"د افغان ځوانانو مناظره: "ټاکنې سولې ته د رسېدو يوازنۍ لار

"د افغان ځوانانو مناظره: "ټاکنې سولې ته د رسېدو يوازنۍ لار

 په افغانستان کې د رحيم بشردوست او جميل افغان ليکنه

د حقوقو استاد، عبدالوهاب طيب په کندهار کې محصلانو ته وويل، ټاکنې يوازنۍ لاره ده چې افغانستان پرې سولې ته رسيدای شي.

هغه د دې مياشتې په پيل کې په کندهار کې د آی ډبليو پي آر د ځوانانو په مناظرې کې، د آی ډبليو پي آر د غونډو په لړ کې چې د ٢٠١٤ کال د راتلونکو ولسمشريزو او لايتي شوراگانو په ټاکنو کې يې د ځوانانو د گډون د لوړولو په منظور پيل کړې، خبرې کولې.

پروفيسور طيب وويل، په اسلامي سپېڅلې دين کې ټاکنې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته زمانې ته رسيږي.  په اوسني وخت کې هرڅوک دنده لري هره هغه نوماند ته رايه ورکړي چې ملي گټو او ثبات ته ژمن او لاسونه يې په وينو ککړ نه وي.

محمد رحيم بشردوست او جميل افغان د کندهار د پوهنتون محصلان دي.

 

 

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists