"د افغان ځوانانو مناظره: "خپله رايه په پوره پام وکاروئ

"د افغان ځوانانو مناظره: "خپله رايه په پوره پام وکاروئ

په افغانستان کې د خالد احمد حبيب ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د خوست ولايت ديني عالمانو د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې غونډې کې وويل، دا د هر فرد مکلفيت دی چې خپله رايه په پوره غور او دقت وکاروي. 

دا مناظره د نومبر د مياشتې په ١٧ جوړه شوې وه او د شيخ زاهد پوهنتون محصلانو پکې گډون کړی وو. دغونډې ويناوال، د يني عالمانو د شورامشر، مولوي شاه محمد، مولوي امين الله مؤمن او په نوموړي ولايت کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه اړيکو مشر، صاحب الدين ځدران وو.

د محصلانو يوه پوښتنه دا وه چې د اسلام په لومړنيو وختونو کې د يوې ټوليزې پرېکړې په نيولو کې د گډون کوونکي شخص اخلاق او تجربه تر ډېره بريده تر پام لاندې نيول کېده. خو اوس دا تعامل په پام کې نه نيول کيږي، ځکه د هر فرد رايه په هماغه اندازه ارزښت لري. 

د ويناوالوځواب دا و چې دا کار د رايه ورکوونکو لپاره تر ټولو مهم دی او د دې کار سرته رسول د هغوی مکلفيت دی.

مولوي مؤمن وويل: "رايه هغه چاته ورکړئ، چې ناسمه گټه ترې وانخلي. که داسې يوه شخص ته دې رايه ورکړه چې ناسمه يې وکاروي، په دې بايد وپوهيږي چې ته هم په دې گناه کې شامل يې."

مولوي شاه محمد زياته کړه: "د دې خبرې اهميت دا دی چې نه يوازې قومي مشران دې په ټاکنو کې گډون وکړي، ځکه کېدای شي داسې يو څوک غوره کړي چې خلکو ته د منلو وړ نه وي. قومي مشر خپله خوښه د نورو خلکو په استازيتوب نه کاروي."

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists