بهرني پوځونه په هلمند کې په ډله ييزو وژنو تورن دي

د سهيلي سيمو اوسيدونکي د افغاني او بهرنيو سرتيرو له لاسه د يوې ترخې شپې کيسې کوي.

بهرني پوځونه په هلمند کې په ډله ييزو وژنو تورن دي

د سهيلي سيمو اوسيدونکي د افغاني او بهرنيو سرتيرو له لاسه د يوې ترخې شپې کيسې کوي.

(Emergency Hospital) يو ځوان په بستر کي پروت دی. ستونی يي بنداژ شوی دی. له خولې يي په سختۍ خبره راوځي. هغه خپل لاس په ټپ باندې ايښی، خبرې يي بندې بندې کيږي. هغه پسيږي او وايي: "زما دوه وروڼه! زما دوه وروڼه!"



هغه عبدالمنان نوميږي. خو ځايي خلک هغه ته "نانوای" وايي. هغه د هلمند ولايت د ګرمسېر د سهيلي ولسوالۍ د توبې له کلې څه ناڅه دوه کيلومتره وړاندې د لکړې په سيمه کې د ډوډۍ پخولو يوه هټۍ لري.



هغه د نومبر د مياشتې په اتلسمه د توبې په کلې باندې د شپې له خوا د ملې اردو او بهرنيو ځواکونو د له خوا په اورميږ باندې ټپونه خوړلي و. د سترګو ليدلي شاهدان وايي، سرتېرو په يو بريد کې چې آن د افغاني جګړې له کچې څخه وتلې خبره وه، اتلس تنه ولسي خلک ووژل.



سره له دې چې بريد درې اوونۍ دمخه تر سره شوی و، خو له هلمند بهر لا د هغې په هکله نه کوم خبر خپور شوی و او نه کومه تبصره شوې وه.



عبدالمنان وويل: "د سها رد دوو بجو شاوخوا کې مو د الوتکو غړمبهار تر غوږ شو. له خوبه پاڅېدم. شاوخوا مې وکتل، خو څه شی مې سترګو ته رانغلل. دوه وروڼه مې چې په بلې کوټې کې وېده و راغلل او ويي ويل څه خبره ده. ما ورته وويل، څه شی نه شته، لاړ شئ، وېده شئ. هغوی زما له خبرې سره سم لاړل او څملاستل."



"وروسته مې يو غږ واورېد. بهر ته مې وکتل، وسله وال مې تر سترګو شول. هغوی راوختل او زما د وروڼو کوټې ته ورننوتل. له هغوی يي وپوښتل، آيا تاسو طالبان ياست؟ يو ورور مې وويل، نه، موږ هټيوال يو. راشه او کور مو تالاشي کړه. موږ نه ټوپک لرو، نه بل څه شی. سرتېري هغه په هماغه ځای وويشت. زما هغه بل ورور يي ماته راوست او د هغه لاسونه يي وتړل. وروسته يي د هغه ستونی ورپرې کړ. ما د هغه سوڼار اورېد. ما لا د هغه اواز اورېد، چې هغوی ماته رانژدي شول."



"يو سرتېرې لږ شانته په پښتو خبرې کولې. هغوی له ما وپوښتل، که موږ طالبان واوسو، ما ورته وويل، نه موږ هټيوال يو. هغوی زه دېوال ته مخامخ ودرولم او لاسونه يي راباندې وتړل. هغوی چاړه زما اورمېږ ته ونېوله او درې ځلې يي پرې کړم. بيا يي راباندې يو زوړ ترپال واچاو او لاړل."



"خو زه نه وم مړ شوی."



کله چې عبدالمنان د ترپال لاندې پروت و او لاس يي د ستوني په ټپ باندې ايښی و، سرتيرې په کور کې ګرځېدل او ماشومانو چيغې وهلې.



هغه وويل، کله چې له کم و زيات نيم ساعت وروسته سرتېرې لاړل، "زه ودرېدم او د ورور خوا ته مې لاړم. د هغه بدن يخ و."



ښځې او ماشومان ژوندي او له نورو کورونو څخه له راغلو خلکو سره يوځای په بلې کوټې کې و. هغه وويل: "هرچا چېغې او کوکارې وهلې."



سهار ته يي عبدالمنان د لښکرګاه روغتون ته راوړل شو.



هغه وويل: "زه ژوندی پاتې شوم. خو وروڼه مې مړه شول. اوس څه وکړم؟"



د هلمند ولايت اوسيدونکي له تېرو څو مياشتو راهيسې له هوايي بمبارۍ سره اموخته دي. څنګه چې طالبان او بهرني ځواکونه د ولايت د کنترول لپاره له يو بل سره جګړ ه کوي، ولسي خلک تل په منځ کې ګير پاتې وي.



نړيوال ځواکونه په طالبانو باندې تور پورې کوي، چې ښځې او ماشومان د "انساني ډال" په توګه کاروي. په داسې حال کې چې ياغيان او په زياتيدونکي توګه افغان حکومت په بهرنيو پوځونو باندې د انساني ژوند په هکله په بېرحمۍ او بې پروايي تورنوي.



خو کوم کار چې په توبې کې رامنځته شو له هوايي ډاروونکي او بمبارۍ څخه بيخي بل راز و، چې کورونه او کورنۍ ورانوي.



د عبدالمنان کيسه په لښکرګاه په روغتون کې آی ډبليو پي آر ته د درملنې لاندې د توبې د کلي نورو ناروغانو او يا د هغوی پايوازانو وکړه.

ټولو په يوې خوله ويل، چې سرتېرو دروازې ماتولې، ماشومان يي ويشتل او ستوني يي پرې کول. هغوی ويل، بريد د د سهار په دوو بجو د څرخي الوتکو له غړمبهار سره يوځای، چې په لسګونه افغان او بهرني سرتېرې يي هلته راوړل، پيل شوی و.



د نبي جان په نوم يو سړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "د يکشنبې د سهار په دوو بجو بهرني ځواکونه زما کور ته راننوتل او زما ماشومان يي په زانګو کې وويشتل. ما د هغوی شنيدل شوي ماغزه په خپلو لاسونو راټول کړل او د هغوی له بدنونو سره مې کېښودل."



هغه په ژړه غوني اواز وويل: "هغوی په دې شپه اتلس تنه ووژل. زه سوګند يادوم، چې هغوی يو هم طالب جنګيالی نه و. هغوی ولسي خلک ووژل، زما په څېر خلک، خالي بزګران. که په ما دې باور نه راځي،نو راځه راسره هديري ته لاړ شه. زه به مړي راوباسم، چې و يي ګوري."



د نبي جان د وينا له مخې سرتيري د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې، چې لا تياره وه، لاړل. هغه او د کورنۍ نورې پاتې غړي يي اوس د ژمې په يخنۍ کې د سيند په غاړه اوسيږي او له ډاره کورته نه شي ستنېدلای.



د هغه يو ګاونډي، بورجان، چې په لښکرګاه کې د روغتون بهر ولا ړ دی، د نبي جان د خبرو پخلی وکړ.



هغه وويل: "ما دا هرڅه په خپلو سترګو ولېدل. سرتېري زموږ کورنو ته راغلل. په بسترو کې د ويدو خلکو په ګډون، يي هرڅوک چې په مخه راتلل، ويشتل يي. په يو کور کې يي ماشومان په زانګو کې وويشتل. د درېوتنو ستونې يي پرې کړل، خو يو يي ژوندی پاتې شو. هغه اوس همدلته په دې روغتون کې بستر دی."



د بورجان د وينا له مخې د وژل شوو خلکو شمېره اوولسو تنو ته رسيده.



د نورمحمد په نوم يو بل سړي، چې له روغتون بهر ولاړ و، وويل: "په دې بريد کې زما د تره دوه زامن ووژل شول."



هغه وويل: "د شپې مهال و، چې د الوتکو غږ مو واورېد. سرتېري زموږ کورته راغلل. موږ پټ شو او دروازه مو بېرته نه کړه. هغوی دروازه ماته کړه. کله چې کور ته راننوتل، نو په ډزو يي پيل وکړ. څلور تنه يي ووژل. هغوی بهرني او د افغان اردو سرتېري و. کله چې تلل، نو په هرچايي ډزې کولې."



ګرمسېر د لښکرګاه سهيل ته د اويا کيلومترو په شاوخوا کې د پاکستان پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده. د هغې ليروالی او د پولې دواړو خواوو ته ازاد تګ راتګ دا ولسوالي په دې ډېر ناامنه ولايت کې تر ټولو ناکراره سيمه ګرځولې ده.



طالبان د يو څو دولتي ودانيو پرته نوره ټوله ولسوالۍ کنترولوي. د اردو او د ياغيانو تر منځ تلمدام جګړې روانې وي.



له هغې سره سره د توبې د کلي کيسې استثنا ده او څنګه چې خبرونه په هلمتد کې په چټکۍ سره له يوې خولې څخه بلې ته ورځي، نو ناامنۍ ته پکی وهلی شي. د نومبر په شلمه د هغه ولسوالۍ د سلو تنو په شاوخوا کې سپين ږيري لښکرګاه ته راغلل، ترڅو له حکومتي استازو سره د ملي امنيت په رياست کې خبرې وکړي.



داحساساتو دې ډکې غونډې ته د ولايت بيارغاونې د ډلې، چې په هلمند کې د امنيت د تامين او بيارغاونې کارونه په ګډه پر مخ وړي او د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو تر قوماندې لاندې کار کوي، استازي راغلي و.



لويانو غوښتل، چې بهرني ځواکونه دې د ګرمسېر له ولسوالۍ بهر ميشته وي او بايد نور پوځي عمليات تر سره نه شي.



د سپين ږيرو د پلاوي يو غړي، خان اغا وويل: "موږ له حکومت او ناتو څخه کرکه کوو، ځکه هغوی زموږ ښځې او لويان وژني. هغوی موږ خپل ژوند ته نه پريږيدي. هغوی موږ حلالوي."



خان اغا وويل هغه د ملي اردو مخالفت ته ملا تړلې ده.



نوموړي وويل: "دا بس دی، چې بهرني ځواکونه دا ناوړه کارونه کوي. اوس وروسه ملي اردو هم غاړه شوې ده. موږ په دې خپه يو، چې آن افغانان په موږ زړه سوی نه کوي. ما پخوا له اردو سره همکاري کوله، خو که اوس مې فرصت په لاس راشي، نو خپل زړه به پرې يخ کړم."



سپين ږېرو يو په بل پسې خپلې کيسې واورولې. ټولې لږ و ډېر يو راز وې.



يو بوډا چې په ډېرو ستونزو تللای شو او د خبرو پر مهال يي په مخ اوښکې راروانې وې، وويل: "زما نوم علي محمد دی. دشپې مهال و، چې وسله وال سړي زما کور ته راننوتل او دوه زامن يي راته وويشتل. يو ېې يوازې يوه مياشت دمخه واده کړی و. زما زامن د طالبانو غړي نه و. هغوی بزګران و. موږ بېوزلي بزګران يو."



د هلمند ولايت د پوليسو قوماندان، محمد حسين انډېوال سپين ږېرو ته اوږدې خبرې وکړې. هغه وويل، زه به د توبې د مشرانو خبره د نړيوالو ځواکونو غوږونو ته ورسوم.



هغه سپين ږيرو ته وويل: "زه ستاسو په خوږ پوهېږم. په دې خبره آن د ډبرې زړه ويلي کيږي. زه به له بهرنيانو سره خبرې وکړم او ژمنه به ترې واخلم، چې نور ولسي خلک ونه وژني."



د ولايتي د بيارغاوني د ډلې د وينا له مخې د توبې د کلي پېښه تر څېړنو لاندې ده.



د ولايتي د بيارغاونې د ډلې يو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: "هغه مهال په "ګرمسېر کې" عمليات روان و. موږ ته د ځينو ادعاګانو رپوټونه رارسيدلي و. مو هغه مهال ددې پيښې په هکله کره شواهد نه درلودل. اوس په دې هکله څېړنې روانې دي."



که فرض کړو، چې د توبې د خلکو ادعاګانې سمې وي، نو دا به ستونزمنه وي چې پړه په چا واچول شي.



په هلمند کې پوځي بېلا بېلې ډلې فعاليت کوي. هغوی ټول د برتانيې تر مشرۍ لاندې ايساف ته مسوول نه دي او نه په ښکېلتيا کې قواعد پلي کوي.

د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف هم په نوموړي ولايت کې سرتېري لري. امريکايي ځانګړی ځواک له افغاني اردو سره کار کوي او هغوی ته روزنه ورکوي.



د ولايتي د بيارغاونې چارواکي، چې ښايي په دې پېښې کې لوی لاس ولري، د څه ويلو لپاره لاس ته رانغلل.



زياتره هلمنديان د برتانويانو، امريکايانو، کاناډايانو، ډنمارکيانو او نورو ترمنځ توپير نه شي کولای او ټول د بهرنيانو په نوم يادوي.



د هلمند د امنيې قوماندان په بهرنيانو باندې د هلمند ولايت د ټولو ستونزو د اچولو په هکله له احتياط څخه کار واخيست او راټولو شوو مشرانو ته يي وويل، چې د تېرو ديرشو کلونو ناخوالو ته وګوري.



هغه په نوي يمو کلنو کې کور ګډو جګړو ته په ګوتې نيولو وويل: "هرکله چې مو هيله پېدا شوې، چې هېواد به مو ودان شي، زده کړې به له سره پيل شي، ډاکټران، انجينران او روغتونونه ... به ولرلای شو، نو په بل ناتار کې ورلوېدلې يو. کله چې روسانو ماتې وخوړله، زموږ خپلو قوماندانانو شرارت پيل کړ."



"داسې کارونه په کابل کې وشول، چې د روسانو له مهال څخه ناوړه و. دا کارونه چا وکړل؟ آيا هغوی برتانويان و؟ آيا هغوی هالنډيان و؟ آيا هغوی امريکايان و؟ نه، هغه موږ و، چې دا ټول مو وکړل."



انډيوال د ستونزو په له منځه وړلو کې د خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.



هغه وويل: "که تاسو خپله د کارونو په ښه کولو کې برخه وانخلئ، نو ښايي دوه کاله وروسته هيڅ شی هم پاتې نه شي. اجازه راکړئ ستاسو کلي ته راشو. موږ به تاسوته غوږ کېدو او له تاسو به کار وکړو."



په دې وخت کې يو بوډا سړی له يوکونج څخه پاڅېد. د لاس په لکړې يي ډډه لګولې او په رېږدېدلي غږ يي وويل:



"بس، دا نو زموږ غلطي وه؟ تاسې، حکومت امنيت نه شئ راوستلای. تاسو زموږښوونځي وتړل. دلته ډېر هېوادونه راغلي دي. هغوی څه شی نه شي کولای. نو موږ به څه وکړو؟"

Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists