بهرنيان له وژنو سره سره نه ډاريږي

پر برتانوي کارکوونکي باندې مرګونی بريد هرچاته په افغانستان کې د کارکوولو د خطر زنګ وهي.

بهرنيان له وژنو سره سره نه ډاريږي

پر برتانوي کارکوونکي باندې مرګونی بريد هرچاته په افغانستان کې د کارکوولو د خطر زنګ وهي.

Friday, 18 November, 2005

په کابل کې په پرمختيايي پروژو کې د يو برتانوي ماهر وژل خيريه څانګې او نړيوالې موسسې دې ته اړباسي، ترڅو له مياشتو مياشتو پرتليزې ارامۍ څخه وروسته په خپلو امنيتي تګلارو باندې له سره غور وکړي.


د امنيتي سرچينو په وينا د کليو لپاره د پور په پروژې کې کارکوونکی، د مالي ډګر ماهر، 41 کلن سټيون ميک کوين هغه مهال چې په خپل سپن رنګه پيک اپ موټر کې يوازې سپور و، په ګولۍ ولګېد.


په هېواد کې د څه ناڅه دوو زرو بهرنيو کارکوونکو امنيت تل يوه حساسه موضوع ده. زياتره موسسې د هغو ګامونو د بيانولو په اړه زړه نازړه دي، چې تر اوسه يې کاروي.


(د برتانيې) په سفارت کې د قونسلي چارو سلاکار، چې دنوم له ښوول يې ډډه وکړه، وويل: ((موږ لا له پيل څخه تريخ ژوند درلود. هغه چاته د ماشومانو او مېرمنو د راوستلو اجازه نه شته، چې په کابل کې په کار باندې ګومارل کيږي. موږ اجازه نه لرو، له ښاره بهر ووځو. که هرات او يا کندهار ته مو د تګ اړتيا وليدل شي، بايد له هوا له لارې لاړ شو. که د سفارت له ودانۍ بهر وځو، × بايد يو روزل شوی موټر چلوونکی راسره وي. هيڅو ک اجازه نه لري، چې پخپله موټر وچلوي.))


هغه وويل، کارکوونکو ته د هغو رستوانونو نومونه ورکړ شوي، چې ورتلای شي. نوموړی وايي: ((هغه (رستورانونه) د امنيتي کارکوونکو له خوا وخت په وخت بدليږي. زه نه پوهيږم، چې ايا دا وروستۍ پېښه به زيات محدوديتونه رامنځته کړي او که نه.))


په هېواد کې د ترټولو لويې (بهرنۍ) موسسې، پاملرنې مشر، پاول بارکر، بي بي سي ته وويل: ((موږ اوسمهال د پخوا په پرتله زيات پام کوو.))


د ميک کوين ملګري وايي، په افغانستان کې د هغه د کار د مودې تړون (قرارداد) په نژدې ورځو کې پای ته رسېد او نوموړی دې ته چمتووالی نيولو، ترڅو په واشنګټن کې له خپلې امريکايي ملګرې سره يوځای شي، چې په راتلونکې مياشت کې د يو ماشوم کېدو ته سترګې په لار و.


سره له دې، د پېښې لامل تر اوسه څرګند شوی نه دی، خو افغاني او نړيوال چارواکي په ټينګه په دې باور دي، چې ميک کوين لاسي وژل شوی دی. طالبانو سملاسي د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی، خو لکه څنګه چې هغوی پخوا هم داسې ډېرې ادعاګانې کړي، نو ځکه يو شمېر کتونکي هغه جدي نه ګڼي.


د کورنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي څانګې مشر، نجيب الله نجيب وايي: ((طالبان د خپل ځواک په ښوولو کې مبالغه کوي. هغوی (پخوا هم) په زيات شمېر پېښو کې د لاس لرلو ادعاګانې کړې، خو وروسته ناسمې راختلي.))


د امنيتي چارو يو څېړونکې ډله له دې خبرې سره يوه خوله دي. يو وياند، چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل: ((هغوی (طالبان) په بيړه دا ادعا ددې لپاره کوي، چې له وضعې ګټه واخلي. موږ خلکو ته دا مشوره ورکوو، چې يوازې ونه ګرځي او (له ماښام وروسته) په تياره کې زيات هوښيار واوسي.))


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د څانګې (يوناما) وياند، سلطان احمد بهين وايي: ((په امنيتي تدبيرونو پرله پسې غور کيږي. له دې امله چې موږ په ټول هېواد کې کار کوو، بېلابېلو سيمو ته بېلا بېلې لارښوونې لرو. په کابل کې زموږ اوسنی امنيتي مقررات هغسې دي، چې له (وژنې) څخه دمخه و.))


په کابل کې له ای ډبليو پي ار سره د يو شمېر بهرنيو کارکوونکو له خبرو، داسې نه ښکاري، چې ګوندې هغوی دې له دې پيښې ډارېدلي وي.


په انصاف هوټل کې ناست دوه ايټالوي کارکوونکي وايي، دې پېښې هغوی ته د شوني خطر زنګ وهلی دی، خو په هېڅ ډول ځانونه له ګواښ سره مخامخ نه بولي.


د هغوی يو تن وويل: ((دا يوازې دا مانا لري، چې بايد زيات پام وکړو، په تېره بيا چې د ماښام له تيارې څخه وروسته وي.))


د فرهنګي چارو په پروژې کې يوه جرمني کارکوونکې، ريتا، هم دومره اندېښمنه نه وه. هغې وويل: ((کابل يو ارام ځای دی. زه (له کور څخه) بهر ته له وتلو اندېښنه نه لرم. په ګوليو ويشتل يوه غمجنه پېښه وه، خو داسې پېښې د نړۍ په زياترو لويو ښارونو کې هره ورځ پېښيږي. زبه د شپې له خوا چکرته ونه وځم،خو د ورځې له خوا دا کار په مينه کوم.))


د ميک کوين وژنه په کابل کې د تېر اکتوبر راهېسې، چې همهال يې د ملګرو ملتونودرې تنه کارکوونکي تښتول شوي وو، د مرغانو په کوڅې کې د يوې امريکايي مېرمنې له وژل کېدو راوروسته د بهرنيانو لومړنۍ وژنه ده. هغه درې تنه تښتول شوي وروسته له زيان پرته خوشې شوي وو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists