Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

بې زوره زور آزمايي

بې سيكه شوى ولسمشر خپل پياوړى ګاونډى، پاكستان د احساساتو له مخې ننګوي.
By Hafizullah Gardesh
.



د جون د مياشتې په ۱۵ د ولسمشر د تور پورې كولو احساساتي وينا په دواړو هېوادونو كې يو لږ څه شورماشور راپورته كړ، چې په خپل پياوړي ګاونډي پاكستان باندې يي د بريد ګواښ وكړ.



له ګواښ څخه دوه اوونۍ وروسته د ولسمشر مشر دفتر د كرزي په رښتينې ارادې باندې رڼا واچوله. د امريكا متحده ايالتونو ضد او نقيض سګنالونه وركړل او د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو كې وضعه له بد څخه بدتره شوه.



د كرزي خپله وينا په افغانستان كې د پاكستان له خوا د ياغيانو د پرله پسې بريدونو په وړاندې يو غبرګون و.



د افغا نستان په ختيځ د ننګرهار ولايت د ماركو په سيمه كې د متحده ايالتونو په كاروان باندې د جون د مياشتې د ۱۳ نېټې په بريد كې د رپوټونو له مخې لس تنه مړه شول، چې البته د مړو د سمې شمېرې پخلى نه دى شوى.



د وتلي قوماندان بيت الله محسود په مشرۍ د تحريك طالبان پاكستان تر نامه لاندې (پاكستاني طالبانو) د نوموړي بريد مسؤوليت په غاړه واخيست.



كرزي د جون دمياشتې په ۱۵ له غوسې نه په يوې ډكې وينا كې وويل: ((كه په پاكستان كې دا خلك ځانته ددې حق وركوي، چې له دېرشو كلونو راهيسې په دې روانې لوبې كې د جګړې لپاره افغانستان ته راشي، نو افغانستان ددې حق لري، چې تر پولې ورواوړي او د ترهګرو ځالې ويجاړې كړي. بيت الله محسود بايد په دې پوه شي، چې نن موږ په هغه پسې ورځو او په خپل كور كې يي ډبوو. او هاغه بل پاكستاني مولوي عمر بايد هم دا واوري.))



له دې خبرې نه مراد د تحريك طالبان پاكستان وياند، مولوي عمر و، خو ډېر ژر نړيوالو رسنيو په ناپوهۍ داسې خبرونه خپاره كړل، چې ګوندې كرزى دافغانى طالبآنو مشر، ملا محمد عمر يادوي.



محسود د پاكستان له حكومت سره د ډزبندۍ يو تړون لاسليك كړى او اعلان يي كړى، چې له دې وروسته به د (پاكستان) ولسمشر پرويز مشرف د رژيم په وړاندې جهاد نه كوي او د افغانستان په وړاندې به جګړه جاري ساتي.



دا تړون په وروستيو كلونو كې پاتې راغلى و، خو افغانان لا تر اوسه هغه په ځاى ګڼي او د پاكستان له خوا يي يو بل خيانت بولي.



افغانستان له ډېرې پخوا زمانې څخه په ختيځ كې په اوږدې پولې پروت ګاونډي، پاكستان سره تاريخي ربړه لري او نېټه يي آن د پاكستان له جوړېدو ترمخه مودې پورې رسيږي.



په ۱۸۹۳ كال كې امپريالستي ځواك، چې وروسته په كې برتانوي هند هم شامل شو، د ډېورنډ د ليكې تړون له افغان پاچا امير عبدالرحمن خان سره لاسليك كړ او د افغانستان او پاكستان ترمنځ اوسنى سرحد جوړيي جوړکړ. افغانان هيڅكله دا سرحد نه مني او هغې ته د يو مصنوعي تپل شوي سرحد په سترګه ګوري، چې دواړو خواوو ته پرتې پښتنې كورنۍ بېلوي. د هماغه پيل راهيسې يو شمېر پښتانه د يو متحد (پښتونستان) د جوړېدو خوبونه ګوري او د پولې دواړو خواوو ته پرتې پښتنې كورنۍ د نقشې پر مخ دا ليكه هيڅ نه مني.



د دواړو هېوادونو تر منځ دا اوږده دښمني هغه مهال وځنډېده چې طالبان واك ته ورسېدل. پاكستان او نورو دوو هيوادونو په ګډه د طالبانو د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندلى و او مرسته يي ورسره كوله.



افغان حكومت له ډېرې مودې راهيسې په پاكستان باندې د افغانستان دننه د ناراميو او اړو دوړ تور لګوي، ترڅو دا هېواد كاواكه او كمزورى وساتي. جنګيالي اوځانمرګي بريد كوونكي د پاكستان په سرحدي سيمو كې له مدرسو څخه له طالب ياغيانو سره د يوځاى كېدو لپاره را اوړي.



اوسنۍ لوبه د افغانستان او پاكستان د اوږدې مودې ډرامې تر ټولو وروستۍ برخه ده.



د پاكستان حكومت د كرزي ګواښ ته سمدلاسه غبرګون وښود. د هغه هېواد صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل، پاكستان د هېڅ هېواد په كورنيو چارو كې لاسوهنه نه كوي او په همدې توګه به هيڅ هېواد ته په خپلوكورنيو چارو كې د لاسوهنې اجازه ورنه كړي.



د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد كې د افغانستان سفير، محمد انور انورزى هغه وزارت ته وغوښت ترڅو د كرزي د وينا په وړاندې رسمي غبرګون څرګند كړي.



د كرزي وياند همايون حميد زاده يو څو ورځې وروسته د خپل مشر د وينا له ملاتړ ځان لېرې وساته او ويې ويل چې د ولسمشر اراده د جګړې پيلول نه، بلكې اسلام آباد ته (د يو قوي پيغام) استول و.



هغه وويل: ((ولسمشر غوښتل يوه موضوع ډېره روښانه كړي. پاكستان د يو خپلواك دولت په توګه مسؤوليت لري، ترڅو پرې نږدي، چې خاوره يي د افغانستان په ضد وكارول شي.))



حميدازاده يو څو ورځې وروستې لاره واړوله او د جون د مياشتې په ۲۴ يي په يو خبري غونډې كې د كرزي يوناڅاپي كارول شوي وينا غبرګه كړه.



هغه اخباروالاوو ته وويل: ((موږ له پاكستان څخه غواړو، ترڅو په خپلې خاورې كې د افغانستان په وړاندې فعاليتونه ودروي. كه نه، نو افغانستان دنده لري، د خپلو خلكو او ولس دفاع وكړي.))



د متحده ايالتونو ولسمشر، جورج بوش د كرزي د اخطار له تاييد ژر وروسته ځان په څنګ كړ، خو دا يي وويل، چې يو ولسمشر د خپل ولس د دفاع حق لري. د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې، كاندوليزا رايس د سي اين اين تلويزيوني شبكې ته وويل: ((دا به عاقلانه، نه وي، چې د افغانستان له پولې هاخوا د عملياتو په اړه خبرې وشي.))



د كرزي له قهر اوغضبه ډكه وينا له نړيوال پراخ تصنيف پرته كېداى شي د افغانستان او پاكستان تر منځ په ترينګلو اړيكو كې ګوګړو ته تلي ولګوي.



افغانانو، چې په دې وروستيو وختونو كې يي په خپل ولسشمر باور له لاسه وركړى دى، يو ځل بيا د هغه ددې وينا په هكله لېوالتيا څرګنده كړه. په ټول هېواد كې قومي مشرانو او حكومتي چارواكو له عام ولس سره يوځاى د ولسمشر كرزي ملاتړ څرګند كړ.



د پارلمان غړو هم د افغان ولسمشر د وينا ستاينه وكړه.



د پارلمان غړي، هاشم پولاد وويل: ((آن كه د (كرزي) وينا احساساتي هم وه، خو سمه وه. هغه دمخه نه وه پلان شوې. څه چې د ولسمشر وويل هغه د هغه د وطن دوستۍ او مسؤوليت احساس و.))



پولاد وويل، پاكستان برالا هلې ځلې كوي، چې افغانستان كمزورى او بې ثبات كړي. خو بايد دا خيال يي هم نه وى كړى، ځكه افغانستان هيڅكله نه شي كولاى له غښتلې، پرمختللې او ښې سمبالې اردو سره مقابله وكړاى شي.



هغه وويل: ((زموږ وسله وال ځواك نه شي كولاى د ګاونډيو هېوادونو له اردو سره وجنګيږي. دا د نړيوال ځواك مسؤوليت دى، چې دا هېواد له بهرني يرغل څخه خوندي وساتي.))



د افغانستان د امنيت او د نړيوال ملاتړ ترمنځ د غښتلو اړيكو په پام كې نيولو سره زياتره افغانان انګيري، چې كرزي بايد دا ګواښ ترهغه نه واى كړى، ترڅو يي د متحده ايالتونو تاكتيكې ملاتړ نه واى تر لاسه كړى.



واشنګټن په دې وروستيو كې په پاكستان باندې زور راوړى او په اسلام آباد باندې يي غږ كړى، ترڅو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره لا ډېر كار وكړي. د متحده ايالتونو د مرستو نوى پلان به له پاكستان سره د هغې په خاورې كې په برياليتوب سر ه د ترهګرو د رېښو په له منځه وړلو كې له اسلام آباد سره سخاوتمندانه مرستې وكړي.



پاكستان له ډېرې مودې راهيسې د امريكا له متحده ايالتونو سره تړلى يو هېواد و، خو په دې وروستيو وختونو كې يي اړيكې خړې پړې شوي دي.



د جون د مياشتې په لسمه د متحده ايالتونو د يو هوايي بريد له امله په سرحدي سيمه كې يوولس تنه پاكستاني سرتېرې ووژل شول.



پاكستاني ځواكونو د جون د مياشتې په ۲۱ په يو انتقامي بريد كې په خوست كې د امريكا په پوځي مركز باندې يو راكټ وتوغولو. راكټ لږ زيان اړولى و. دويم راكټ په نښه ونه لګېد او د هغې په ګاونډ كې په يو كور كې ولګېد. يوه ښځه او درې ماشومان يي ووژل. د ناتو پوځونو هم خبر وركړى و، چې په هماغه ورځ يو څو نور راكټونه د پكتيا په ولايت كې د هغوى په پوځي مركزونو ايشتل شوي و، خو پاكستان دا تورونه نه مني.



سياسي كارپوه، احمد سعيدي ګومان كوي، كرزى ښايي په پټه واشنګټن هڅولى وي، ترڅو يو غښتلى او قوي دريځ غوره كړي.

هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((كرزي دا بيان د امريكا په ملاتړ كړى دى. په پاريس كې امريكايانو له كرزي سره غونډې كړې وې. ښايي يو څه ډاډ يي وركړى وي. زما په اند نه افغانستان او نه پاكستان لومړنى او وروستنى پرېكړه كوونكى هېواد ونه دى.))



سعيدي زياته كړه، له هغې سره سره كرزى بايد له زيات زغم څخه كار واخلي او د خپل حكومت په محدودې وړتيا او ظرفيت باندې پوه شي.



هغه وويل: ((دا ستونزې د برتانيې او امريكايانو له ستراتيژۍ سره اړيكې لري، چې قدرت ته ډېر لېوال دي. افغانستان د هغوى د اعمالو قرباني دى.))



خو سياسي شنونكى قسيم اخګر شكمن دى، چې ګوندې د امريكا متحده ايالتونه دې د اوږدې مودې ملګري، پاكستان په وړاندې كوم كار وكړي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((پاكستان امريكا ته حياتي ارزښت لري. له بده مرغه دا وينا د پاريس له كنفرانس او له هغه وروسته خپره شوه، چې امريكا د پاكستان سرحدي سيمې بمباري كړې او ښايي داسې وانګېرل شي، چې حامد كرزى د امريكا ملاتړ لري. دا مازې يوخيال دى.))



اخګر وويل، كرزى د قهر او سپكوالي له امله دا كار كړى. د كندهار په محبس باندې د جون د مياشتې د ۱۳ نېټې بريد، چې طالبانو په كې له زرو څخه خپل زيات بنديان خوشې كړل، په باوري توګه د هغه (كرزي) بڼكې وايستې.



اخګر وويل: ((هرڅوك په دې پوهيږي، چې د حكومت له لاسه څه شى نه كيږي.))



د دولسم ټولګي يو زده كوونكي، احمد خالد وويل، چې وينا ورته خوند وركړى، خو د خپل ولسمشر په محدوديت باندې هم پوهيږي.



هغه وويل: ((كرزى لكه د فلم د يو اتل په څېر و. هغه په دې اند دى، چې سياست به هم همداسې وي. ته به ټول شيان ورانوي او تاته به څه زيان نه رسيږي. كرزى آن په خپل حكومت كې كوم يو جنايت كار نه شي بندي كولاى. هغه په تلويزيون كې ژاړي او وايي، چې د جنګ سالارانو زور نه لري.))



هغه وويل: ((څنګه هغه فكر كوي، چې بيت الله محسود او مولوي عمر به ونيولاى شي، چې د پاكستان د حكومت ټينګ ملاتړ ورسره دى؟ دا عجيبه ده.))

More IWPR's Global Voices