د افغانستان په ختيځ کې رايه ورکولو ته هڅونه

.په ننگرهار کې د ځوانانو ډلې رايه ورکوونکي هڅوي چې د راتلونکي کال په ټولټاکنو کې ونډه واخلي

د افغانستان په ختيځ کې رايه ورکولو ته هڅونه

.په ننگرهار کې د ځوانانو ډلې رايه ورکوونکي هڅوي چې د راتلونکي کال په ټولټاکنو کې ونډه واخلي

په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

د ختيځ افغانستان په ننگرهار ولايت کې د مدني ټولنو ډلو د خلکو د عمومي خبرتيا پر کمپاين لاس پورې کړی چې د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايه ورکونکو شمېره زياته شي.

د ٢٠١٤ کال په پام کې نيول شوي ولسمشريزې ټاکنې په افغانستان کې د مشرتابه د بدلون معنا لري، ځکه پر څوکۍ ناست [ولسمشر] حامد کرزی، چې له ٢٠٠١ کال راهسيې د واک پر گدۍ ناست دی، د قانون له مخې د بلې دورې لپاره ځان نشي نومولای.  

د بل کال په پای کې له افغانستان څخه د ناتو د سرتېرو له وتلو وروسته د دولت د يوه ډاډمن مشر د ټاکلو خبره جدي بلل کيږي، خو په رايو کې د گډون لپاره (په ځانگړي ډول د ځوانانو تر منځ) هڅوونکې ډله، د دموکراتيک بهير په اړه د موجودې پراخې بدبينۍ په وړاندې له ستونزمنې جگړې سره لاس او گرېوان دي.     

گڼ شمېر افغانان شکايت کوي چې د ولسمشر د غوره کولو لپاره دوې پخوانۍ ټاکنې له درغليو ډکې وې او باور لري چې بل کال ته به هم رايه ورکول کومه گټه ونه لري، ځکه د پايلې په اړه  به وار دمخه پرېکړه شوې وي.

د زلمي په نامه د ختيځ ولايت يوه اوسيدونکي وويل: "ولې خپل وخت ضايع کړو او خطر په غاړه واخلو؟ د هغې تر څنگ دا د متحده ايالتونو او برتانيې خوښه ده چې څوک د واک پر گدۍ کښينوي. زموږ رايې کوم ارزښت نه لري. د رايو ورکولو صندوقونه مازې د نړيوالې ټولنې د تېر ايستلو لپاره ايښودل کيږي."

د کامې ولسوالۍ اوسيدونکی، مدثر وصال هم د رايو ورکولو اراده نه لري.

هغه وويل: "موږ په تېرو دوو ټولټاکنو کې برخه واخيسته. خلک له همدې امله ووژل شول. له همدې امله  يې د طالبانو له خوا پوزې او غوږونه غوڅ شول. د ټولټاکنو په پايله کې يو فاسد سيستم رامنځته شو. بډې او تالان خپلې لوړې پوړۍ ته ورسېدل، د خلکو رايې او هيلې قربانې شوې. نهه نوي سلنه خلک په رايه ورکولو پښيمان شول."

هغه وړاندوينه وکړه: "هماغه کار به يوځل بيا تکرار شي، يوه ډله غله به لاړ شي او بله ډله به راشي."

د مثبت بدلون د ټولنې مشر، عبدالبصير سباوون په دې اند دی چې د افغانستان د [نېکمرغه] راتلونکې يوازنۍ لاره دموکراتيکې ټولټاکنې دي. له دې امله ښايي د رايو د اهميت په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شي.

هغه وويل: "موږ په جلال آباد ښار کې د ځوانانو لپاره کنفرانسونه جوړوو، د پوهنتون استادانو او د مدني ټولنو فعالينو ته بلنه ورکوو هغوی ته ويناوې واوروي. موږ چاته نه وايو چې چاته رايه ورکړي، موږ هغوی ته د هغوی د گډون اهميت او د هېواد او هېوادوالو په وړاندې د هغوی مسؤوليت بيانوو."

د ننگرهار يوه اوسيدونکي، هدايت الله ستانکزي وويل، د مبثت بدلون د ټولنې په معلوماتي غونډو کې هغه او د هغه ملگرو له گډون وروسته هغوی د رايې ورکولو د بهير په اړه زيات مثبت احساس پيدا کړ.

هغه وويل: "اوس زه ډاډه يم چې ټاکنې د حل يوازنۍ لاره ده."هغه زياته کړه، هغه به نه يوازې رايه ورکړي، بلکې نور ځوانان به هم رايې ورکولو ته وهڅوي. "په دې کار کې پاتې راتگ له ځان او هېواد سره د يو چا بېوفايي څرگندوي. د وسلو له لارې رامنځته شوی ځواک د خلکو د خدمت جوگه کېدای نشي."

د ننگرهار د اطلاعاتو او فرهنگ د ځوانانو د څانگي د مشر، مطيع الله احمدزي په څېر يو شمېر فعالان سيمو ته ځي او خلکو ته خپل پيغامونه رسوي. هغه او ملگري يې تر اوسه کابل ولايت ته تللي او په پام کې لري چې په نژدې راتلونکې کې د لغمان او کونړ ولايتونو ته هم لاړ شي، سره له دې چې امنيتي ستونزو او د پيسو نشتوالي کليوالي سيمو ته د هغوی سفر له خنډونو سره مخامخ کړی دی. 

احمدزي وويل: "ولايتونو ته د تگ پر مهال زموږ شعار او پيغام دا دی چې [خلکو ته ووايو] په راتلونکو ټولټاکنو کې هرومرو ونډه واخلي او د يو سم مشر په ټاکلو کې خپله مرسته سرته ورسوي."هغه زياته کړه، د ځوانانو پوهول لازمي خبره ده، ځکه هغوی دهېواد د نفوسو ډېره کی جوړوي. "د افغانستان راتلونکي مشرتابه ښايي له ځوان پوړکي او د هغوی له هيلو سره سم جوړ شي."

په ننگرهار کې ځايي سازمانونه هغو سيمو ته چې ورتگ پکې له خطره ډک دی، د ولايت په مرکز، جلال آباد کې له مېشتو ډلو سره خپلې هڅې همغږې کوي.

د سره رود د ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر، سيد سميع الله سيدي وويل، د ټولټاکنو د بهير په اړه د ځوانانو پوهول په ټوليز ډول د خپلې خوښې پر بنسټ سرته رسيږي. 

هغه وويل: "موږ له هيچا څخه مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې؛ ځکه [دموکراسۍ ته وده ورکول] يوه ملي دنده ده."هغه زياته کړه، هيله لري ځوانان به د خپلو ټولنو د استازو په توگه کار وکړي؛ خلک به د ټاکنو په اړه وپوهوي او وبه يې هڅوي چې [د رايو ورکولو مرکزونو ته] لاړ شي او رايه ورکړي.

سره له دې چې د ټاکنو د خپلواک کميسون ولايتي چارواکو په راتلونکو ټولټاکنو کې د خلکو د مينې د کچې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو د مدني ټولنو د ډلو هاند اوهڅه يې د ستاينې وړ وبلله.  

په ننگرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرتيا د څانگې مشر، روح الله مومند وويل: "د مدني ټولنو دغه هڅه ډېره مثبته او اغېزمنه ده. دا يوازې د ټاکنو د خپلواک دنده نه ده چې په راتلونکو ټولټاکنو د گډون لپاره خلک وهڅوي، بلکې دا د هر افغان حق دی چې خپل خلک وپوهوي؛ ځکه دا يو ولسي بهير دی او ټول خلک بايد پکې گډون وکړي."

په ننگرهار کې د سيد خليل سادات په نامه يوه سياسي شنونکي وويل، داسې هڅې د افغاني ټولنې په بدلون کې ارزښتمنه ونډه اخيستلای شي. 

هغه وويل: "زموږ خلک له تېرو دولسو کلونو راوروسته خورا نهيلي شوي دي. هغوی په رښتيا هم تر پوزې رارسېدلي، دا د هر پوه افغان دنده ده چې له خلکو سره کار وکړي، هيله من يې کړي او نهيلي يې له منځه يوسي."

سادات وويل، د رايې ورکولو په اړه پوهه ښايي په دې متمرکزه وي چې نوماندان د هغوی د رښتينولۍ، تجربې او وړتيا له مخې غوره کړای شي، نه د هغوی د سياسي يا توکميزو تړاوونو له مخې.

نوموړي زياته کړه: "افغانان ښايي پر دې وپوهول شي، تر هغه چې دوی پخپله د خپل هېواد پر ټپونو پټۍ کېنږدي او د خپل هېواد د ودانولو او امنيت د تامين لپاره لسټونې بډ  ونه هي، بل هيڅوک د هغوی ستونزې نشي هوارولای." 

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists