Candidates Fined for Poster Violations
Candidates Fined for Poster Violations
شاوخوا 300 تنه د ولسی جرګې نوماندان د ټاکنیزو سیالیو د قوانینو څخه په سر غړاوی او په ممنوعه سیمو کې د انځورونو د نښلولو له کبله تر 20000 افغانیو نقدی جریمه شوی دی
له دغې ډلې څخه نږدی یو په دری د هرات ولایت څخه ولسی جرګې ته نوماندان دی د تاکنو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایی چې په هرات ولایت کې 86 تنه نوماندان نقدی جریمه شوی دی
د هرات ولایت د شکایتونو اوریدو کمیسیون مسوول احمد سعید حقیق په وینا" که جریمه شوی نوماندان په خبل وخت دغه جریمه ور نکړی دغه جریمه به دوه برابره شی او آن د دغو نوماندانو نومونه به له لیسته و ایستل شی "
د هرات ولايت اوسيدونكي له نوماندانو سرټکوی او وایی چې د انځورونو په نښلولو سره یی ملکی وګړو ته مالی زیان اړولی دی
عبدالصمد چې د هرات ولایت اوسیدونکی دی وایی چې د خپل د کور دیوار یی نوی رنګ کړی وو خو نوماندانو د ده د اجازې پرته د انځورونو په نښلولو سره پوښلی دی