د افغانستان مطبوعاتي اصلاحات او د هغوې څيړنه
په کابل کې نوي واکمن وايي دوې د طالبانو د وخت سانسور له منځه وړې خو ځينې ژورنالستان پرې ډاډمن نه دي.
د افغانستان مطبوعاتي اصلاحات او د هغوې څيړنه
په کابل کې نوي واکمن وايي دوې د طالبانو د وخت سانسور له منځه وړې خو ځينې ژورنالستان پرې ډاډمن نه دي.
يو زلمکې هلک په کوڅه کې ولاړ او د رنګينو مخونو او زړه راښکونکو ډيزاينونو سره مجلې او ورځ پاڼې پلوري او په لوړ غږ سره د مهمو پيښو سرټکي لولي.
د کابل اوسيدونکو له پاره ، چې له اوږدې مودې راهيسته د پخواني رژيم تر شديد کنترول لاندې بې اغيزه مطبوعاتو سره روږدي دي داسې يو څه له نندارې پرته بل څه نه دي .
دفيض اله محتاج د انيس د رسمي ورځ پاڼې د مسول مدير مرستيال د ورځ پاڼې له پاره هغه مهال هم کار کړې چې طالبان واکمن وو. دا هغه مهال وو چې يوازې سخت اسلامي نظر منل کيده. هغه وويل دوې نژدې د ټولو مدني او عصري ارزښتونوسره مخالف وو آن که هغه ولسي نظر او يا مفکوره هم وه.
محتاج دغه راز وويل طالبانو پخپله د خبرونو او مطالبو د غوره کولو کړنلاره تعينوله. دوې کورني مطبوعات سانسور کړي وو خو د نړيوالو مطبوعاتو په اړه چې دوې يي په رښتيا سره په غصه کړي وو څه نه شو کولې.
د طالبانو دا مخالفت چې ښځې کار ته ولاړې نه شي ډير مشهور وو خو ځنيو د خالدې قيامي په شان چې د هيواد رسمي ورځ پاڼې له پاره يي کار کوه که څه هم وکولې شو خپله دنده وساتي.
هغه وايي د ورځ پاڼې مسول مدير طالب وو او هغه زه د کابل رابعې بلخي روغتون ته وليږلم چې د ښځو د ورځې په اړه راپور ورکړم.
هلته ډاکترانو او نرسانو د طالبانو د رژيم او په ځانګړي توګه پر ښځينه کارکوونکو او ناروغانو د هغوۍ د محدوديتونو له امله شکايت وکړ. ما د دغه هر څه په اړه په ډير احتياط سره راپور ورکړ. خو کله چې هغه خپاره شول نو هر څه ترې سانسور شوي وو .
هغو کسانو چې د طالبانو د مطبوعاتي قوانينو څخه سرغړونه کوله هغوې ته ډيره سخته سزا ورکول کيده.
په لويديځ ښار هرات کې د اتفاق اسلام د خپريدونکې ورځ پاڼې څخه عبدالقدير حکيمي په ډاګه له دې امله وهل شوې وو چې په ١٩٩٩ کال کې يي پر دولت غږ کړې وو چې نرسان او ډاکتران بيرته لويو روغتونونو ته ستانه شي ځکه دوې روزل شويو کارکوونکو ته شديده اړتيا درلوده.
د حکيمي همکار عبدالمنير د ژورنالست په توګه له کار مولو څخه منع شوې وو او سيمه اييز ليکوال نظري آريانا د هرات د ليکوالو له ټولنې څخه ځکه ليرې کړې شوې وو چې وړانديز يي کړې وو چې اسلاميات دې د عربي ژبې پر ځاې په دري بدل شي. دا غوښتنه اسلام ته د سپکاوي په توګه تعبير شوې وه ځکه آريانا وايي دوې دري د سود يا ګټې زبه بولي.
د بيان د آزادۍ نړيوالې ډلې تخمين کوي چې له ٦٠ څخه زيات ژورنالستان چې د طالبانو تر کنترول لاندې مطبوعاتو ته يي کار کوه نيول شوي ، ځورول شوي او يا هم د هغوې د واکمنۍ پر مهال له کار څخه ويستل شوي.
لنډ مهالې ادارې د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره ژمنه کړې چې مطبوعات به د دولت له انحصار څخه خلاصوي اود مطبوعاتو نوې قانون به معرفي کوي چې ژورنالستانو او د هغوې استخدام کوونکو ته لازيات واک ورکړي.
د باختر آژانس ريس سلطان احمد بهين ويلي د طالبانو د نسکوريدو په وروستيو اوونيو کې له ٨٨ څخه زياتې ورځ پاڼې، اوونيزې ، مياشتنۍ او درې مياشتنۍ خپرونې يوازې په کابل کې رامنځ ته شوي دي.
خو وروستيو پيښو د مطبوعاتو د نويو آزاديو بې ثباته خصلت جوت کړې دې.
د May په مياشت کې د لنډمهالې ادارې مشر حامد کرزي د کابل د تلويزيون ژورنالست کبير عمرزې هغه مهال خاموشه کړ چې د پاکستان د مشر جنرال پرويز مشرف سره په ګډ خبري کنفرانس هڅه وکړه چې د پاکستان سره د هيواد د پولې زړه ناحل شوې موضوع راپورته کړي.
د کرزي دغه عمل لږ تر لږه د کابل له دوو ورځ پاڼو او د دغه ښار د ژورنالستانو د ټولنې له خوا نيوکې راجلب کړې. په پاريس کې ميشت د بې پولې خبريالانو ټولنې په رسمي ډول احتجاج کړې.
آن د انيس د ورځ پاڼې په شان دولتي خپرونو کارکوونکو دا منلې چې دوې د راپور ورکولو په اړه محدود واک لري. د انيس د ورځ پاڼې خبريال عبدالواحد شبروز ويلي په دولتي خپرونو کې چې څه خپريږي هغه څارل کيږي.
اکثره دا محدوديتونه پر ځاې ګڼل کيږي چې پر ځنيو موضوعاتو بحث او نظر د هيواد نازکه دموکراسي بې ثباته کولې شي. محتاج ډيرې دوستانه خبرې کوي . هغه وايي څرنګه چې ماته لنډمهاله اداره تنخواه راکوي نو زه بايد خپله دنده تر سره کړم او د هغوې د اهدافو دفاع وکړم.
خو هغه همدارنګه باور لري چې مطبوعات د ولس په خبرتيا کې مهمه ونډه لري او هغه دا مني چې دا هغه څه دي چې د افغانستان مطبوعات يي په تر سره کولو کې ناکامه شوي دي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ په رامنځ ته کولو کې ډيرې هڅې شوي خو په داسې حال کې چې دا هر څه لا د کاغد پر مخ دي داسې ښکاري چې په سمه توګه عملي کول به يي وخت اخلي.
بريشنا نظري د کابل د اوونيزې د مسول مدير مرستيال دې.