برتانويان د هلمند د امنيتي ستونزو په وړاندې تورن دي

د افغانستان د پارلمان د ادعاګانو له مخې برتانوي پوځونه په لاسي توګه تاوتريخوالي ته لمن وهي او د هغو خلکو شک رامنځته کوي، چې ورته د يو تاريخي دښمن په سترګه ګوري.

برتانويان د هلمند د امنيتي ستونزو په وړاندې تورن دي

د افغانستان د پارلمان د ادعاګانو له مخې برتانوي پوځونه په لاسي توګه تاوتريخوالي ته لمن وهي او د هغو خلکو شک رامنځته کوي، چې ورته د يو تاريخي دښمن په سترګه ګوري.

Wednesday, 7 November, 2007
: "برتانويان نه غواړي په هلمند کې امينت راشي. که هغوی غوښتلای، نو طالبان به يي په يوې ورځې کې جاروکړی وای. طالبان هغومره پياوړي نه دي، لکه هغوی چې وايي."



د مجددي خبرې په ټپ باندې د مالګې دوړولو ته پاتې کېږې. برتانويان له څه دپاسه يو کال راهيسې، چې د امريکا په مشری ايتلاف څخه يي قومانده تر لاسه کړه، د هلمند په سهيلي ولايت هلمند کې په يوې ډېرې ترخې جګړې کې ښکېل دی.



د قوماندې لېږدونه هغومره اسانه نه وه. برتانوي پوځونه د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي پوځ د يوې برخې په توګه له ايتلاف څخه په يو بېل ماموريت او بېلو اصولو کې ښکېل شول. څرنګه چې ايتلاف د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ښکېل و او د سهيل په نورو سيموکې لا تر اوسه ښکېل دی، برتانويانو بايد د بيارغاونې لپاره لازم امنيت تامين کړی وای.



د تېرو اتلسو مياشتو راهيسې په هلمند کې تاوتريخوالی خپلې لوړې کچې ته رسېدلی، د بيا رغاونې بهير غړند شوی او ځايي خلک له پخوا زيات بې اغېزې شوي دي. برتانويان به له د ښمنو عناصرو څخه د ولايت د خلاصولو لپاره له يو لړ پوځې عملياتو څخه خلاص نه و، چې له بلې هغې سره به مخامخ شول. په داسې حال کې چې د ناتو لوړ پوړی قوماندان په برالا ددې پخلی کوي، چې افغان پوځونه ددې عملياتو په پاېلې کې د لاس ته راغلې سيمې د ساتلو وسه نه لري.



د افغانستان د مشرانو جرګه اوس په برتانويانو باندې د هغه رپوټ له امله پړه اچوي، چې په هغې جرګې کې د هلمند د استازي عبدالواحد کارېزوال له خوا ورکړ شوی دی. کاريزوال خپل پلرنې ټاټوبي ته د حقيقت موندلو له يو سفر وروسته مشرانو جرګې ته وويل، چې برتانوي پوځونه د خلکو کورونه لټوي، کورونه بمباروي او د کوچنيانو په ګډون ولسي خلک وژني.



هغه وويل: "په هلمند کې د ناامنۍ تر شا رښتينې لامل د برتانوي پوځونو چال چلن دی."



سناتورانو ددې رپوټ په وړاندې په غوسې غبرګون وښود او ويې ويل، چې بايد په دې هکله پلټنې پيل او اجراات دي وشي.



د رپوټ محتوا او د هغې په اړوند د مشرانو جرګې غبرګون هلمند ته د امنيت او ثبات د راوستلو لپاره د برتانوي پوځونو په وړاندې له سترو خنډونو څخه يو هغه روښانوي. زياتره استوګن دا مني چې بهرني پوځونه د هغوی پلويان دي.



د ګاونډي ولايت ارزګان يو سناتور، محمد حنيف حنيفي ورته خبره وکړه، ويي ويل: "برتانويان د خپلو نيکونو غچ اخلي."



برتانويان په افغانستان کې يو اوږد او له ستونزو ډکه مخينه او تاريخ لري. هغه د نولمسې پېړۍ له "سترې لوبې" څخه پيل کيږي، چې برتانويانو څو پلا هڅه وکړه او غوښتل يي د توسعه غوښتونکو روسانو په وړاندې د هندي امپراتورۍ د خوندي ساتلو په موخه د افغانستان خاوره د ډال په توګه وکاروي. ځايي خلکو بغاوت پيل کړی و او له هغوی سره يي مرسته نه کوله. درې ناکامې جګړې تر سره شوې. ترټولو ترخه جګړه په 1880 کال کې د هلمند د سيند په غاړه د ميوند په ولسوالۍ کې وشوه، چې له امله يي 1900 برتانوي پوځونه او هندي سرتېري ووژل شول.



د هلمند اوسيدونکو ته نژدې 130 کاله وروسته لا هم هغه کيسې ورپه يادې دي او په دې اند دي، چې د برتانويانو به هم په زړه وي.



حنيفي وويل: "د هغوی نيکونو په هلمند کې ماتې خوړلې وه. له دې امله هغوی په نوموړي ولايت کې ناامنۍ ته لمن وهي. له دې امله هغوی ولسي خلک وژني."



هغه په ټينګار وويل، د برتانويانو له راتګ دمخه امنيت ډېر ښه و. هغه وويل: "هغه مهال چې امريکايي پوځونه دلته و، ولايت خوندي و. خلکو له بهرنيو پوځونو سره ښې اړيکې درلودې."



د حنيفي د څرګندولو له مخې د مشرانو جرګه په پام کې لري د خپل رپوټ يو نقل ولسمشر حامد کرزي ته واستوي او غوښتنه کوي، ترڅو په دې هکله جدي ګام واخيستل شي.



هغه وويل: "د هلمند په ولايت کې به تر هغه امنيت تامين نه شي، تر هغه چې برتانويان لرې شوي نه وي او پر ځای يي د بل هېواد سرتېرې هلته ځای په ځای شوي نه وي."



د حنيفي څرګندونې د هلمند په ولايت کې له هر ځای څخه په پراخه توګه اورېدل کيږي. خلک په دې باور دي، چې د برتانويانو له راتګ سره د امينيتي وضعې چټک خرابوالی کومه تصادفي خبره نه وه.



د لښکرکاه يو اوسېدونکی، سلطان محمد وايي: "برتانويان نن ددې لپاره دلته دي، چې غواړي له پښتنو سره وجنګيږي. برتانويان عصري وسلې او تکنالوژي لري، خو نه شي کولای طالبانو ته ماتې ورکړي. هغوی ولې د اوو زرو سرتېرو په لرلو (د هلمند) په ولايت کې امنيت نه شي ټينګولای او نه د بيا رغاونې کوم کار سر ته رسوي؟ هغوی د خلکو زړه او مينه نه شي تر لاسه کولای. په حقيقت کې هغوی امنيت نه غواړي."



په هلمند کې د ايساف وياند، ډګروال ريچارډ ايټن دا نه مني، چې برتانويان دي په هغه ولايت کې دامنيت له ټينګولو پرته بله موخه ولري.



هغه وويل: "موږ د افغان حکومت په بلنه او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېکړې له مخې دلته راغلي وي. د ناتو پوځونه د ملي اردو او ملي پوليسو سره په ګډه عمليات تر سره کوي. هغوی د کورونو تالاشي په يوازې سر نه کوي."



هغه په ټينګه وويل، په هلمند کې د برتانويانو د شتون يوازينۍ لامل په هغه ولايت کې د امنيت ټينګول دي. هغه وويل: "ناتو او ايساف دلته په افغان حکومت او ايساف باندې د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره راغلي دي. "



د هلمند ولايت د ولايتي شورا مشر، محمد انور هم د سناتورانو څرګندونې ردوي.



هغه وويل: "د افغان – انګليس له جګړې څخه ډېر کلونه تېر شوي دي. برتانويان دلته د مرستې لپاره راغلي، نه د غچ اخيستلو لپاره."



د هلمند ولايت يو سياسي شنونکي، غلام سرور غفاري په برتانويانو باندې د پارلمان د لفظې بريد غندنه وکړه.



هغه وويل: "پارلمان ته دا ډېره بده خبره ده، چې په برتانويانو باندې د امنيت د نه غوښتلو له امله تورونه پورې کوي. دا د پارلمان دنده نه ده."



خو غفاري د بهرنيو ځواکونو د دفاع لپاره هم چمتو نه و. هغه وويل: "ملګري ملتونه بايد يوه څارونکي شورا جوړه کړي او د برتانويانو د کار او عمل څېړنه وکړي."



د خلکو او ولس نظر د پارلمان له نظر سره يو شان بريښي.



د لښکرګاه د يو ښوونځي ښوونکي، سردار محمد وويل: "د هلمند خلک د برتانويانو په لاس د خپلو کورونو تالاشي نه شي ځغملای. له اجازې پرته د پښتون کورته د يو بهرني ننوتل د بشريت په وړاندې يو جرم ګڼل کيږي. سرتېري بايد محاکمه شي او سزا وويني. هغوی بيګناه خلک وژني او بنديانوي يي او د طالبانو او القاعدې په نومونويي يادوي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists