آزربايجان: د سياسى نفوذ له پاره منډه

سياستپالې ښځې د برخې تر لاسه کولو له پاره له ډيرو زړو چلندو سره مخامخ دي.

آزربايجان: د سياسى نفوذ له پاره منډه

سياستپالې ښځې د برخې تر لاسه کولو له پاره له ډيرو زړو چلندو سره مخامخ دي.

ښځې په ډير جديت خپل کمپاين ته ادامه ورکوي تر څو وشي کولى په پارلمان کې ډير کرسى تر لاسه کړي او وشي کولى له خپلو حقوقو څخه په ښه ډول سره دفاع وکړي او نارينو له تعصب سره مبارزه وکړي.


اوس مهال په پارلمان کې در ښځو شمير چې له ١٢٣ کرسيو نه يې يوازې ١٣ تر لاسه کړي دي ډير کم دى. چې د ځينو څيړونکو په آند همدا هم يو لامل دى چې د ښځو حقوقو په هکله په حقوقي مراجعو کې هيڅکله خبرې نه کيږي.


خو د ښځو ځينې ډلې په يو مبارز غږ چې يو ډول حق غوښتونکي دي، بدل شوي دي


د ښځو د ټولنې په نامه موسسه تر اوس مهاله د نږدې ٢٠ ښځو چې غواړي ځانونه پارلمان ته کانديدې کړي، په خپل لست کې لري. د دې موسسې ريسې نوويله جفروګلو وايي چې د دغو ښځو په ملاتړ به ډير پراخه کمپاين په لاره واچوي.


هغې آى ډبليو پي آر ته وويل: (( د هغو ښځو شتون په پارلمان کې چې زموږ له حق نه ملاتړ کوي، د هغو موسسو او ټولنو له پاره چې د ښځو د حقوقو په هکله کار کوي، يوه ګټوره خبره ده.))


جفروګلو وايي چې د دې ډله به له کانديدو ښځو سره په دې ستونزمنې پروسې د خپلې لارې په موندلو کې مرسته وکړه او کمپاين په هکله هر ډول مالومات چې د يوې کرسې د لاس ته راوړلو له پاره اړين دي، ورته برابر کړي.


هغې وويل چې له شوروي اتحاد له نړيدو را په دې خوا، ښځو په خپل ځان باور يې له لاسه ورکړى. او په لږ باور په سياست کې ډير کم برى تر لاسه کيدى شي.


جفروگلو وويل: (( د ښځې د وندې په هکله په ټولنې کې له پخوا نه يو ډول نظر موجود دى او په خپله ښځې هم ځانونه ور تسليموي. ډيريو ښځو ان اوس پريکړه کړې چې څه کولى شي او څه نه چې دا په خپله يوه ستونزه ده.))


د آزربايجان د لبرال دموکرات گوند مشره لاله شوکت وايي چې ښځې خپله د ځان دښمنانې دي. هغه وايي: (( توپير او کرکه هغه مهال پيدا شوه چې ښځو دا پوښتنه پيل کړه چې سياستواله ښځه يعنې څه.))


د جندر د مسايلو يو متخصصه وايي چې حق برابرتيا، او په سياست کې د ښځو د ګډون حق په قانون کې ساتل شوى. په ١٩٩٨ کې د ښځو دولتې کميټه جوړه شوه او په همدې کال کې د حکومت ريس يو فرمان صادر کړ چې په ټولنې د ښځو د وتلې ونډې او د هغوى په وړاندې د پاليسيو د ښه والې ژمنه يې کوله.


دا څيړونکې وايي چې دا ډيرې خوږې او په ځاى خبرې دي خو هيڅکله يې عملې بڼه نه ده موندلې او هغو ښځو چې د رهبرى په سطح کې دي د دې وس يې نه دى پيدا کړى چې خپل نفوذ او اثرڅخه ګته پورته کړي او دې وضعيت ته بدلون ورکړي.


دا په داسې حال کې ده چې ځينو ښځو لوړې کرسى تر لاسه کړي دي، لکه رابيت اسلانوه چې د بشر د حقونو د کميسون مرستياله ده، يا ګوهر بخشولايوه ، د ملي شورا معاونه او يا ګولر رضايف د محکمې مرستياله.


د ملي مجلس استازې او د واکمن ګوند لوړپوړې چارواکې، بهار مرادوه وايي: (( سياستوالې ښځې کولى شي چې ويناوې وکړي، خو نه شي کولى په سياسي او ټولنيز ژوند کې بدلون راوړي.))


vمرادوه وايي چې هغې پريکړه کړې په راتلونکو ټاکنو کې د ( ينې آزربايجان) په استازيتوب ځان کانديد کړي د دې کړن لاره به هم د ښځو له حقونو نه ملاتړ وي. د دې په اند په لومړي سر کې بايد د ښځو شميره په پارلمان کې ډيره شي، خو دا هم مني چې دا يو آسانه کار نه دى.


د آريت په نامه څيړنيز مرکز نه ترلاسه شويو مالوماتو پر بنسټ يو ډول کرکه و ضد د ښځو په وړاندې ليدل کيږي.


چې دا په خپله په مطبوعاتې کې د کمې ونډې ، د چاروکو ملاتړ له نارينوونه او دښځو په وړاندې د زړو ازرښتنو نه کار اخيستلو ښکاروندوى ده.


مرادوه وايي: (( له هم دې کبله ځينې په سياست کې له ننوتلو او بيرته وتلو نه بيريږي.))


د آريت په نامه مرکز ، تحقيق دا څرګندوي چې قانون او اصولو په بنسټ د ښځو د حقونو له پاره مبارزه په ډيره ضعيفه سحطح کې روانه ده.


د دې مرکز د سروې پر بنسټ نږدې ٤٧ فيصدو ښځو ويلي دي چې هغوى د خپلو حقونو په هکله يې پوره مالومات درلودى، نو ښايي په خپل ژوند کې د واک تر لاسه کولو له پاره به يي ډير زيار ايستلى وى.


خو ځيني بيا په دې اند دي چې ښځو کم وخت روکړل شوى چې په پارلمان کې خپل غږ اوچت کړي، نو اساسي ستونزه په هيواد کې د دموکراسى کمزورتيا ده.


د سولې او دموکراسى د انستيتوت ريسه ليله يونس ووايي: ((اساسي ستونزه دا ده په آزربايجان کې قانون واکمن نه دى. په همدې خاطر دا ډيره سخته ده چې په داسې شرايطو کې د آزاد کار او هڅو په هکله خبره وشي. زما په اند د سياست په ډګر کې د ښځې او نارينه په منځ کې بايد هيڅ توپير نه وي.


په آزربايجان کې آزاده خبرياله صبريه مصطفايوه


Frontline Updates
Support local journalists