ته وسلې ورکوي او د جوزجان په ټولو کليو کې خلک د حکومت په وړاندې راپاڅېدو ته هڅوي. همدا اوس د ولايت د مرکز خواوشا ټولو کيلو ته وسلې ورکړ شوي دي. که چېرته هغوی په بشپړ ډول بېوسلې نه شي، نو ښايي خطر رامنځته کړي."



د امنيې قوماندان امين زاده هم د امنيتي حالت د مخ په خرابېدو خبره کوي.



هغه وويل: "جنبش ملي يوه سياسي ډله نه ده، سره له دې چې له بده مرغه يي دا لقب ورکړی دی. په حقيقت کې هغه د حکومت په منځ کې يوه پوځي ډله ده."



هغه وويل، دوستم 4000 وسله وال سړي لري او هغوی يي د ټول ښار چارچاپېر کېنولي دي.



هغه وويل: "که چېرته حکومت په جدي ډول دا ستونزه له منځه يونه سي، نو د حکومت په وړاندې به تاوتريخوالی دوام ومومي."



د دوستم د ګوند پلويان د همدرد د ګوښه کېدو خبره کوي.



جنبش دا ټول تورونه ردوي او په تاوتريخوالي کې د لاس له لرلو انکار کوي، چې پر ځاي يي پړه په حکومت اچوي.



د جنبش له ګوند څخه سيد نورالله وويل: "دا د عامو خلکو يو خوځښت و. موږ د سياسي ګوند په توګه ددې دموکراتيک نوښت ننګه کړې."



د دوستم وياند، همايون خيري هم دا خبره کوي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "لاريون کوونکو قانوني او دموکراتيکي غوښتنې درلودې. هغوی وسله وال نه و او نه يي تاوتريخوالی رامنتځه کړی. حکومت په هغوی ډزې وکړې."



"په پېښه کې رښتينې پړه د والي په غاړه ده. د هغه تر قوماندې لاندې خلکو په لاريون کوونکو ډزې وکړې. که چېرته والي د پېښې تر شا نه وای نو بيا هغه په خپلو پوليسو باندې واک نه لري."



خيري وويل، ناکراري به د همدرد تر ګوښه کېدو پورې دوام ومومي.



هغه وويل: "که چېرته والي له خپلې دندې لاس په سر نه شي او په لاريون کوونکو باندې د ډزو مسوولين محاکمې ته رانه کښل شي، نو لاريونونه به ټولوشمالي ولايتونو ته وغځيږي."



همدرد د شوروي په وړاندې جګړې کې د ګلبدين حکمتيار پښتون توکمې حزب اسلامي مشر قوماندان و. ګلبدين اوس د امريکا د متحده ايالتونو له خوا د ترهګرو په ډلې کې شامل دی.



همدرد د طالبانو تر رانسکورېدو راوروسته له دوستم سره يوځای شو او د بغلان د والي په توګه وګومارل شو. په بغلان کې د مظاهرو له امله له هغه ځايه بدل او د جوزجان د والي په توګه په دندې وګومارل شو.



تر هغه وروسته يي له دوستم سره په اړيکو کې د پام وړ خړپړوالی راغی.



د کرزي منځنګړتوب



افغان حکومت د پارلمان د استازو او وزيرانو د يو څو تنو په ګډون يو پلاوی جوزجان ته د موضوع د پلټنې لپاره ولېږلو.



د پارلمان استازی معين مرستيال چې د پلاوې د وياند په توګه ټاکل شوی و، د جون په دويمه په مزارشريف کې رسنيو ته وويل، "له لاريون څخه د اخيستل شوي فلم له ليدو وروسته موږ دې پاېلې ته ورسېدو چې دا مظاهره د جنبش ملي اسلامي له خوا جوړه شوې وه. لاريون کوونکو د دوستم عکسونه لېږدول اونارې يي وهلې، ژوندې دې وي دوستم. دا په څرګنده د هغې ترشا د دوستم لاس درلودل ښيي."



مرستيال وويل، کرزي په شخړې کې د منځګړتوب هڅه وکړه: "کرزي والي او دوستم ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړه، چې له هر يو سره يو په يو خبرې وکړي. هيله من يم دا ستونزه به په سوله ييز ډول حل شي."



د ولسمشر وياند، کريم رحيمي د می په مياشت کې رسنيو ته ويلي و، چې د پېښې مسوولين به محاکمې ته راکښل شي.



