د افغانستان د ټاکنو په اړه پر امنيتي اندېښنو خبرې اترې وشوې

د افغانستان د ټاکنو په اړه پر امنيتي اندېښنو خبرې اترې وشوې

په افغانستان کې د محمد عارف انوري ليکنه

د بلخ ولايت د مدني ټولنې فعالانو او د پوهنتون زده کوونکو د راتلونکي کال د ولسمشريزو مهمو ټاکنو په وړاندې د امنيتي ننگونو په اړه د خبرو اترو لپاره د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې غونډې کې برخه واخيسته.   

هغوی په يوې داسې لومړنۍ غونډې کې د خبرو اترو لپاره راټول شوي وو چې آی ډبليو پي آر به يې په بلخ او همدارنگه د افغانستان په نورو ولايتونو کې جوړې کړي. د ټاکنو چارواکو او ديني عالمانو هم په دې خبرو اترو کې ونډه اخيستې وه.

سره له دې چې د بلخ ولايت په نسبي توگه کرار دی، خو گډون کوونکو په دې اړه خپلې اندېښنې رابرسېره کړې چې د نوموړي ولايت په پنځو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه، نه پرانيستل کيږي. د دې کار معنا داده چې د نوموړو سيمو خلک به د رايې ورکولو کارتونه تر لاسه نه کړای شي او په دې توگه به له [ټاکنو] څخه بې برخې شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون په استازيتوب، عزت الله ارمان د دې خبرې پخلی وکړ او ويې ويل امنيتي ځواکونو دوی ته د نوموړو ولسواليو د خونديتوب په اړه ډاډ ورنه کړای شو. هغه وويل، د دې تشې د ډکولو لپاره د ټاکنو چارواکو ستونزمنو سيمو ته څېرمه د مرکزونو پرانيستل تر پام لاندې نيولي، ترڅو خلک هلته د نوم ليکنې لپاره ورشي.

د يوه زده کوونکي له خوا د يوې پوښتنې په ځواب کې، ارمان په ټينگار وويل چې په ټاکنو کې د درغلۍ خبره د دې کميسون [د اصولو د پلي کولو له امله] ډېره راتيټه شوې ده. هغه رايه کوونکي [به په دې ټاکنو کې ونډه واخيستلای شي] چې برښنايي پېژندپاڼې ولري او يا يې په تېرو ټاکنو کې ونډه اخيستې وي. 

د نيلوفر په نامه د مدني ټولنې يوې ښځينه فعالې پر هغو خطرونو رڼا واچوله چې په ځانگړي ډول ورسره ښځې مخامخ دي. هغه وايي، د ناقانونه وسله والو ډلو د شتون او بې ثباتۍ له امله به هغوی ته ستونزمنه وي چې رايه ورکړي. همدارنگه هغې دې اړتيا ته هم گوته ونيوه چې ښځو ته دې د هغوی د قانوني حقونو په اړه پوهنيز پروگرامونه جوړ شي.

محمد عارف انوري په بلخ پوهنتون کې د ژورنالېزم د پوهنځي محصل دی.  


This report was produced as part of Open Minds: Speaking Up, Reaching Out – Promoting University and Youth Participation in Afghan Elections, an IWPR initiative funded by the US embassy in Kabul.

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists