د افغانستان د سولې عالي شورا
يو شمېر افغانان د هغه نوښت په اړه شکمن دي چې غواړي مخالف وسله وال قانع کړي خپلې وسلې پر ځمکه کېدې.
د افغانستان د سولې عالي شورا
يو شمېر افغانان د هغه نوښت په اړه شکمن دي چې غواړي مخالف وسله وال قانع کړي خپلې وسلې پر ځمکه کېدې.
د د لنډې مودې لپاره د طالبانو له خوا د کندز ښار د نیولو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا په کندوز کې تر سختو نيوکو لاندې راغله.
نوموړې شورا پنځه کاله دمخه جوړه شوه چې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره هلې ځلې وکړي. سره له دې، چې دې شوار له حکومت سره د يوځای کېدو لپاره په سلگونه پخواني طالب جنگيالي هڅولي، خو تېره مياشت د آی ډبليو پي آر د مناظرې گډون کوونکو ټينگار وکړ چې لا ډېره اوږده لار په مخ کې پرته ده.
طالبانو د ٢٠١٥ کال په سپتمبر کې د دغه شمال ختيځ ولايت مرکز د څو ورځو لپاره تر خپل کنترول لاندې راوستی و. سره له دې چې مخالفين د کندز له ښار څخه د اکتوبر په درېمه وايستل شول، خو د هغوی دې اقدام د سترو تبليغاتو لپاره لاره هواره کړه او د هغه ښار په څنډو کې يې خپل موجوديت ته دوام ورکړ.
د کندز د والي وياند، عبدالواسع باسل وويل: «که چېرته د سولې عالي شورا په کندز کې فعاله وای، نو کندوز به سقوط نه وای کړی.» نوموړي زياته کړه، ښه به وای چې د بياپخلاينې هڅو ته بېلې شوې پيسې پر بنسټيزو پروژو لگېدلی وای.
د مناظرې گډون کوونکي، ثناءالله سيد زاد له باسل څخه وپوښتل، والي په کندز کې څه کوي چې د سولې د شورا کار په دغه ولايت کې ننگوي.
نوموړي وپوښتل: «ولايتي رياستونه هره اوونۍ د خپلو فعاليتونو رپوټونه د والي دفتر ته وړاندې کوي. که چېرته په تېرو پنځو کلونو کې د سولې د شورا رپوټ تاسو ته وړاندې شوی وي، نو د هغوی بې گټې توب به څرگند شوی وی، د يو څارونکي مقام په توگه تاسو په دې اړه کوم کار سرته رسولی دی؟»
باسل وويل، والي په پرله پسې ډول د شورا پر کارونو نيوکې کړي دي، خو ويې ويل، د سولې د هڅو ادا ره په کابل کې د مرکزي حکومت تر فرمان لاندې ده.
هغه وويل: «که په عام ډول ووايم، موږ د دې شورا له فعاليتونو څخه خوښ نه يو.»
د مدني ټولنې فعال، عبدالشکور دوست وويل، عادي کليوال او وسله وال جنايتکاران د طالبانو د پخوانيو غړو په توگه د شورا په غړيتوب کې منل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: «پر ټول پروگرام بيا فکر پکار دی.»
دوست په دوام وويل: «زما په نظر، په افغانستان کې کومه تگلاره چې د سولې د تامين لپاره پلې شوې ده، سمه تگلاره نه ده او عملا له ستونزو سره مخ ده. هغې نه يوازې په کندز کې، بلکې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې يې برياليتوب تر لاسه کړی نه دی.»
دوست وويل، ځوانان د بېکارۍ له امله د مخالفانو له ليکو سره يوځای کيږي. سربېره پر دې د جگړې له دوام سره د پاکستان پر مرستې هم سترگې نشي پټېدای.
دوست په دوام وويل: «سوله به تر هغه مهاله په افغانستان کې تامين نشي، ترڅو حکومت پاکستان ته په دې اړه قناعت ور نه کړي.»
د کندز د ولايتي شورا غړی، غلام رباني رباني هم له دوست سره په دې برخه کې همغږی و، هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د سولې د تامين لپاره موږ بايد له پاکستان او د نړۍ له نورو قدرتونو سره يوې موافقې ته ورسيږو.»
نوموړي ادعا وکړه چې د سولې شورا کومه مهمه لاسته راوړنه، نه لري.