هغه وويل: "هر يو افغان د سوله ييزې مظاهرې حق لري، خو حکومت به هيڅکله هم ددې اجازه ورنه کړي، چې لاريون په تاوتريخوالي واوړي او مرګ او ژوبله رامنځته کړي."



آيا لاريون د حکومت د نوومخالفينو له خوا تنظيم شوی و؟



يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې ناارامي د نوې رامنځته شوې ملي متحدي جبهې په پرتله له واک څخه د دوستم له ليرې کېدو سره هغومره تړاو ښايي ونه لري. هغوی وايي چې نوې ډله ښايي په شمال کې د وضعې د ناکرارولو له لارې د خپل زور څرګندونه کوي.



په مزارشريف کې يو سياسي شنونکي، قيوم بابک وويل: "جنبش اوس د ملي متحدې جبهې يوه څانګه ده اود حکومت په وړاندې دا عمل په حقيقت کې د جبهې له خوا يو خوځښت بلل کيږي."



ملي متحده جبهه درې مياشتې دمخه جوړه شوې او شېندلي سياسي ځواکونو په کې د حکومت د مخالفينو په توګه يوځای شوي دي.



بابک وويل: "دوستم او نور مخالفين د حکومت په پرتله زيات غښتلي دي. هغوی غواړي په شمالي ولايتونه تر خپل ګورت لاندې راولي."



"که چېرته د کرزي حکومت دهغوی غوښتنو ته غاړه کيږدي نو دا به ولايتونو کې د حکومت د چلولو مانا ولري."



په شمال کې يو بل سياسي شنونکی، محمد فريد حکيمي په دې اند دی، دا د دوستم شخصي غوښتنه ده، چې د کرزي له حکومت سره يي جنبش په سيالۍ کې اچولی دی.



حکيمي وويل: "دوستم هيڅکله هم له هغه څوکۍ څخه خوښ نه و، چې مرکزي حکومت ورکړې ده. له دې امله هغه او د هغه انډېوالان غواړي په حکومت باندې د فشا ر راوړلو له لارې هغه ته زيات امتيازونه ورکړ شي."



هغه له دې ټکي سره موافق دی، چې ملي متحده جبهه په دې کار کې رول لوبوي.



هغه وويل: "د کرزي حکومت د هېواد د کنترول وړتيا له لاسه ورکړې ده. ملي جبهه په ولايتونو کې ځواک غواړي. موږ به داسې نور لاريونونه هم وګورو. که چېرته وضعه همداسې دوام وکړي، نو دا تاوتريخوالی به ورځ په ورځ ټول هېواد ته خپور شي."



د شبرغان پېښې ددې حقيقت څرګندونه کوي، چې کرزی بايد اوس د "طالبانو" او "جهادي ډلو" دوو مخالفو لوريو سره مقابله وکړي.



متحده جبهه په لاريون کې نېغ په نېغه لاس وهنه ردوي.



د جبهې وياند، مصطفی کاظمي د می د مياشتې په وروستيو کې رسنيو ته ويلي و، چې حکومت يوازې د نندارچي رول لوبوي.



هغه وويل: "حکومت غواړي په خلکو باندې فشار راوړي. موږ حکومت ته توصيه کوو، ترڅو له خلکو سره ازادې خبرې اترې وکړي. په يوې ډلې باندې د پړې اچول کومه مرسته نه کوي."



"د ټولو بد ګڼل"



د شبرغان اوسيدونکي د تاوتريخوالي د نوو څپو له امله ناخوښ دي.



يو هټيوال، محمد انور وويل: "هغوی ټول دې ورک شي! د لرګيو بيه اسمان ته ختلې ده. ټولې هټې تړلي دي. ماته پروا نه کوي چې والى څوک وو خو موږ په سولې کې ژوند کولو. اوس ټول ښار له سرتېرو ډک دی. موږ د شپې د جګړو له ډاره نه شو بېده کېدای."



هغه په داسې حال کې چې اوښکې يي بهېدې، وويل: "دا کورنۍ جګړې ته ورته وخت دی. موږ نوې سا ايستلې وه. اوس دا مشران بيا ښکر په ښکر شو دي."



"د خدای لپاره، بس دی. موږ نور دا واک ته تږي خلک نور ځغملای نه شو. لطفا، لطفا، موږ ځانته پرېږدئ!"
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists