برمتې په هلمند کې مخ په زياتېدو دي

جنايتکاران په ناکراره سهيلي ولايت کې د پيسو د لاس ته راوړلولپاره تښتونې يوه اسانه لاره بولي.

برمتې په هلمند کې مخ په زياتېدو دي

جنايتکاران په ناکراره سهيلي ولايت کې د پيسو د لاس ته راوړلولپاره تښتونې يوه اسانه لاره بولي.

.



دوه ويشت کلن عجب ګل وويل: "يوه ډله سړي په يو تيوتا موټر کې زما په موټر سايکل پسې راروان و. زه يي ونيولم، سترګې يي راباندې وتړلې او له ځان سره يي بوتلم."



عجب ګل له يوې مياشتې څخه په زياتې مودې کې له خوږ او ډار پرته د خپلې تښتونې په اړه خبرې نه شوې کولې. د خبرو پرمهال به د هغه په مخ اوښکې بهېدې اوبدن به يي رېږدېده.



تښتوونکو د هغه سترګې د درېو ورځو تړلې وې ، نه يي خواړه ورکول او نه اوبه.



هغه وويل: "په درېمه ورځ هغوی له بنديخانې څخه بهرکړم. هغوی له دوو تنو څخه سرونه پرې کړل، ځکه کورنيو يي پيسې نه ورکړې نه وې. کله چې مې جسدونه وليدل، زيات وډارېدم. وروسته هغوی زما د ورور د تليفون شمېره راڅخه وغوښته. بيا يي هغه ته وويل، چې يو مليون افغانۍ راوړي."



له زياتو خبرو اترو او زاريو وروسته تښتوونکو په اتو سوه زرو افغانيو هوکړه وکړه او عجب ګل خوشې شو.



هغه وويل: "زما کورنۍ د شپې په يوې بجې پيسې د (لښکرګاه) د سيستاني په سيمې کې هغوی ته ورکړې. له هغې وروسته تښتوونکو زه د ګرشک په ولسوالۍ کې سړک ته څېرمه خوشې کړم."



کيسه په هلمند کې خوله په خوله وګرځېده، چېرته چې په سهيلي ولايتونو کې جنايتکاران د جنګ او جګړې له امله د امنيت د نشتوالي له امله ډېر فعال دي.



حکومتي سرتېرې او د هغوی بهرني متحدين د طالبانو د بغاوت له امله په پوځي فعاليتونو کې بوخت دي، خو تر اوسه يي کومه ځانګړې سيمه له هغوی څخه پاکه کړې نه ده.



د هلمند ولايت د نړۍ په کچه د زياتې اندازې اپين د توليد له ا مله هم زيات شهرت لري. يوازې دا يو ولايت د نړۍ له نيمايي څخه زيات هيرويين توليدوي.



د هغې تر څنګ د پيسو لپاره تښتونې د هلمند اوسيدونکو په وړاندې د پرتو ستونزو کچه لا پسې لوړه کړې ده.



د هلمند ولايت د امنيت مشر، فقير محمد عسکر په ولايت کې د تښتونو په شمېرو کې زياتوالی مني، خو ټينګار کوي، چې حکومت ددې کار په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.



هغه وويل: "موږ له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره د مارجې او نادعلي په ولسواليو کې د پوليسو 16 پوستې جوړې کړي دي."



د عسکر د وينا له مخې د پوليسو د نوموړ پوستو له جوړېدا راهيسې د تښتونو په شمېر کې کموالی راغلی دی.



هغه وويل: "موږ د يو ماشوم له تښتونې دېرش دقيقې وروسته تښتوونکې نيولي دي، يو شمیېر نور، چې د يو ډاکټر د تښتونې هڅه ېې کړې وه، لس دقيقې وروسته ونيول شول. ټول بندي شوي خلک جنايتکاران و او له کومې ځانګړې ډلې سره يي تړاو نه درلود. که خدای کول هغوی ټول به ونيسو."



خو د حکومت هڅو له دېرش کلن فهيم سره کومه مرسته ونه کړه، چې له خپل درملتون څخه د نادعلي په ولسوالۍ کې کورته د تګ پر مهال تښتول شوی و.



هغه وويل: "هغوی د امنيتي پوستې څخه له يو کيلومتر څخه په لږ واټن کې ودرولم."



تښتوونکو له هغه څخه لومړی د دوو مليونو افغانيو غوښتنه کړې وه، خو له خبرو اترو وروسته يي غوښتنه يو مليون او دوو سوو زرو افغانيو ته راټيټه کړه.



فهيم وويل: "په پنځمه ورځ يي له کوټې څخه بهر کړم. يوه پېچکاري يي راته وکړه. کله چې ويښ شوم، د ګرشک ولسوالۍ د روغتون په بستر کې پروت وم."



په داسې حال کې چې څارونکي د ولايت د ناکرارۍ پړه په طالبانو اچوي، خو دا ځانګړې موضوع بېلې ريښې لري.



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل: "د ولسي خلکو تښتوونکي زموږ جنګيالي نه دي. هغوی ټول غله دي. کله که موږ څوک ونيسو، نو د خپلو بنديانو د راخوشې کېدو په وړاندې يي خوشې کوو. موږ هيڅکه د پيسو لپاره څوک نه نيسو. موږ يوازې حکومتي کارکوونکي او بهرنيان او د هغوی جاسوان نيسو."



طالبانو د تښتولو په ډګر کې څوسترې برياوې درلودې. د مارچ په مياشت کې يي ېو ايټالوي خبريال، دانيال ماسترو ګياکومو نيولی و او له دوو اوونيو وروسته يي د خپلو پنځو تنو طالبانو د راخوشې کېدو په وړاندې خوشې کړ، چې حکومت نيولي وو.



طالبانو د ماسترو ګياکومو د موټر چلوونکي، سيداغا او د هغه د ژباړن، اجمل نقشبندي سرونه غوڅ کړي و.



د جولای په مياشت کې ياغيانو د سهيلي کوريا د يوې کليسا کارکوونکي له بس سروېس څخه کښته کړل او له شپږو اوونيو وروسته يي د کوريا له هغه ژمنې وروسته خوشې کړل، چې سيول به د کال تر پايه پورې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي. دوه تنه برمته شوي کوريايان د خبرو اترو له پيل کيدو دمخه وژل شوي و.



داسې ګونګوسې هم وې، چې ګوندې د تښتول شوو کوريايانو د خوشې کېدو په بدل کې پيسې هم اخيستل شوې وې، خو په خبرو اترو کې منځکړې قومې مشران دا خبره نه مني. په عمومي توګه د طالبانو غوښتنې د اقتصادي هغې پر ځای، چې مازې د سرښندتوب لپاره تر سره کيږي، سياسي اړخ درلود.



د مارجې د ولسوالۍ اوسيدونکی، حاجي محمد نادر په دې وروستو وختونو کې په خپل کور کې وسله والو خلکو نيولی و. د هغه کيسه د نورو برمته شوو کيسه ته ورته بريښي.



هغه وويل: "ما د ماسپښين لمانځه ته ځان چمتو کولو، چې څلور تنه سړي راننوتل. هغوی زما لاسونه واړول اوسترګې يي راباندې وتړلې. په موټر کې يي واچولم او څه ناڅه يو کيلومتر وړاندې يي بوتلم. هلته يي تر درېو ورځو پورې وساتلم. هغوی له ماسره د يو انسان په څېر چال چلن نا کاو. لمانځه ته يي نه پرېښودم. ډوډۍ يي نه راکوله. زيات وهل او ډبول يي راکړل."



تښتوونکو نادر ته د عجب ګل په څېر په درېمه ورځ تيلفون ورکړ او ورته ويي ويل، چې ورور ته دې تيلفون وکړه.



هغه وويل: "هغوی راته وويل، که ورور ته دې موږ ته يو مليون او اته سوه زره افغانۍ رانه کړې، نو وبه مې وژني او راته ويي ويل، چې دا وروستی اخطار دی.



د نادر ورور په يو نيم مليون افغانيو باندې پلرنۍ ځمکه وپلورله او نورې پاتې يي له چانه پور واخيستې.



برمته شوي خلک د ځان د خلاصولو په اړه په امنيتي ځواکونو باور نه شي کولای. د جنايتونو د زياتوالي له امله هغوی په حکومت باندې هغه لږ باور هم له لاسه ورکړی دی.



فهيم د خپلې تښتونې په اړه هيڅ عريضه ونه کړه.



فهيم سره له دې چې امنيتي ځواکونو ته يي شکايت نه دی کړی او بل کوم سند هم په لاس کې نه لري، خو بيا هم وايي، چې هغو ورسره کومه مرسته ونه کړه. نوموړي په خپګان وويل: "تښتونې پخپله حکومت کوي. ټول حکومت د غلو يوه ډله ده. که حکومت نه شي کولای بايد له يوه سره ګوښه شي. هغوی ټول ثبات او امنيت له منځه وړی دی."
Frontline Updates
Support local journalists