د افغانستان ناواده پېغلې او ځوانان (مجردان)

د ولور ډېروالى د زيات شمېر ځوانانو او نجونو د واده مخه نيسي.

د افغانستان ناواده پېغلې او ځوانان (مجردان)

د ولور ډېروالى د زيات شمېر ځوانانو او نجونو د واده مخه نيسي.

Wednesday, 29 April, 2009
. دا ددې شل کلنې پېغلې لپاره د خوښۍ پرځاى د غم شېبې دي. هغه د ځان وژنې په سوچ کې ده.



هغې وويل: "زه يو شپېته کلن زوړ سړي ته په زور ورکړ شوې يم. پلار مې تر هغه ووهلم، چې رضايت مې وښود. بيا يې د خپل نامزد د خپلوانو په مخ کې ترهغې وډبولم چې ژړا مې بس کړه. هغه (پلار مې) له دې زوړ سړي څخه لس زره ډالر اخيستي دي. په دې پيسو يې يو موټر واخيست او څه ځمکه يې ګرو ونيوله. هغه زه وپلورلم. نه پوهيږم چې څه وکړم."



د ناهيد پلار له ولور څخه ګټه واخيسته . دا هغه پيسې دي، چې راتلونکى زومان يې بايد د ناويانو په وړاندې د هغوى پلرونو ته ورکړي. اصلا دا پيسې بايد د نوې واده شوې جوړې لپاره د کور په جوړولو ولګيږي، خو زياتره د نجلۍ د کورنۍ له خوا اخيستل کيږي او خپلې اړتياوې پرې پوره کوي.



ولور په وروستيو کلونو کې هومره زيات لوړ شوى، چې ډېر شمېر ځوانان د ودونو وسه نه لري. په پاى کې، د شنونکو په وينا، نجونې هم ناواده پاتې کيږي او يا پر ځاى يې بډايو سپين ږيرو ته وديږي.



د بلخ د ولايت د شولګرې په ولسوالۍ کې د عبدالحميد په نامه د څلورو لوڼو يو پلار وويل: "که پر خپلو لوڼو غټ ولور وانه اخلم، نو خلک به وايي چې هغه ښه نجلۍ نه وه. خسرګنۍ به يې ورته په درانه نظر نه ګوري."



ولور نن سبا په شمال کې لس پنځلسو زرو ډالرو ته ختلى دى. مشران پړه پر ځايي ټوپک والاوو اچوي، چې له نشه يي توکو، ټوپکو، غصب او لوړ انفلاسيون څخه ښايسته ښه ګټه تر لاسه کوي.



حميد وويل: "قوماندانان ډېرې پېسې لري. يو پلار پوهيږي، که چيرې يو قوماندان د هغه په لور پسې مرکه وليږي، نو "نه" ورته نشي ويلاى. که "نه" ورته ووايي، نو قوماندان يې ترې په زور وړي. له دې امله څومره يې چې زړه وي، هغومره پيسې ترې غواړي."



په تېرو کلونو کې شمالي ولايتونه سختې وچکالى ځپلى دى او له امله يې د زيات ولور خبره رامنځته کړې ده.



بزګران له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د کرکيلې په ټټيدو بې روزګاري هم زياته شوې ده. له دې امله زيات شمېر کورنۍ هغومره زيات ولور غواړي، چې يو (شته من) څوک يې ورکولاى شي.



د بلخ په ولايت کې د مولوي عبدالقهار په نامه يو امام آى ډبليو پي آر ته وويل، د ولور په نامه د زياتو پيسو اخيستل په اسلام کې د منلو وړ نه دي.



هغه وويل: "مهر په اسلام کې روا دى، نه ولور."



مهر لږې پيسې دي او زومان يې خپلو راتلونکو خسرانو ته ددې لپاره ورکوي، چې د نوي کور د جوړولو لپاره پرې تيارى ونيسي.



نوموړي مولوي وويل: "د مهر لږه اندازه لس درهمه دي، خو زياته اندازه يې بايد هغومره نه وي، چې د چا ملا ماته کړي."



اته ويشت کلن احمدثاقب د بلخ د حضرت عمرفاروق په ليسې کې د انګليسي ښوونکى دى. هغه تل د واده په اړه اندېښمن وي.



هغه وويل: "زموږ په سيمه کې ولور دولس زره ډالره دى، چې د واده له نور لګښت سره شل زرو ډالرو ته رسيږي. زما معاش د مياشتې سل ډالره دى. په هغې مې د ورځې ګوزاره نه کيږي، واده به په څه شي وکړم؟ "



نجونې هم له مناسب مېړه د نشتوالي له امله کړيږي.



فاطمه څلوېښتو کلونو ته رسېدلې او تراوسه د چاربولک په ولسوالۍ کې د پلار په کور ناسته ده.



هغې ګيله وکړه: "پلار مې يو ظالم سړى دى. واده ته مې پرېږدي، خو کله چې څوک مرکه راشي او لس پنځلس زره ډالر ولور ترې غواړي، نو په خپله مخه ځي او بېرته مخ نه را اړوي."



د بشري حقونو فعالين وايي، مالي بار ددې مانا لري، چې زاړه او بوډا سړي تل ځوانې نجوني ودوي. وروسته ددې کار پايله تاوتريخوالى او بدمرغي وي. د هغوى له وسې هم څه پوره نه دي.



د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون سيمه ييزه مشره، فوزيې نوابي وويل: "موږ روزنيز ورکشاپونه جوړوو. موږ له ملايانو، پوليسو او اردو څخه کار اخلو، چې د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي."



د نوابي د وينا له مخې زيات شمېر ځوانان له کميسيون څخه د ولور د موضوع د حل مرسته غواړي، خو کميسيون ته ستونزمنه ده، چې په دې هکله منځګړتوب وکړي.



هغې وويل: "د تېرو شپږو کلونو راهيسې په اووه ويشتو قضيو کې خلکو موږ ته په دې اړه ته مراجعه کړې ده. موږ توانيدلې يو، چې يوازې درې هغه حل کړو."



په بلخ کې د ښځو د چاروو يوې نادولتي موسسې مرستياله، حليمه سادات هم وايي،چې د هغې موسسه په دې راز قضيو کې بې وسې ده.



هغې ددې پخلى وکړ او ويې ويل: "موږ نشو کولاى د ولور په اړه ډېر څه وکړاى شو."



نوموړې زياته کړه، يو امکان ډله ييز ودونه دي. ډله ييز ودونه په شيعه ګانو کې دود شوى، خو په سنيانو کې مشهور نه دى او له ايران څخه د يو وارد شوي فرهنګ په سترګه ورته ګوري. ( وګورئ: سنيان د شيعه ګانو د ډله ييزو ودونو په اړه تياره نظر لري،اى آر آر ٣١٧، د ٢٠٠٩ کال د مارچ ٢٦)



هغې وويل: "موږ د عامه پوهاوي پروګرامونه لرو، چې ډله ييزو ودونو ته د خلکو پام راړوي. موږ له ملايانو سره کار کوو چې په دې اړه د خلکو پوهه پراخه کړي."



دمګړۍ که ځوانان وغواړي، چې ودونه وکړي د پيسو د لاسته راوړلو لپاره هرکار ته لاس اچوي. زياتره د ښې مزدورۍ لپاره بهر هېوادونو ته ځي او کله ناکله بېرته نه راستنيږي.



د ننګرهار ولايت يو اوسيدونکي، رحمن ګل وويل: "زما يو اتلس کلن زوى له کوژدې وروسته د واده د لګښت د پوره کولو لپاره ايران ته تللى. اووه کاله يې وشول، چې هيڅ پته يې نشته. ومې پتېله چې کوژده يې د هغه کشر ورور ته واده کړم."



ستونزه تر دې اندازې کړکېچنه شوې وه، چې د غزني ولايت په يو کلي کې مشرانو ولور ته يو قانوني حد وټاکه.



د غزني د روضې د کلي يو مشر، حاجي محمد رسولي وويل: "زيات شمېر پېغلو او ځوانانو په سم عمر کې ودونه نشو کولاى."



روضه د غزني د ښار د ختيځ په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده. څه کم ٣٥٠٠ کورونه لري. زيات شمېر اوسيدونکي يې په سوداګرۍ يا کرکيلې بوخت دي.



د کلي مشرانو د ولور اندازه ١٥٠ زره افغانۍ (درې زره ډالره) وټاکله. دا پرېکړه هغومره مشهوره شوه، چې خلک په ټول ولايت کې د هغې د پلي کولو غوښتنه کوي.



حاجي رسولي وويل: "نه يوازې مشرانو ددې پرېکړې ملاتړ کړى، بلکې د عالمانو شورا هم د هغې هرکلى وکړ."



د عبداللطيف په نامه د روضې يو ملا آى ډبليو پي آر ته وويل، د ولور د حد تر ټاکلو وروسته زيات شمېر نجونو او ځوانانو ودونه وکړل.



هغه وويل: "خلک په دې پرېکړې ډېر خوشال دي. د کلي په ټولو جوماتونو کې به اعلان شي. که چا له پرېکړې څخه سرغړونه وکړه، نو شل زره افغانۍ به جريمه شي."



ملا لطيف وويل، مشران په دې لټه کې دي چې د ودونو لګښت د ځوانانو د وسې تر کچې پورې راټيټ کړي.



هغه وويل: "له دې پرېکړې وروسته مې له اويا څخه په زياتو ودونو کې ګډون کړى دى. ټول ځوانان ډېر خوشاله برښيدل."



د مشرانو ددې پرېکړې په برکت دېرش کلن محمد اسحق په دې وروستيو کې واده وکړ.



هغه وويل: "زه يو موټر چلوونکى يم. زيات ولور ته مې وسه نه رسېده. کله چې يې ولور ١٥٠ زرو افغانيو ته راټيټ کړ، نو د خپلې خوښې له نجلې سره مې واده وکړ. اوس مې له ژوند څخه ډېر راضي يم."
Frontline Updates
Support local journalists