هغه وويل: «موږ په رسمي ډول دا موضوع وپلټله. په نوموړې موده کې نه د وسله والو مخالفانو او نه هم د طالبانو کوم غړی د سولې له بهيرسره يوځای شوی دی.»
رباني د ملېشې د يوې ډلې بېلگه وړاندې کړه، سره له دې چې دمخه په رسمي ډول د ملي امنيت رياست ته تسليم شوې وه، خو، د نوموي د ادعا له مخې، لا تر اوسه خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.
د بياپخلاينې په اړه د بدخشان په ولايت کې يوې بلې مناظرې د سولې دعالي شورا استازي وويل، د هغوی کارونه ډېر اغېزمن دي.
د شورا د عامه پوهاوی ولايتي مشر، امرالله حبيبي وويل، د هغوی له شمېرو څرگنديږي چې گڼ شمېر مخالفانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي دي.
هغه وويل: «که چېرته موږ شمېرو ته وگورو، بې له شکه د سولې له بهير سره د شلو زرو روزل شوو او وسله والو جنگياليو يوځای کېدل يوه لويه لاسته راوړنه ده.»
د بدخشان د ښځو د چارو رئيسې، ذوالفنون ناطق له دې سره موافقه وه چې د شورا لاسته راوړنې ښايي وستايل شي.
هغې وويل: «په تېرو پنځو کلونو کې د بدخشان د مرکز او ولسواليو د ښځو لپاره د سولې عالي شورا د عامه خبرونې غونډې جوړې کړي، چې ښځو ته يې مادي گټه هم رسولې ده او د ورته غونډو جوړولو په اړه د پلانونو او پروگرامونو په جوړولو کې گډون لري.»
د بدخشان د ولايتي شورا غړي، احمد جاوېد مجددي پر شورا نيوکه وکړه چې د تنظيمي سياسيت تر اغېز لاندې ده.
هغه وويل: «فکر کوم چې د سولې د کمېټې زياتره غړي له يو واحد سياسي گوند سره تړاو لري.» نوموړي زياته کړه، په شورا کې د بدخشان درېو غړو « په ناستو کې برخه نه ده اخيستې او کومه لاسته راوړنه، نه لري.»
د پوهنتون يوه محصل، شفيق هم وويل، د شورا اجراات کمرنګه دي.
هغه وويل: «شورا د کوم برياليتوب دعوه نشي کولای. اووه سوه میليونه امريکايي ډالره ولگيدل او سولې ته يې هيڅ گټه ونه رسوله.»
په بادغيس کې د شورا د ولايتي دارالانشاء مشر په سيمه ييزو ټولنو کې د ټاکلو پروگرامونو پلي کولو ته گوته ونيوله.
محمد اکبر هوتک وويل، شورا د سولې په بهير کې جنگياليو د ورگډولو په موخه له لسو څخه زياتې پروژې رامنځته کړي دي.
هغه زياته کړه، د امنيت نشتوالی او قومي تاوتريخوالی د هغوی په وړاندې ستره ننگونه ده.
هوتک وويل: «[د بېلگې په توگه،] د مقر د ولسوالۍ خلک، چې له دې بهير سره يوځای شوي وو، د امنيتي ستونزو له امله اوس د ولايت په مرکز، قلعۀ نو کې اوسيږي.»
د مقر د پراختيايي شورا مشر، محمد افضل افضلي وويل، شوار ته پکار دي چې د خلکو باور لاسته راوړي.
هغه وويل: «خلکو د سولې له عالي شورا سره همکاري وکړه او پروژې يې تر يوه بريده اغېزمنې دي. د هر چا دنده ده چې په سيمې کې د سولې د تامين لپاره هڅې وکړي.»
د مقر د ولسوالۍ اجرایيه مدير، ابوبکر عظيمي زيات ډاډمن نه و. هغه وويل، د شورا کارکوونکو د ولسوالۍ له ادارې سره همکاري نه ده کړې. له ځايي چارواکو سره نژدې همکاري د دې پروگرام د گټورتيا لپاره اړينه ده.
د مدني ټولنې فعال، شېراقا احساس وويل، شورا يوازې د ولس پېسې ضايع کوي. د جگړې د هوارۍ اصلي لاره بل چېرته ده. هغه زياته کړه: «حکومت بايد له پاکستان سره خبرې اترې وکړي، چې د طالبانو د مشرتابه ډله يې تر لاس لاندې ده.»