بزګران د ملخانو له تهديد او ګواښ سره مخامخ دى

ملخانو د کندز ولايت حاصل خيزه کروندى د تباهۍ سره مخامخ کړيدى.

بزګران د ملخانو له تهديد او ګواښ سره مخامخ دى

ملخانو د کندز ولايت حاصل خيزه کروندى د تباهۍ سره مخامخ کړيدى.

د هيواد د کروندو يوه حاصل خيزه سيمه د ملخانو او هم د کرهڼى د سرچينو د نشتوالي له امله د بحران سره مخامخ ده.


کندز چى د افغانستان په شمال کى د آمو د سيند پر غاړه د تاجکستان سره پر پوله پروت دى، د هيواد د کرهنى يوه مهمه سيمه ده. د همدى سيمى څخه غنم، وريجي او پنبه د هيواد هغو سيمو ته ليږل کيږى چى لږ حاصل خيزه دي خو اوس دا سيمه د يوه ګواښ سره مخامخ ده.


د ملګرو ملتونو د يوى پلټنى پر بنسټ په کندز کى د تير کال په پرتله د ملخانو شمير لس برابره زيات شويدى او اوس ئي د تخار او بدخشان ګاونډي ولايتونه هم د ګواښ سره مخامخ کړيدي. ملخان پر يوه کرونده بريد کوي او ټول نباتات ئي په څو ګړيو کى له منځه وړي.


د کروندو د ويجاړ ولو برسيره ملخان د آمو د سيندپه شاو خوا ځنګلونو کى ميوو دانو ته هم سخت زيان رسولى دى.


په همدى سيمه کى د کرهنى يو مامور دوران شاه وويل: موئږ وکړاى شواى چى تير کال کروندي د ملخانو څخه د کرهڼى په لومړي فصل کى وژغورو، خو اوس چى موئږ د ملخانو د وژلو کيمياوي مواد نه لرو، ملخانو وکولى شو چى کروندى ويجاړى کړي.


اوسنې حالت د (١٩٨٠ ) ميلادي لسيزى د وروستيو کلونو د نجيب الله د واکمنۍ د وختونو سره پرتله کيداى نه شى، ولى چى هغه مهال د پخواني شوروي اتحاد څخه د ملخانو د وژلو کيمياوي مواد، تراکتورونه او د کرهڼى نور بيلا بيل ماشين الات راوړل کيدل.


خو لس کاله وروسته د مجاهدينو واک ته له رسيدو وروسته همدا ټول شيان بند شول او اوس بزګران د کندز په ولايت کى بيرته د تراکتورونو او د کرهڼى د نورو ماشين الاتو پر ځاى له څارويو څخه کار اخلي.


دوران شاه وويل: زموئږ ادارى د ډاکټر نجيب د واکنمۍ په وخت کى (١٥٥) عرادى تراکتورونه او نور بيلا بيل د کرهڼى ماشين الات درلودل، د مجاهدينو واک ته له رسيدو وروسته، هغوى هر څه لوټ کړل او اوس هيڅ شى پاته نه دي.


شيرمحمد د روان کال په سر کى د خپل (٣٠) هکتاره کروندى څخه (٧٠٠٠) کيلو ګرامه غنم تر لاسه کړي وو، خو د هغه دوهم د جوارو، پنبى او د کونجيتو د غوړيو فصل د ملخانو له امله ويجاړ شو.


هغه وويل: د تيرو دوو کلنو راهيسى په کندوز کى کرهڼه د بيلابيلو مرضونو او ناروغيو له امله د سخت زغم د ګاللو سره مخامخ شويده چى د بزګرانو د يو ګڼ شمير کروندو د ويجاړي سبب ګرځيدلى ده. ده زياته کړه: خلک په کندز کى د ملخانو څخه ډير ستړي شويدي او د سيمى د کرهڼى ماموران نور د همدى وبا د مخنوي توان نه لري.


چارواکي خپله ناتواني منى. د کندز د کرهڼى د رياست مشر محمد ابراهيم وويل: موئږ د ملخانو د وژلو هيڅ اسانتياوي نه لرو او له همدى امله زموئږ بزګران د ډيرو ستونځو سره مخامخ دي. ده زياته کړه: موئږ د جګړو څخه د را پاتى ويجاړيو په بيا آبادولو بوخت يوه، خو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي مواد نه لرو.


هغه وويل: د طالبانو د واکمنۍ د نسکوريدو او د نوى منځ مهاله ادارى له راتګ وروسته ځينو نړيوالو مؤسسو زموئږ سره تماس نيولى دىاو پر بزګرانو ته ئي د اصلاح شويو تخمونو د پلورلو ژمنه کړيده، خو تر اوسه دغو مؤسسو هيڅ نه دي کړي.


د تيرو لسو کلنو راهيسى د کرهڼى انکشافي بانک بزګرانو ته د پور ورکول بند کړيدي، خو اوس داسى ښکارى چى همدا بانک غواړي چى بيرته بزګرانو ته د پور په ورکولو پيل وکړى.


همدا رنګه حکومت غواړى چى د هغى کيمياوي سرىد کمپنۍ کنټرول پخپل لاس کى واخلي چى د سوداګرو لخوا پر مخ بيول کيږي.


ابراهيمى وويل: حکومت بايد همدا کمپنۍ د سوداګرو څخه واخلى او د کرهڼى په وزارت ئي مربوط کړي او بيا به همدا کمپنۍ کولاى شى چى په ټولو ولايتونو کى خپل توليد شوى کمياوي سره په يوه ټاکلي نرخ وپلوري.


هغه زياته کړه: بزګران معموﻻً د خپل کښت د کرولو تر مخه تخمونه او کيمياوي سره په پور اخلي چى د خپلو حاصلاتو د خرڅولاو وروسته همدا پور ادا کوي او له همدى امله هيڅ ګټه ور ته نه پاته کيږي.


شعيب صافي د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists