برشناد زور د خاوندانو ده

مصطفى بشارت د آى ډبليو پې آر خبريال

برشناد زور د خاوندانو ده

مصطفى بشارت د آى ډبليو پې آر خبريال

پلازمينې كابل ته د برشنا بهير پرله پسې وچكالى ځپلې، چې له امله يې د اوبو او برشنا توليد لږ شوى دى. په اوړي كې په كابل كې 24 ساعته برشنا موجوده وه، خواوس څه ناڅه برشنا دولسو او آن نهوساعتونوته راټيته شوې ده، چې هغه هم د شپې له خوا راځي.


د برشنا كاركوونكي وايي، د هغوى كار وسله والوافرادو او توپك والاوو ستونزمن كړى دى، چې برجونوته راځي او د خپلو او يا دانډيوالانو كورونو ته په زوره برشنا ليږدوي.


محمد فريد د يو سب ستيشن كاركوونكى شكايت كوي او وايي: "تر اوسه پورې 24 ساعته برشنا


موجوده وه، خواوس موږ د زورورو خلكو د ټوپكونو له ميلو سره مخامخ يو." محمد فرير ددې غوشتنه كوي، چې سرتيري دي د سب ستيشنونو امنيت په غاړه واخلي.


د كابل اوسيدونكو لپاره د برشنا غځول يوه رشتينې ستونزه ده. لكه څرنكه چې د اوبواو برشنا وزارت معين نوانديش آى ډليو پي آر ته وويل، د زيربنا جوړول لا تر اوسه زيات كار غواړي. هغه وايي: "دا ډيره سخته ده، چي د كابل شار ټولو برخو ته دې برشنا ورسول شي، ځكه د شلو كلونو جنك او جكړې ځخه وروسته د بيار غاونې كار اسانه خبره نه ده."


په پاى كې واسطه والا، زياتره هغه چې د برشنا په وزارت كې كا ركوي، يا له هغو ى سره تړاو لري، په ناقانونه توكه د لومړيتوب حق تر لاسه كوي او په ډيره اسانه يې كورونو ته د برشنا مزي غځول كيږي.


د كابل د خوشحال خان مينې اوسيدونكى سيد مصطفى وايي: "درې مياشتې كيږي، چي منډې رامنډې وهم، چې كور ته مې د برشنا مزي وغځوم، خو لا نه يم توانيدلى، ځكه واسطه نه لرم."


د پلازمينې يو بل اوسيدونكى، چې له بې عدالتى سر ټكوي، آى ډبليو پي آر ته وويل: "زما كوچنيان له ما پوشتنه كوي، چې ولې زموږكاونډيان برشنالري او موږ يې نه لرو. زه ورته هيڅ ځواب نه لرم."


د اوبو او برشنا وزارت معين دا څبره مني اووايي: "د اوبو او برشنا وزارت له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دى. ځيني كورونه برشنا نه لري، خو داسې كورونه شته، چې برشنا لري. هغوى په بې قانونه توګه دا كار كړى دى."


نوانديش دا مني، چې دده په وزارت كې ګومارل شوى كميسون پاتې راغلى دى، چې د غير قانوني اعمالو مخه ونيسي.


هغه وايي: "په خيرخانې مينې كې له سلو زيات كيبلونه په غير قانوني توګه غځول شوي وو. كله چې مو هغه پرې كړل، نو وسله والو كسانو 1500 كيلووات كيبل غوڅ كړ او په توله سيمه كې يې د درې ورځولپاره برشنا ودروله."


هغه شكايت كوي او وايي چي، د دفاع وزارت دې د بي قانونيو د ودرولو لپاره رامخته شي. كله چې د آى ډبليو پي آر خبريال دد فاع وزارت پوري اړونددكابل كارنيزيون له سياسي آمر جنرال لبيب څخه د برشنا له وزارت سره د مرستې په هكله وپوشتل، نو ويې ويل: "د برشنا د غلا ستونزه بايد پوليس حل كړي. او كه پوليس په دې كاركې پاتې راشي نو هغه مهال د كابل كارنيزيون مداخله كولاى شي." د جنرال له څركندولو بريشيده چې د پوځ لاسونه تړل شوي دي. ځكه په دي اړوند، كه چيرته اخ و ډب رامنځ ته كيږي، هغه د لوړو چارواكو اجازي ته اړتيا لري. "كارنيزيون حق نه لري، چې د دفاع د وزير، د پوح د مشر او د ولسمشر له امر پرته كوم كار سرته ورسوي."


Frontline Updates
Support local journalists