چېرته چې سړکونه نومونه نه لري

په کابل ښار کې د يوې پتې موندل ښايي ستونزمن وي، خو دا حالت به ډېر ژر سم شي.

چېرته چې سړکونه نومونه نه لري

په کابل ښار کې د يوې پتې موندل ښايي ستونزمن وي، خو دا حالت به ډېر ژر سم شي.

Friday, 18 November, 2005

د چرګانو په کوڅه کې چرګان نه شته او د ګلانو پلورلو په کوڅه کې د ګلانو په پرتله درغل ويديويې فلمونه په زياته اندازه پلورل کيږي. د ګلانو د کوڅې اصلا د ښار په بلې برخې کې پرته ده.


خو آن په چورت کې دا اچوونکو نښې د کابل له ګڼې ګوڼې څخه په ډک ښا رکې يو ښه والی په ګوته کوي، چې سړکونه يې نومونه نه لري.


د کابل ښار د اور وژلو د رياست ناتار ته د چمتووالي د څانګې مشر، ډګروال محمد کاظم وايي: ((کله ناکله چې موږ ته د اورلګېدنې خبر راکړ شي، نو (د اور لګېدنې) ځای نه شو موندلای. تر هغه انتظار باسو، چې لوګی مو تر سترګو شي.))


د ښار د ګډو وډو کوڅو د موندلو په اړه د اور وژنې موټر، پوسته رسوونکي، ټکسي چلوونکي او عادي ښاريان ټول له يو راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. اوږدې مودې جګړې د ښار له نيمايې څخه زياته برخه په کنډوالو بدله کړې ده. د ځای د موندلو تر ټولو بنسټيز لارښود، د کوڅو نومونه، په بشپړه توګه نه شته، چې زياتره وختونه په ښار کې اوسېدونکي څه ناڅه دري مليونه استوګن له ستونزو سره مخامخ کوي.


د کابل د ښار يو اصلي اوسيدونکی، 45 کلن محمد ايوب دکوڅو دنومولو په هکله باندې وايي چې، هغه زياتره وخت نه شي کولای خپله لاره ومومي. هغه وايي: ((يوه ورځ زما يو خپلوان په کارته نو کې مړ شوی و. ما غوښتل د هغه کورته لاړ شم. سهار وختي له کور څخه روان شوم او تر غرمې مې هغه کور ولټولو، خو ومې نه موندلو.))


زياتره کوڅې د هغې د چم او ګاونډ د نښو او يا لويو څلورلارو په واسطه پېژندل کيږي. زياتره يوه پته د لاس په ښورولو او د واټن د ورکولو له لارې موندل کيږي. کېدای شي دا کار د کاروبار يا موسسو لپاره يوه ننګونه وي، ځکه ليرې پراته ځايونه د پېژندنې د کارت په مورګو نه شي ليکل کېدای.


خو اوس حکومت ددې حالت د سمولو لپاره ګامونه اوچت کړي دي.


د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، سيد مخدوم رهين وويل، هغه د سړکونو د نوم ايښولو پروژه پخپله پلان کړې ده. هغه وايي: ((افغانستان 34 ولايتونه لري. هر يو به يې په خپل نامه يوه کوڅه ولري. له 1919 کال څخه دمخه شاعرانو نومونه به هم وکارول شي.)) خو استثنا به هم وي.


د رهين د وينا له مخې، د محمد ظاهرشاه په نامه به يوه سړک ونومول شي، چې له 1933 څخه تر 1973 پورې د افغانستان ټولواک و او اوس د ملت د بابا لقب ورکړ شوی دی. په همدې توګه د هغه د تره زوی، سردار محمد داود خان په نامه به هم يو سړک ونومول شي، چې نوموړی (ټولواک) يې له واک څخه وغورځاوه او په 1978 کال کې د کمونيستانو تر راتګ پورې واکمن و.


سياستوال په افغانستان کې د ژوند هرې برخې ته لاسونه ورغځوي. د سړکونو نومونه به هم له تاوتريخوالي خالي نه وي. رهين بايد ددې توقع ولري، د هرچا نومونه چې د ښار په کوڅو او سړکونو کېښول شي، نو توپيرونه به راوپاروي.


د مجاهدينو مشر، احمدشاه مسعود چې د کورنۍ جګړې قوماندان بلل شوی، د امريکا سفارت ته څېرمه د ستر مسعود د واټ په نوم يو سړک لري.


د امريکا په متحده ايالتونو باندې د 2001 کال د سپتمبر د يوولسمې نېټې له يرغل څخه دوه ورځې دمخه د مسعود وژنې هغه ته د افغانستان د شهيد دريځ ورپه برخه کړ، خو يو شمېر نور هغه د يو جنګ سالار په توګه بولي، چې وايي په کنډوالو باندې يې د کابل د ښار له بدلولو سره مرسته کړې ده. د هغه په هرځای کې موجود عکسونه زياتره ګرول شوي او د ښار زياتره اوسيدونکي نه غواړي دا واټ د هغه په نامه ياد کړي.


د ولسمشر د پخوانی مرستيال او پوځي قوماندان حاجي قدير په نوم يو څلور لاری شته، چې په 2002 کال کې ووژل شو. د قدېر په مخينې هم ناندرۍ وهل کيږي. هغه په خپل پلرنې ښار، جلال اباد کې د شاه امان الله د قبر تر څنګ ښخ دی، چې د 1920 کلونو تر منځ واکمن و او په 1960 کال مړ شو. دا کار تر هغې اندازې پورې د يو شمېر افغانانو د غوسې لامل شو، چې په پرله پسې توګه يې د هغه د مقبرې د الوزولو هلې ځلې وکړې.


د جمهوري رياست په دفتر کې د عبدالعلي مزاري په نوم د يو سړک د نومولو خبرې روانې دي. عبدالعلي مزاري يو قوماندان او د هزاره ګانو د ګوند، حزب وحدت مشر و، خو د کابل ښاروالي ټينګار کوي، چې تراوسه دوي دعبدالعلي مزاري په نامه ديوواټ خبر نه دی.


کله چې آی ډبليو پي آر محمد ايوب ته ددې پروژې په هکله وويل، نو هغه وخندل او ويي ويل: ((که په کابل کې د يو شمېر څلور لارو په څېر، سړکونه د يوشمير اشخاصوپه نامه ونومول شي نو دا به ښه وي، چې بې نومه پاتې شي.))


د سړکونو د نومونې په پروژې باندې پيسې لګيږي، خو هېڅوک د هغې په هلکه معلومات نه ورکوي. د کابل ښاروالۍ يو لوړ پوړي چارواکي، محمد ظاهررضايي وويل: ((تر اوسه مو سړکونو ته 172 نښې چمتو کړي دي. هره نښه ښاروالۍ ته په 18 ډالرو لوېدلې ده. ټول 3096 ډالر لګېدلي دي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists