د افغانستان د وینې بانکونو داوطلب مرستندویان موندلي

د عامه پوهاوونې او غوره تشکیل له برکته په خوست ولایت کې د وینې د ورکړې منظم جریان رامنځته شوی

د افغانستان د وینې بانکونو داوطلب مرستندویان موندلي

د عامه پوهاوونې او غوره تشکیل له برکته په خوست ولایت کې د وینې د ورکړې منظم جریان رامنځته شوی

IWPR
IWPR
Thursday, 4 September, 2014

لیکونکی: احمدشاه

محمد رحیم او اسلم خان په داسې حال کې چې رنګونه یي الوتي و خو له ځانونو سره خوشاله و خپلو هغو پلاستیکي کڅوړو ته یي اشاره کوله کوم چې دوی خپلې وینې پکې ورکړي وي.

اسلم خان وايي: «ما د الله د رضا لپاره دری ځله خپله وینه ورکړه. اسلام وايي چې که چیرته تاسې د یوه کس ژوند وژغورئ، نو دا په دې معنی ده چې ګواکي تاسې د ټول بشریت ژوند ژغورلی دی.»

دا دوه کسان د افغانستان د سویل لویدیځ ولایت خوست کې د هغو ځوانو مخ پر زیاتیدونکو کسانو له ډلې څخه دي چې غواړي خپلې وینې ورکړي.

محمد رحیم وايي: «زما د ویني ګروپ صفر دی او ما خپله ۵۰۰سي سي وینه هغه ناروغ ته ورکړه چې اوس مهال په دېر بد حالت کې دی او وینې ته اړتیا لري. د هغه ژوند او مرګ زما په وینې پورې اړه لري.»

د وینې د ورکړي سیستم له هغه وخت راهیسي په خوست کې پراختیا ومونده له کله چې د خوست خلکو د خوست مرکز ته د ویني د ورکړې لپاره راتله او یا هم هغو ښوونځیو او جوماتونو ته ورتلل چیرې چې به ګرځنده ټیمونو د وینې د ورکړې لپاره ګرځیدل.

د هېوادپال په نوم یو غیر دولتي ګروپ اوس په ټول ولایت کې د ۶۰۰۰وینه ورکوونکو د غړیتوب ادعا کوي چې په دې سره د وینې بانک چلول کېږي.

د هېوادپال ګروپ مشر، لمر نیازی وایي: «د هر یوه کس د وینې د ګروپ په پوهیدو او د وینې د ورکړې لپاره د هغه تیاری د همدې ګروپ د غړیتوب له اصلي شرطونو څخه دي.»

نیازی وایي چې د وینې د ورکړې لپاره هغه مهال غوښتنه کېږي چې کله خلک د ځمکو او جایدادونو پر سر د شخړو له کبله ټپیان کېږي.

د خوست د شیخ زاهد پوهنتون په نوښت، د وینې بانک له ټولو هغو محصلینو څخه چې په تیرو څلورو کلونو کې همدلته درس لولي، وینه راټولوي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس، ډاکتر هدایت الله حمیدي وايي چې، په دې اړه پراخ کمپاینونه د ملایانو له خوا او د خلکو د چلند د بدلون په اړه د ښوونکو له خوا رهبري کېږي. د وینې ورکړه هم دولتي او هم شخصي کلینیکونو کې تر سره کېږي، چې په سلګونو ملکي او امنیتي ځواکونو له غړو سره یي مرسته کړي ده.

د خوست ولایت د ویني د بانک مشر، ډاکتر عبدالسلام وايي، کله چې ناروغانو ته وینې ورکول کېږی، نو له هغه چا څخه وینه ورکول کېږي چې له ناروغ سره یي د وینې ګروپ یو شان وي.

اوس مهال زیاتره اړمند ناروغان د وینې د پیرودلو لپاره پیسې نه ورکوي. د لابراتوار د مشر ډاکتر فضل الرحمن په وینا، څلور یا پنځه کاله وړاندې به هر ناروغ د هرو ۵۰۰سي سي وینې لپاره ۳۰امریکايي ډالر ورکول، خو اوس مهال هېڅوک هم د پیسو ورکړې ته اړ نه دي.

د خوست یو تن اوسیدونکی، المر ګل (IWPR)ته وویل چې، «زما اوړ ماشوم له دوه میاشتنې راوروسته د وینې د کمښت ناروغۍ درلوده. اوس هغه شپږ کلن دی او هره میاشت خلک ورته په وړیا توګه ۵۰۰سي سي وینه ورکوي، چې دا له موږ سره ډېره لویه مرسته ده.»

احمدشاه د خوست پوهنتون محصل او د زده کوونکی دی.

Foreign aid
Frontline Updates
Support local journalists