د افغانستان ځپلی لويديځ

هرات چې يوه پلا د افغانستان د کرارو ولايتونو په ډلې کې و، اوس مخ په زياتېدونکي توګه خطرناکه کيږي. شنونکي وايي، چې ټول تاوتريخوالی د طالبانو له خوا نه رامنځته کيږ

د افغانستان ځپلی لويديځ

هرات چې يوه پلا د افغانستان د کرارو ولايتونو په ډلې کې و، اوس مخ په زياتېدونکي توګه خطرناکه کيږي. شنونکي وايي، چې ټول تاوتريخوالی د طالبانو له خوا نه رامنځته کيږ

.



نوراحمد سلطاني،چې باوري دی، د هغه خپلوان د هغه له دندې سره په تړاو کې وژل شوی دی، وايي: "عبدالروف دښمن نه درلود. زما په اند د هغه قتل له ادارې چارو سره تړاو لري. ټوپک والا د هغه د وژلو لپاره ګومارل شوي و."



هغه دوام ورکړ: "موږ له دې زيات په خپلو امنيتي ځواکونو باور نه شو کولای. ځکه وضعه تر دې ناوړه شوې، چې آن په سپينه ورځ خلک وژل کيږي."



هرات د افغانستان لويديځه ګاڼه، تل د خپل فرهنګ او معمارۍ له امله د خلکو په خولو کې و. هغسې چې ځايي شاعر (امير) علي شېر نوايي 500 کاله دمخه ويلي و، "د هرات په هره لوېشت کې يو شاعر استوګنه لري."



نوموړی ښار د تاريخ په څلورلاری کې پروت او له ايران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري. هغه د موقعيت له مخې د بېلا بېلو مذهبي او توکميزو اغېزو لاندې راغلی دی، په داسې حال کې چې ښار ته يي ځانګړی ارزښت ورکړی، اوس د تاوتريخوالي په ډګر اوښتی دی.



په تېرو دولسو مياشتو کې د ځانمرګي بريدونو له امله له 50 څخه زيات خلک وژل شوي او له سلو څخه زيات ژوبل شوي دي. عادي هراتي ښاريان اوس ناکراره بريښي.



په ښار کې د جوسو او اوبو د پلورلو د يوې هټۍ د خاوند شاجهان کريمزاده وويل: "خلک آن د خپل ژوند په ګډون د هيڅ شي ګرنټي نه لري. څنګه موږ کولای شو خپلې هټۍ او فابريکې وساتو. هره ورځ وسله والې غلاوې او قتلونه تر سره کيږي. خلک نه شي کولای جنايتکاران ونيسي."



کريمزاده وويل، زياترو خلکو د ناوړه کېدونکي امنيتي وضعې له امله له هرات څخه پښې سپکې کړي دي.



هغه وويل: "که وضعه همداسې پسې دوام ومومي، ښايي په هرات کې څوک پانګه ونه کاروي. خلک په رښتيني توګه اندېښمن دي."



حکومت دا پړه د طالبانو په ياغيانو اچوي.



د هرات والي، سيد حسين انوري وويل: "البته ددې پېښو تر شا د طالبانو لاسونه دي. ځکه هغوی د حکومت مخالف دي."



خو ځايي شنونکي او استوګن په دې باور نه دي.



يو سياسي شنونکي او په هرات کې د مسلکيانو د شورا په نوم د يوې ناحکومتي موسسې مشر، محمد رفيق شهير وايي: "په هرات کې جهادي عناصر شته، چې حکومت يي بدايسي، ځکه هغوی خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. موږ په دې وروستيو کې د چاودنو، غلاوو، برمتې او قتلونو په ګډون له يو لړ ستونزو سره مخامخ شوي يو."



د (جهادي) اصطلاح په بېلا بېلو وسله والو ډلو دلالت کوي، چې د شوروي په وړاندې له جګړې ژڅخه راپيل شوي بيا په نوي يمو کلونو کې تر خپلمنځي جګړو پورې رارسيدلي او له هغې وروسته د طالبانو په وړاندې راپاڅېدلي و. د هغوی زياتره مشران لا اوس هم وتلي سياسي څېرې دي.



د شهيرد وينا له مخې د هرات په ولايت کې د نورو ځايونو په پرتله د طالبانو فعاليتونه خورا لږ دي.



هغه وويل: "د حکومت په وړاندې مخالف ځواکونه خپلې لارې چارې پټوي، ترڅو هره پړه په طالبانو باندې واچول شي."



"ددې کار تر ټولو اندېښمنه برخه داده، چې په پوليسو او اردو کې هم د حکومت مخالفينو ځايونه نيولي دي. هغوی له مخالفينو سره تړاو لري او بايد له ليکو څخه وايستل شي."



هرات له سياسي فعاليتونو او توکميز تاوتريخوالي سره بيګانه نه دی. اسمعيل خان چې هرات يي د لسيزو په بهير کې تر کنترول لاندې و، تاجيک توکمه دی، چې د والي په توګه له دندې څخه تر ګوښه او د برښنا د وزير په توګه له ګومارل کېدو دمخه د پښتون قوماندان، امان الله خان سره په نښتو کې ښکېل و.



په شيعه ټولنې کې د ايران اغېز د احساس وړ دی. د مذهب پر بنسټ يو څه تاوتريخوالي هم رامنځته شوی. پروسږکال د عاشورا په ورځو کې، چې د شيعه ګانو تر منځ يوه مذهبي ورځ کڼل کيږي، له تاوتريخوالي سره بدرګه شوه، چې د شپږو تنو د وژل کېدو لامل شوه.



خو د مخ په زياتيدونکې ځانمرګي بريدونو په ګډون د ويني تويول چې په سهيل کې يي دود موندلای دی، په هرات کې تر پروسږکال پورې ډېر لږ و.



تر ټولو ناوړه پېښه د سپتمبر په مياشت کې تر سره شوه، چې د هرات د مشهور جومات بهر تر سره شوه او د يوولسو تنو د مړينې او اتلسو تنو د ټپي کېدو لامل شوه.



دا بريدونه د طالبانو کار ګڼل شوی و، خو د پوليسو د ځايي مشر په ګډون يو شمېر خلکو په اند دا مني چې کېدای شي پړه (له طالبانو پرته) په بل چا واچول شي.



د امنيې د قوماندانۍ وياند، سمونوال نورخان نيکزاد وويل: "د طالبانو ترڅنګ سياسي ډلې هم شته چې په هرات کې د وضعې د ګډوډولو هڅې کوي."



هغه د هرات په ولايت کې وروستيو نيولوته ګوته ونيوله، چې پوليس او استخباراتو په ګډو هڅو د بمونو د چاودنو په ګومان شپږ تنه نيولي و.



نېکزاد وويل: "يو تن د پاکستان اوسيدونکې او نور يي افغانان دي، چې له طالبانو سره تړاو نه لري."



نوموړي وياند زياته کړه، البته تر ټولواندېښمنه داده چې يو شمېر جنايتونه د پوليسو په يونيفورم کې تر سره کيږي.



هغه وويل: "موږ هڅه کوو تر څو وپوهيږو هغوی له کومې ډلې سره تړاو لري."



د طالبانو وياند، قاري محمد يوسف له دې څخه انکار وکړ، چې د ياغاينو ډلې دي په ملکې خلکو باندې په بريدونو کې ښکېل وي.



هغه خبريالانو ته وويل: "د ورانکارۍ (سبوتاژ) يا د ترهګرۍ هر عمل له طالبانو سره تړاو نه لري."
Frontline Updates
Support local journalists