د افغان ځوانانو مناظره: رايه ورکول د څه لپاره؟

د افغان ځوانانو مناظره: رايه ورکول د څه لپاره؟

Thursday, 21 November, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د افغانستان د سويل په کندهار ولايت کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې د ټاکنو چارواکي د گډون کوونکو په دې پوښتنه له ننگونو سره مخامخ شول چې آيا د رايې ورکول به څه گټه ولري.

دا غونډه د نورو غونډو په لړ کې وروستۍ غونډه وه چې د ٢٠١٤ کال د اپرېل د مياشتې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټولټاکنو کې د ځوانانو د فعال گډون په موخه د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونو کې جوړې شوې وې.

يوه محصل پوښتنه وکړه، افغانستان ته له ٢٠٠١ کال راوروسته ټاکنو د ملي امنيت او اقتصادي پرمختگ په برخه کې څه گټه رسولې ده. په ځواب کې د افغانستان د بشری حقونودمستقل کمیسیون دعامه پوهاوی دولایتی دفترمشر، عبدالعزيز اکرمي پړه پخپله د ټاکنو پر سيستم واچوله، چې پخوا يې د سم غوراوي ميکانيزم نه درلود.

د کندهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو رئيس، فضل خالق للمه وال وويل، پخوانۍ ټاکنې نړيوالې ټولنې پر مخ وړې، چې خپله اجندا يې درلوده او د هغې له مخې يې د ټاکلو نوماندانو ملاتړ کاوه.   

د غونډې يو بل گډون کوونکي د راتلونکو ټاکنو په اړه وپوښتل، د ټاکنو د پايلو په اړه به د رايو ورکولو مرکزونو ته د لږ شمېر خلکو ورتگ تر کومې کچې قانونيت وروبښي. للمه وال په ځواب کې وويل، د خلکو د ورتگ کچه کوم توپير نه لري.

يو تن بل گډون کوونکي وويل، د کندهار په لرې پرتو سيمو کې زيات شمېر خلک پر دې نه پوهيږي چې د رايې ورکولو حق لري.

په دې اړه اکرمي وويل، د خلکو د پوهاوي پروگرامونه ډېر مهم دي، خو وخت هم  نيسي. هغه وويل، دا کار د څو پړاوونو له تېرولو وروسته سرته رسېدای شي. لومړی، "په کلو او بانډو کې ښايي امنيتي وضعه ښه نه وي چې خلکو ته د بنسټيزې زده کړې زمينه چمتو شي او بيا وروسته ورته د ټاکنو په اړه معلومات ورکړل شي."

وروسته يوه محصل وپوښتل که د ٢٠١٤ کال له ټاکنو وروسته د خلکو په ژوند کې  رغنده بدلون رانشي، نو څه به وشي. د بشری حقونوپه خپلواک کميسون کې د اکرمي ملگري، نقيب الله ولي ځواب ورکړ، د رايو ورکول حق لري چې خلک له دندو گوښه کړي او همدارنگه نور په دندو وگوماري.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists