د افغان خبريال د خوشې كېدو په اړه هيلې مړاوې شوې

د كفر په تور باندې د تورن پرويز كامبخش د محاكمې د ځنډېدلو له امله خپګان او اندېښنې رامنځته شوې.

د افغان خبريال د خوشې كېدو په اړه هيلې مړاوې شوې

د كفر په تور باندې د تورن پرويز كامبخش د محاكمې د ځنډېدلو له امله خپګان او اندېښنې رامنځته شوې.

.



په يوې لويې لوحې باندې په انګليسي ژبې ليكل شوي و (دا لاره) او د يو غشې په واسطه يي د محاكمې كوټې ته لارښوونه شوې وه. زيات شمېر كتونكي دې غونډې ته راغلي و او د غونډې بهير په مستقيمه توګه د ژباړې د بشپړه وسايلو له لارې په انګليسي ژبې باندې ژباړل كيده.



د ډله ييزو رسنيو كورنې او بهرنۍ ډلې، د بهرنيو سفارتونو او د بشري حقونو استازي د مدني ټولنو فعالين او په سپينو جامو باندې د افغاني مېرمنو پوښل شوې لويه ډله د كابل د استيناف محكمې تالار ته راننوتل. هغوى ټولو داسې انګېرله، چې دا غونډه به دې اوږدې او كړوونكې پېښې ته د پاى ټكى كيږدي.



د استيناف مخكينى غونډه د دوولاملو له مخې ځنډول شوې وه. لومړى د مى د مياشتې د اتلسمې نېټې په غونډې كې مدافع وكيل حاضر نه و او ورپسې د مى د مياشتې په ۲۵ كامبخش له ناروغۍ څخه شكايت درلود.



هر څوك په دې اند و، چې دا به په دې هكله د استيناف د قاضيانو وروستۍ راغونډېدنه وي.



اوازې خپرېدې او خلكو په پوره ډاډ داسې انګېرله، چې كامبخش ښايي د جون د مياشتې د لومړۍ نېټې په غونډې كې خوشې شي.



اوازې د قضيې په پرتله د كامبخش په راتلونكې باندې څرخېدې: آيا هغه به وكړاى شي، چې په افغانستان كې پاتې شي؟ آيا د بنسټپالو ديني پوهانو د غچ اخيستلو خطر ډېر زيات دى؟ آيا كوم هېواد حاضر دى چې هغه ته پناه وركړې؟ ايا پلانونه واردمخه ترلاس لاندې دي؟



خو ډېر ژر څرګنده شوه، چې تورن هيچېرته د تللو خيال نه لري.



په تن نرې وچ كامبخش د محاكمې غونډې ته ولچك په لاس راوستل شو. هغه د لسګونو كمرو په وړاندې په شونډو موسكا خپره كړه او د ولچك د پرانيستلو لپاره يي لاسونه په ډېر ادب وروړاندې كړل. هغه د بنديخانې د توربخنو سپينو جامو، اوږد كميس او غټ پرتوګ دپاسه يوه چرمې كورتۍ اغوستې وه.



د محكمې قاضي په دېرشو دقيقو كې هغه متن ولوست، چې كامبخش يي له انترنيټ څخه د متن په اخيستلو تورن و.



كله چې وار د تورن دفاع ته ورسېد، كامبخش ودرېد، د پاك قران څو آيتونه يي ولوستل او ويي ويل، چې هغه د پخوا په څېر ټينګ مسلمان دى. وروسته يي د خپلې روغتيا په اړه د محكمې پوښتنو ته ځوابونه وركړل او ويي ويل، چې د خپلې قضيې د محاكمې د دوام لپاره چمتودى.



وروسته د هغه مدافع وكيل، محمد افضل نورستاني هغه اسناد يو په يو بيان كړل، چې د كامبخش د ځورولو ادعاګانې يي كره كولې.



له لږ ځنډ وروسته مشر قاضي، عبدالسلام قاضي زاده وويل، چې كامبخش ښايي عدلي طب ته واستول شي، تر څو د هغه د ادعاګانو سپيناوى وشي. د مخكنيو غونډو برعكس د استيناف د بلې غونډې د جوړېدو نېټه ونه ښوول شوه.



سره له دې چې كېداى شي دا ځنډ د تورن په ګټه و، خو كامبخش ته نژدې كسانو هغه د محكمې او حكومت له خوا د وخت اوږدول وبلل ترڅو د يو څو راتلونكو اوونيو لپاره يي ترفشار لاندې وساتي.



د كابخش ورور سيد يعقوب ابرهيمي، چې د تېرو پنځو كلونو راهيسې له آى ډبليو پي آر سره د خبريال په توګه كار كوي، وويل: ‘’مدافع وكيل يوه مياشت د مخه د كامبخش د روغيتايي كتنو غوښتنه كړې وه، خو قاضيانو په هغې غوږونه نه و ګرولي. دا غوښتنه بايد په يوې آزادې غونډې كې لوستل شوى واى.))



ابراهيمې د حالت د بدلېدو له امله تلولى شوى و. هغه د خپل پلار، سيد احمد سره يوځاى، چې د محاكمې له غونډې بهر ناست و، په دې تمه و چې ورور به يي خوشې او له ځان سره به يي بوځي.



هغه وويل: ’’موږ په دې تمه و، چې هغه ښايي خوشې شي. خو اوس نه پوهيږم، چې څه چل به وشي. زه فكر كوم، چې محكمه هسې وخت تېروي.’’



د كامبخش ځورول د ۲۰۰۷ كال د اكتوبر په ۲۷ پيل هغه مهال شول، چې په مزارشريف كې په اسلام باندې د كلكو نيوكو او سپكاوي په اړه له انتر نيټ څخه د يو متن په رانقلولو او ويشلو په تور باندې ونيول شو.



نوموړى متن يو جلا وطنه ايراني ليكلى، چې د آرش بېخدا په نوم ليكنې كوي. په دې متن كې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د كركتر او سلوك، په تېره بيا د هغه د ببيانو د شمېر او تعدد په اړه شك څرګند شوى دى.



بېخدا كله ناكله د ښځو په اړوند د قران د دريځ په اړه ترخې نيوكې هم كوي. د بېلګې په توګه په محاكمو كې د دوو ښځو شهادت د يو نارينه له شهادت سره مساوي بلل كيږي، ښځې د كورنيو د ميراث د نيمايي استحقاق لري. نارينه د څو ښځو د نكاح حق لري، خو ښځې له يو مېړه پرته د زياتو حق نه لري. بېخدا پرله پسې وايي، چې دا محدوديتونه د بشري حقونو له نړيوالې اعلاميې څخه سرغړونه ده.



كامبخش د ځان په وړاندې له دې تورونو څخه انكار كړى دى. سره له دې هغه يو وار اعتراف كړى، خو وايي، چې هغه ورڅخه په زور اخيستل شوى دى.



كامبخش د خپل بنديتوب پر مهال خپلوخپلوانو ته ويلي و، چې هغه باندې رواني فشار راغلى، ترڅو د رانقل شوي متن په ويشلو كې د خپل لاس لرل ومني.



يوازې په دې وروستيو وختونو كې د فزيكي ناوړه چال چلن له ادعاګانو څخه پرده پورته شوه. كامبخش د مى په ۱۸ محكمه د خپلې شكنجې په اړه خبره كړې او دايي ويلي و، چې د ملي امنيت كاركوونكو له هغه څخه په زور په اعتراف باندې د لاسليك د اخيستلو پرمهال د هغه پوزه او كيڼ لاس مات كړى و.



قضيه له هماغه پيل څخه له قضايي ستونزو سره مخامخ شوه. په مزارشريف كې په لومړۍ محاكمې كې كامبخش كوم قانوني وكيل نه درلود او نه له ځان څخه د دفاع حق وركړ شوى و. نوموړې محاكمه د څارونكو په وړاندې هم تړلې وه. كامبخش مازې يوې كوټې ته غوښتل شوى اود مرګ سزا ورته اورول شوې وه.



خپلوانو اودوستانو يي دوې مياشتې منډې ترړې ووهلې، ترڅو دوسيه له مزارشريف څخه كابل ته وليږدوي. هغوى داسې انګېرله، ګوندې دلته به هغه په سمه محاكمه شي.



هغه مهال د هغه كورنۍ د يو مدافع وكيل د موندلو په اړه هڅه كړې وه، خو چا ورسره مرسته نه وه كړې. يو څوتنو موافقه كړې وه، خو له څو ورځو وروسته يي كار پرېښى و.



ابراهيمي وويل: ’’موږ لس مدافع وكيلان نيولي و.’’



په دې توګه د مى په ۱۸ كامبخش مدافع وكيل نه درلود. په هغې غونډې كې هغه د خپل ځان دفاع وكړه، خو د هغه خبرې احساساتي او ګډې وډې وې، داسې چې د كورنۍ غړو او ملګرو يي د هغه رواني روغتيا په اړه اندېښمن كړل.



ابراهيمي وويل: ’’هغه ښه نه و. هغه تر فشار لاندې دى.’’



په تېرو اوو مياشتو كې د روڼ اندې كورنۍ دا ځوان محصل لږ تر لږه په شپږو بنديخانو كې د هرې ډلې له جنايتكارانو سره يوځاى بندي شوى او د نړۍ د پام مركز ګرځېدلى دى. كه دا راز كړه وړه يي ځان څخه ښوولي وي، نو د حيرانتيا خبره به نه وي.



د مى په ۱۸ غونډې كې قاضي قاضي زاده كامبخش ته وويل، چې هغه يو قانوني وكيل ته اړتيا لري او استماعيه غونډه يي وځنډوله. يوه اوونۍ وروسته، هغه مهال چې نورستاني بهر و، محكمه له سره پيل شوه. خو مدافع وكيل ته د ځواب د چمتو كولو لپاره پوره وخت وركړ شوى نه و.



كامبخش شكايت وكړ، چې د روغتيا د خرابوالي له امله موضوع مخكې وړاى نه شي. څو شېبې وروسته دا دويمه غونډه هم وځنډول شوه او د بيا پيل كېدو نېټه يي راتلونكې يكشنبه د جون د مياشتې لومړۍ نېټې وټاكله.



په دريمې غونډې كې برخوالو څارونكو د موضوع د بهير په اړه بيلا بېل نظرونه درلودل.



يو بهرني دپلومات وويل: ’’قاضي تر خپلې وسې زيار ايستلو، چې د ډاډ وړ بهير رامنځته كړي. د شكنجې ادعاګانو تورن ته تر ټولو ښه چانس وركړى و.’’



د بهرنيو دپلوماتانو د ټولنې يو بل غړي ويل، تورن ته وخت وركړ شوى نه و، چې ورباندې تپل شوي تورونه رد كړي.



نوموړي دپلومات د نوم د نه ښوولو په شرط وويل: ’’نن چې به څوك د محاكمې له كوټې بهر را وتلو، نو انګيرل به يي، چې تورونه پر ځاى و. هغه ته بايد د خپلې دفاعيې د لوستلو موقع وركړ شوى واى.’’



د مدافع وكيلانو ډلې د وينا له مخې محكمې له نورستاني څخه وغوَښتل، چې د بيان له لوستلو دمخه د طبي كتنې رپوټ وړاندې كړي. كله چې رپوټ ولوستل شو، نو محكمې سمله لاسه د غونډې د ځنډېدو پركړه وكړه.



د بشري حقونو د افغاني كميسون مشر، لعل ګل، چې د كامبخش له كورنۍ سره يي د محاكمې په مخكې وړلو كې مرسته كړې ده، وويل: ’’دې محكمې زياتې قانوني ستونزې درلودې. له قانون څخه زياتې سرغړونې وشوې. د شريعت له مخې آن كه يو څوك له اسلام څخه واوړي، نو درې ورځې وخت وركول كيږي، ترڅو خپله پښېمانې څرګنده كړي. كه بښنه يي وغوښته نو خوشې كېږي.’’



د افغانستان د اساسي قانون له مخې شريعت په هېواد كې تر ټولو واكمن قانون دى.



په دوسيې كې ښايي په راتلونكې كې نورې ستونزې رادمخه شي. مدافع وكيل، نورستاني ملګرو او دوستانو ته ويلي دي، چې د تليفون له لارې ورته ګواښونه شوي دي.



د قضيې په اړوند ددې خړپړتياوو له امله د كامبخش ملاتړي نهيلي شوي دي.



نوموړي بهرني دپلومات وويل: ’’داسې بريښي، چې دا قضيه سياسي اړخ لري. د قضيې په اړه هرڅه د بدلون په حال كې دي.’’
Frontline Updates
Support local journalists