د افغانستان په شمال کې د خټکو موسم

د اوړي د موسم په وروستيو کې بزګران کروندو ته د حاصل د زياتوالي له امله په مينه مينه ورځي.

د افغانستان په شمال کې د خټکو موسم

د اوړي د موسم په وروستيو کې بزګران کروندو ته د حاصل د زياتوالي له امله په مينه مينه ورځي.

IWPR

Institute for War & Peace Reporting
Sunday, 14 October, 2007
: "کله چې د خټکو بوټي ګلان ونيسي، نو موږ پوهيږو، چې اوس يي وخت رارسيدلای دی. موږ له کورنو څخه وځو او په چيلو کې ژوند کو، تر هغه چې د حاصل وخت تېر شي."



"چيلې" د څانګو او بوټوڅخه جوړې شوې موقتي کوډلې دي، چې د خټکو او هندواڼو د پالېزونو تر څنګ د هغې د څارنې لپاره جوړيږي. دا کوډلې د جوزجان ولايت داقچې د ولسوالۍ په ټولو سيمو کې ليدل کيږي.



دلته د نفوسو ډېر کی ترکمنان دي. د خټکو کرل د هغوی د ژوند يوه برخه جوړوي.



شپږ څلوېښت کلن توردي له پلار نيکه د خټکو کروندګر دی. هغه ته د خټکو د سوداګرۍ چل د پلار اونيکه څخه په ميراث پاتې شوی دی.



هغه په کټ کټ وخندل او ويي ويل: "زه په اوړي کې زيږېدلای يم. هغه مهال زما مور او پلار د خټکو په پالېز کې په کار بوخت و. کله چې مې د لومړي ځل لپاره سترګې پرانيتسې، نو د خټکو ا و هندواڼو رنګونه مې وليدل. هغه زما په وينې کې ننوتې دي."



توردي لس جريبه ځمکه لري، چې نيمايي يي خټکو ته بېله کړې ده. هغه ته خټکي له هر کاروبار څخه زيات ارزښت لري. هغه ورته په يودود اوښتی، د ژوند په يوې لارې.



هغه وويل: "زه د کرکيلی له ژوند سره ډېره مينه لرم. کله چې د خټکو د موسم له تېرېدو کور ته راځم، نو داسې انګېرم، چې زندان ته ځم."



توردي وويل، په جوزجان کې د اوړي د موسم په وروستيو کې هغه مهال چې خلک د حاصل د ټولولو لپاره راوځي، کروندې په ښارګوټو بدليږي. يو شمېر هټيوال هم هلته راځي او د خټکو د پلورلو لپاره موقتي کوډلې جوړوي.



د توردي ګاونډی 66 کلن حضرت قل دی، چې ځان د ولسوالۍ د ډېرو وتلو خټکي کروندګرو څخه بولي.



هغه وويل: "خټکي دوه ډوله دي. يو يي سخت زړي لري او بل يي پاسته. هندواڼې هم ډېر ډولونه لري. تر ټولو خوږه هندواڼه "ماکايي" نوم لري، چې زړي يي واړه دي."



حضرت قل وويل، د پستو زړو خټکي ليري ځای ته نه شي وړل کېدای، نو ځکه هملته خرڅيږي. يو ډول خټکي يوازې په جوزجان کې کرل کيږي.



هغه په وياړ وويل: "لوبلايي او ګورګک خټکي دومره خواږه دي، چې په بل ځای کې نه پيداکيږي."



حضرت قل يو کوچنی خټکی راواخيست او ويي ويل، چې دا ګورګک خټکی دی.

هغه وويل: "د هغې له رنګ او اندازې سره سره هغه تر نورو خټکو ډېر خوږ دی."

ځايي کرونګر دا ډول خټکي د ځانونو لپاره کري او نه يي پلوري. ځکه دهغوى تر منځ يوه دوديزه عقيده موجوده ده چې خرڅونکي ته يي بد مرغي اوړي.



حضرت قل وويل: "که څوک وغوړاي ګورګک خټکی وپلوري، نو کور يا کروندې ته به يي زيان ورسيږي. څلور کاله دمخه يو بزګر د ټوکو له مخې دا کار وکړ او دا خټکي يي وپلورل. راتلونکې کال کې د هغه خټکي خام پاتې شول او هيڅ حاصل يي تر لاسه نه کړ. د اوبو لګولو پر مهال يي زوی مار وچيچلو او نژدې مړ شوی و."



د حضرت قل د وينا له مخې له يوجريب څخه يو بزګر ته له 400 څخه تر 600 پورې خټکي يا هندواڼې لاس ته راځي. هر دانه خټکی له 30 څخه تر 70 افغانيو پورې پلورل کيږي او له هر جريب څخه په منځي ډول 500 امريکايي ډالره لاس ته راوړي.



کره شمېرنه په لاس کې نه شته، خو د بلخ د ولايت د کرنې رئيس، شمس وايي، لومړنيو سرويګانو ښوولې، چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې له سل زره جريبه څخه زياته ځمکه کې خټکې کرل شوي دي.



د کرنې د وزارت معين مصطفی جواد وويل، چې افغاني خټکي په ګاونډيو هېوادونو کې ښه نوم لري.



هغه وويل: "موږ خټکي يوازې پاکستان ته استوو. موږ هلته ډېر ښه پېرودونکي لرو. د کرنې وزارت هڅه کوي، چې نور مارکيټونه هم ومومي."



جواد وويل، د صادراتو کره شمېره په لاس کې نه شته.



په شمالي ولايتونو کې د خټکو موسم له جولای څخه تر نومبر پورې دوام کوي، تر هغه چې وروستی خټکی پوخ شي.



خرڅلاو عموما په پالېزونو کې کيږي. پيېرودونکي له کليو او ښارونو څخه راځي او ښه جنس خټکي په ښه بيه تر لاسه کوي.



د توردي خټکي اوس رسيدلي دي. درې تنه اخيستونکي له مزارشريف څخه راغلي او بيه او برد کوي.



يو سوداګر، نوروز وويل: "زه هرکال له همدې ولسوالۍ څخه خټکي اخلم. دلته خلک رښتيني دي او د اقچې خټکي له خوږوالي له امله په ټول افغانستان کې نوم لري."



نوروز له کروندګروڅخه خټکي اخلي او بيا يي په مزارشريف کې په نور خلکو باندې پلوري.

نوروز وويل: "خلک له هر ځای څخه، ان له کابل څخه د خټکو د اخيستلو لپاره راځي. زه لږ ترلږه په يوې اوونۍ کې لس موټره خټکي اخلم او په ښه ګټه يي پلورم. زما په اند د خټکو موسم د شمال د خلکو لپاره يو ښه او نيک موسم دی."



په حاصل کې زياتو خلکو ته اړتيا وې او مزدورانو ته په مزودرۍ کې جنس ورکول کيږي.



د بلخ ولايت د چمتال دولسوالۍ اوسيدونکي، 43 کلنه نوريه وايي: "زه ددې سيمې له ټول پالېزونو څخه خټکي شکوم. مزدورۍ په وړاندې راته پنځه دانې خټکي راکول کيږي. دا ما ته بس دی. يو يي د کورنۍ له غړو سره خورم او پاتې نور يي په 200 افغانيو په بازار کې پلورم."



د شمالي ولايتونه بازارونه د خټکو په موسم کې ښه په جوش کې وي. په شمال ختيځ کې د کندوز ولايت د هېواد په کچه د خټکو ستر توليدوونکی اوله سترومارکيټونو څخه دی. خلک له هر ځای څخه دلته د خټکو د اخيستلو لپاره راځي.



د شپې په رادبره کېدو کروندګر زيار باسي، چې خپل وروستي بارونه ښکته کړي او ځانونه کورونو ته وروسوي.



دوه ويشت کلن، محمد بشير د خپلو خټکو په بار باندې ناست دی او لارويانو ته په زوره په ترنم ډوله غږ نارې وهي: "زما خټکي لکه د شاتو په څېر خواږه دي. لومړی يي وڅکئ او بيا يي واخلئ. که خوند يي درنه کړو، نو پيسې به درڅخه وانخلم."



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د ورځې 600 خټکي خرڅوي او 2000 افغانۍ ګټه کوي.



هغه وويل: "زموږ دا بازار په کال کې څلور مياشتې وي. کشکې ټول کال وای."



حاجي الله داد يو څه خټکي اخيستي او دوه خټکي يي د بايسکل شاته تړلي.



هغه وويل: "ما دا خټکي په سلو افغانيو واخيستل. دا ښه بيه ده. زموږکورنۍ د خټکو په خوراک روږدې شوي او ټول اوړی يي خورو. که په دسترخوان مو خټکی يا هندواڼه، نه وي، نو زامن مې ډوډۍ نه خوري. هره ورځ خټکي اخلو."



داسې خټکي شته چې د هرچا له جيب سره جوړيږي. له لسو څخه تر 80 پورې بيه لري. الله داد وويل: "هرڅوک يي اخيستلای شي. څوک چې ګران بيه خټکي ته يي وسه نه رسيږي، نو د لږې بيې هغه رانيسي."



خټکي په چرسو باندې د روږدو کسانو له خوا هم زيات کارول کيږي.



شل کلن پنجي مراد په اقچې کې د خټکو د کروندګر، توردي زوی دی. هغه په چېلې کې ناست دی او په چورتونو کې ډوب دی.



هغه وويل: "کله چې چرس وڅکو او دپاسه پرې خټکی وخورو، نو (نيشه يي) زيات دوام کوي. په اوړي کې د خټکو د پخېدو پر مهال موږ له نېشې څخه دوه برابره خوند اخلو. خټکی د روغتيا لپاره ښه دی. په بدن کې د نيشه يي توکو ناوړه اغېز نه پرېږدي. له دې امله په دې موسم کې زيات چرس څکوم. "



هغه په خندا وويل: "موږ پوهيږو، چې خټکي د ګېډې په ډکولو برسېره بله ګټه هم لري."



د خټکو کرونده هغسې، چې خلک وايي، اسانه هم نه ده. ځکه کېدای شي هغه چنجي ووهي.



د بلخ په ولايت کې يو کروندګر، نجيب الله وويل:"سږکال يو ډول ماشي پيدا شوي، چې خټکو ته زيان رسوي. دخټکو له ګل دمخه د هغې بوټې ته ځان رسوي او کله چې خټکی پوخ شي، زړي يي توريږي او خټکی نه خوړل کيږي. په يوشمېر ځايونو کې ټوله کرونده له منځه تللې ده."



کله چې يو مچ يوې سيمې ته ورننوت، نو ښايي کلونه کلونه هلته خټکی شين نه شي.



نجيب الله شکايت وکړ: "حکومت يو څه درمل وېشلې دي. خو کفايت يي ونه کړ."



د کرنې وزارت ددې حشرې د له منځه په وړاندې ګامونه پورته کړي دي.



د کرنې وزارت معين، جواد وويل: "موږ د خاورې د درملنې لپاره درمل ټولو سيمو ته وېشلي دي، چې خټکي په کې کرل کيږي. ستونزه راکمه شوې ده. خو نه يو توانېدلې، چې سل په سله دهغې مخه ونيسو. د مچ د بيخې له منځه وړلو لپاره کلونه په کار دي. هغه يوازې په کيمياوي توکو له منځه نه ځي. نورې لارې چارې هم شته، چې کروندګر يي بايد يادې کړي."



هغه وويل، په دې لارو چارو کې د اغېزمنې شوې کروندې اړول او بيا تر راتلونکي فصل پورې د هغې ساتل دي.



هغه وويل: "موږ د راتلونکي کال لپاره پروژې تر لاس لاندې نيولي دي. له ټولو بزګرانو سره به مرسته وکړو. په دې توګه به دامچ بيخي له منځه يوسو."



د بلخ ولايت د کرنې رئيس، شمس ادعا وکړه، چې د نوموړي مچ په وړاندې مبارزه په زياته اندازه بريالۍ وه.



هغه وويل: "پروسږکال د کروندګرو حاصلاتو ته په سلو کې اويا تاوان رسيدلی و. سږکال هغه په سلو کې له 15 څخه تر شلو پورې راتيټ شوی و. له نېکه مرغه زموږ کروندګر په دې هکله بډايه تجربې لري."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists