چپه شترنګ ډريورانو ته ستونځې پيدا کړې
موټرچلونکو ته وويل شوي چې دوى بايد خپل شترنګونه له ښي لاس نه چپ ته واړوي، خو دوى وايي چې د دې کار له پاره پيسې نه لري.
چپه شترنګ ډريورانو ته ستونځې پيدا کړې
موټرچلونکو ته وويل شوي چې دوى بايد خپل شترنګونه له ښي لاس نه چپ ته واړوي، خو دوى وايي چې د دې کار له پاره پيسې نه لري.
افغاني چارواکو د ښي لاس شترنګ غير قانوني اعلان کړى. او دا فرمان ورکړل شوى وو چي د ټولو موټرو شترنګونه بايد چپ لاس ته وواړي.
په داسې هيواد کې د ترافيک تک او راتګ په ښي لاس وي، دا ډيره منطقي خبره ده. خو په دې لاره کې غټه ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د ډيريو موټرو شترنګونه په شي لاس کي دي.
په افغانستان کي د ډيرو ترافيکي پيښو لامل د ترافيکو د متخصصينو په آند همدا خبره ده او هغوى وايي که چيرې د ټولو موټرو شترنګونه په چپ خوا کې وى نو دومره پيښې به نوى.
خو د ډيريو خلکو په ګمان په داسې يو هيواد کې چې موټر چلونکي د سرک هر خوا نه چې زرړه شي تيريږي او ترافيکي قانون په پام کي نه نيسي، نو د شترنګ ځاى دومره د اهميت وړ نه ده.
خو په سر دغو ټولو حکومت هوس هم ټينګار کوي چې په راتلونکو ١٨ مياشتو کې د ټولو موټرو شترنګونه به چپ لاس په واوړي.
د ترافيکو ريس عبدالشکور خيرخواه دا فرمان تيرکال د سپتمبر په مياشت کې صادر کړ. او وويل(( ٨٥ فيصد ترافيکې پيښې د همدې کبله دي.))
د چارواکو له خولې نږدې ١٠٠٠٠، يا په نورو الفاظو نږدې نيمايي د ټولو موټرو د کابل په تنګو کوڅو ا و سرکونو کې ګرځي. ډيرى يې تيوتا ډوله جاپاني موټر دي. ډيرى ښي لاسي موټر په اصل کې يې په پاکستان کې د پلورلو له پاره جوړ شوي، ځکه پاکستان يو له هغو هيوادو څخه دى چې ترافيک يې په چپ لاس کې تګ راتګ کوي.
خداداد چې د بهرني تجارت جواز لري وايي ډيرى دغه موټر چې شترنګ يې په شي لاس کي ده د نويمو کلونو جګرو په وخت په غيرې قانوني ډول هيواد ته راغلي. او هغه طالبان هم داسې موټرو ته د جوازالسير ورکولو باندې ملامتوي.
که څه هم ټول د دې خبرې سره موافقه دي، خو دا فرمان د يو څه مخالفتونو سره مخامخ شوى ده. په دې حال کې د موټرو څښتنان دې ته اړ دې چې له ١٠٠٠ امريکايې ډالرو نه ډيرې پيسې په دې باندې مصرف کې تر څو د خپلو موټړو شترنګونه بدل کړي. او موټر پلورنوکي چې د شي شترنګ والا موټړ لري امکان ده چې په سل هاو زره ډالر تاوان و ګالي.
محمد اکرم چې تکسې چلوي وايي، چې هغه په ورځ کې يوازې ٥٠٠ افغانى ګټي د شترنګ بدلولو وس نه لري. هغه وويل چې دى په ډيرو ستونزو خپل کور چلوي.
اکرم وايي چې دى مجبور ده چې د امر اطاعت وکړي، خو په يو شرط چې کار يې مطمينه وي او له ٢٥٠ ډالرو نه يې بيه اوچته نشي. هغه وويل چې هغه ١٠٢٠٠ ډالره پور اخيستى و چې موټر يې پې واخيست، او ٦٢٠٠ يې لاتر هوسه په ده پاتي دي، او دا د شترنګو بدلو پيسې به دى تباه کړي.
يو بل ټکسي چلونکى چې ضياالدين نوميږي وايي چې حکومت بايد د ستونزي د له منځه وړلو له پاره کومه بله لاره ولټوي. هغه زياته کړه: (( حکومت بايد داسي ونه کړي.)) ځکه په ښار کې له نيمايې نه ډير موټړو شترنګونه په ښي لاس کي دي.
او هغه د بدلولو د کار د کيفيت په هکله هم باور نه درلود او ويلې چې دا ښايې تخنيکې ستونزي منځ ته راوړي.
ډيرې موټړ لرونکو د دې کار اړتيا منلې ده خو ځينې يې وايې چې د دوى وس نه رسيږي.
عبدالله اميد وايي چې د خپل جاپاني موټر په ٤٠٠٠ امريکايې ډالرو رانيولى او وايي: (( ما دومر پيسې درلودې چې موټر مې پې واخيست او زه د شترنګ د بدلولو پيسې نه لرم او هوس زه دې ته اړ يم چې خپل موټر په ٤٠٠ ډالر په نقصان وپلورم.))
غزيز احمد فقيري چې په همدې وروستويو کې موټر رانيولى هم ډير خفه ده او وايي: (( دا به ډيره ښه خبره وه کار په نړيوالو ستندردو باندې برابر وشي او بيه يې هم ليږه کمه وى، خو هوس په دې باندې د ١٠٠٠ ډالرو په شاوخواه لږيږي.))
د انوش د موټر پلورنجي څښتن، شاه محمد وايي هغه ته هم ډير تاوان راځي ځکه هغه هم دا هوس ٣٠ نوي موټر لري چې د ټولو بيه يې ١٨٠٠٠٠ ډالره کيږي او د ټولو شترنګونه په ښي لاس کي دي. او وايي هيڅ څوک به دا موټر نه اخلي ځکه حکومت وروسته د ٢٠٠٥ کا د سپتمبر د مايشتې نه داسې موټرو ته نه جوازالسير او نه هم پليټ ورکوي.
خير خواه وويل چې دوى د داسې يوې کمپنى په لټه کې دي چې دا کارد پيسو په مقابل کې چې د موټر څښتنان به يې ورکوي، وکړي . دولت دا ويلي دي چې هر کمپنى چې دې ته حاضره وي چې دا کار په ښه ډول، په کمه بيه او تر سپتمبر پايه پورې وکړې .
تر هوسه پورې يوې کمپنى د جواز تر لاسه کړى چې د شترنګو د تبديلولو کار وکړي، خو دې کمپنى تر هوسه خپل کار نه دى خلاس کړى، او دى کمپنى چارواکو هم تر هوسه نه دي ويلي چې د دکار په مقابل کې څو روپى واخلي.
که څه شاه محمود د دې کار سره موافق ده او مني يې چې د پيښو شمير به کم شي خو وايي: (( که څه هم دا ښه کار ده خو خلک خوار دي او د دې کار وس نه لري.))
په کابل کې د آزاد خبريال وحيدالله اماني ليکنه