د افغانستان نوی ملي سرود

په پښتو نوی ليکل شوی ملي سرود د هېواد د ملي يووالي او بېلا بېلو قومونو درناوی کوي.

د افغانستان نوی ملي سرود

په پښتو نوی ليکل شوی ملي سرود د هېواد د ملي يووالي او بېلا بېلو قومونو درناوی کوي.

Friday, 19 March, 2010
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

افغانستان به ډېر ژر د يو نوي ملي سرود خاوند شي. دا ملي سرود، په داسې حال کې چې په هېواد کې بېلا بېل قومونه او توکمونه په ځان کې رانغاړي، د ملي يووالي او وحدت سپارښتنه کوي. خو لکه د پخوا په څېر د نوي ملي سرود په ژبې ناندرۍ لا روانې دي.

 

اوسنی ملي سرود، چې په حکومتي رسمي مراسمو کې غږول کيږي، په نوي يمو کلونو کې هغه مهال رامنځته شو، چې د مجاهدينو په راتګ پخواني ولسمشر، برهان الدين رباني واک ته ورسېد. دا ملي سرود، چې د يو زيات شمېر خلکو له خوا د ولسيتوب په پرتلې زيات اسلامي پلوه ښوول شوې، په درې ژبه دی. دري ژبه د تاجيکانو، هزاره ګانو او نورو قومونو په ګډون، د هېواد په سلو کې له دېرشو څخه د زياتو استوګنو پرګنو له خوا ويل کيږي.

 

د افغانستان لومړنی ملي سرود د شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال په پښتو ژبه جوړ شو او د لويديځ په څېر د پرېټ (عسکري رسم ګذشت) له موزيک سره ويل کېده. په 1929 کال کې د امير حبيب الله د نهه مياشتنۍ واکمنۍ پر مهال ملي سرود نه و. له هغه راوروسته تر 1933 پورې د محمدنادرشاه د واکمنۍ تر مهال پورې ملي سرود په پښتو ژبه له پوځي موزيک سره غږېده. له 1933 څخه تر 1973 پورې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال ملي سرود يوازې په موزيک غږېده او په کلماتو کې موجود نه و.

 

د 2004 کال په لومړيو کې د لويې جرګې له خوا تصويب شوی اساسي قانون غوښتنه کوي، نوي ملي سرود دې په پښتو وي، چې د هېواد بله رسمي ژبه ده او د ډېره کيو پښتنو له خوا ويل کيږي. اساسي قانون ددې غوښتنه هم کوي، چې په نوي ملي سرود کې دې د هېواد ميشت لويو قومونو او توکمونو نومونه ياد شي او د (الله اکبر) کلمه دې په کې وي.

 

نژدې وه، چې د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه د ملي سرود د ژبې د ټاکلو په سر له لارې ووځي. د هغې يو شمېر برخوال استازي خو لا تر اوسه هم له پرېکړې ناخوښه دي.

 

د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره پخوانی کانديد، د پيام مجاهد د خپرونې چلوونکی، عبدالحفيظ منصور د هغو استازو په ډلې کې و، چې د لويې جرګې له پرېکړې سره مخالف و. هغه لا اوس هم وايي، ښه به دا وي، چې نوی ملي سرود په پښتو او دري دواړو باندې وغږول شي او يا دې هېڅ ليکلې بڼه و نه لري. منصور، چې خپرونه يې يوازې د يو پخواني جهادي تنظيم، جمعيت اسلامي د افکارو خپروونکې ده او مرکز يې د هېواد په شمال ختيځ کې د تاجيکو په سيمې کې دی، وايي: ((د لويې جرګې ډېرو غړيو دا خوښه نه وه. زما په اند، نوی ملي سرود، يوه ستونزه ده او د يوې ستونزې په توګه به پاتې شي. هغه بايد په دواړو ژبو وي.))

 

د ملي سرود د خوښولو او تصويب لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا له هېواد له بېلا بېلو توکمونو څخه د جوړې شوې 40 کسيزې شورا مشر، رهنورد زرياب آی ډبليو پي آر ته وويل، چې په تېر پسرلي کې ملي سرود د خوښولو لپاره په مسابقي کې د ګډون له بلنې وروسته په بېلا بېلو ژبو له سلو څخه زيات شعرونه رارسېدلي و. اوس د هغې د کمپوز لپاره نړيواله مسابقه پيل شوې ده.

 

د ملي سرود لومړۍ برخه د پخواني ولسشمر، محمد داود د واکمنۍ د پېر د ملي سرود شعر دی، چې وتلي او نوميالي ليکوال، عبدالروف بينوا ليکلی و او تر 1992 کال پورې، واک ته د برهان الدين رباني تر رسېدو چلېده.

 

نور پاتې بندونه يې د علومو د اکادمۍ غړي او سياسي څيړونکي حبيب الله رفيع ليکلي دي. د وړاندېيز شوي ملي سرود شعر په لاندې ډول دی:

 

څو چې دا ځمکه اسمان وي څو چې دا جهان ودان وي

 

څو چې ژوند په دې جهان وي څو چې پاتې يو افغان وي

 

تل به دا افغانستان وي

 

تل به دا افغانستان وي

 

هزاره، که بلوڅان يو پشه يان، نورستانيان يو

 

ازبکان، که ترکمنان يو پښتانه، که تاجيکان يو

 

که هر قام يو افغانان يو

 

د وطن د مور بچيان يو

 

دی شعار مو آزادي سوکالي او ابادي

 

عدالت او ترقي ځو په لوري د بري

 

دا مو غږ دی بختور

 

وايو الله اکبر

 

وايو الله اکبر

 

د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې پخوانی کانديد او د عبدالرب رسول سياف د تنظيم، اتحاد اسلامي پخوانی مرستيال، احمدشاه احمدزی وايي، هغه ته نوی رامنځته شوی ملي سرود او هغه ملي سرود يوشان دي، چې د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال غږول کېده. نوموړی وايي: ((په نوي اسايي قانون کې داسې تصويب شوه، چې ملي سرود بايد په پښتو ژبه وي. زه دا منم. په دري ملي سرود هم ماته د منلو وړ دی. هغه يو اسلامي ملي سرود دی.))

 

خو د کابل يو بل اوسېدونکی، 48 کلن محمود شاه وايي: ((د مجاهدينو د حکومت ملي سرود، سره له دې چې سپېڅلې کلمې په کې يادې شوې وې، د ټولو افغانانو ملي سرود نه و. هغه د تنظيم سرود و، نه ملي سرود.))

 

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه په اند نوی ملي سرود په افغانستان کې نني واقعيتونه ښه روښانه کوي. هغه وايي: ((موږ د "افغانستان" اوسېدونکي بايد د يووالي او ابادۍ لپاره هغه څه وکړو، چې په شعر کې ويل شوي دي.))

 

نوي ملي سرود بايد ولسمشر حامد کرزی او د هغه کابينه تاييد کړي.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists