ازاد شوي هلمنديان د طالبانو له غچ څخه ډاريږي

کليوال د ټولټاکنو د نوم د ثبت ډلې ته په دې باور لنډ وخت ورکوي چې کېداى شي ياغيان ډېر ژر بېرته ستانه راشي.

ازاد شوي هلمنديان د طالبانو له غچ څخه ډاريږي

کليوال د ټولټاکنو د نوم د ثبت ډلې ته په دې باور لنډ وخت ورکوي چې کېداى شي ياغيان ډېر ژر بېرته ستانه راشي.

: "کالي مو ټول کړئ او ځئ!" د منځني عمر ددې سړي د خولې له کونج څخه نصوار بهيږي او ږيره يې باد ښوروي. هغه زياته کړه: "کوم کارتونه چې تاسو يې ورکوئ، ډېر کلک دي. که هغه له موږ سره وموندل شي، نو طالبان به يې په خوله کې راکړي، چې تېر يې کړو. هغه [کارتونه] نه هضميږي."



نظرګل د ټولټاکنو د خپلواک کميسون د رايه ورکوونکو د نومونو د ليکونو له ډلې سره خبرې کولې چې تېره اونۍ د هغه ځاى، خواجه کلي، ته راغلې وه. خواجه کلى په نوزاد ولسوالۍ کې پروت دى. په دې ولسوالۍ کې په دې وروستيو وختونو کې د متحده ايالتونو د ٤٠٠ سمندري ځواک او د ملي اردو د سلو سرتېرو له خوا لوى پوځي عمليات پيل شوى و.



نوموړي عمليات ددې لپاره پيل شوي و چې د نوزاد خلکو ته، چې د تېرو درېو کلونو راهيسې د طالبانو ترولکې لاندې وو، ددې فرصت ورکړي ترڅو د اګست د شلمې په ټولټاکنو کې ونډه واخلي.



د هلمند د والي، ګلاب منګل د وينا له مخې نوموړي عمليات په بري سرته ورسېدل. هغه د متحده ايالتونو په يوې چورلکې کې راورسېد چې د افغانستان بيرغ د خواجه د کلي دپاسه په يوې غونډۍ باندې هسک کړي. نوموړى د متحده ايالتونو د ځواکونو ستاينه وکړه.



هغه وويل: "په ډېر لنډ وخت کې مو وکړاى شول دويمه ولسوالۍ د طالبانو له منګولو څخه راوباسو." لومړى ولسوالۍ د خانشين وه، چې د جولاى په لومړيو کې پاکه شوې وه. هغه زياته کړه: "موږ د افغانستان ملي بېرغ هسک کړو. دا کار د مارين [د امريکا د سمندري] ځواک پرته ممکن نه و."



جنرال لاري نيکولسن خوشاله و، چې د خپلو سرتېرو په استازيتوب يې ستاينه کيږي. هغه دا ومنله چې د عملياتو بشپړېدو ته لا ډېره لاره پاتې ده.



هغه رسنيو ته وويل: "مارين [سمندري ځواک] له افغاني پوځ سره په ګډه له ياغيانو څخه عمده سيمې پاکې کړې. خو د نوزاد په شمالي برخو کې لا تر اوسه هم خلک د طالبانو تر لاس لاندې ژوند کوي."



د خواجه د نوې ازادې شوې سيمې خلکو د والي راتګ ته هغومره ليوالتيا څرګنده نه کړه. زياترو خلکو د خپل راتګ پرځاى خپل کوچنيان استولي وو، چې ساعتونو اوږدو ويناوو ته غوږ ونيسي. منګل په خپل پټو ناست و اود يوې وچې ونې ډډ ته يې ډده لګولې وه. هغه د خلکو يو کوچنۍ ډلې ته، چې زياتره په کې تنکي ځوانان ناست وو، خبرې کولې.



دلته بيا هم والي ته د اورېدونکو پام نه وو.



شيرين خان، چې په څرګنده يې د سمندري ځواک په يوې ښځينه کارکوونکې سترګې ښخې کړې وې، وويل: "دا ښکلې ښځه څوک ده؟ دا خلک څنګه امنيت راوستى شي؟ هغوى به لاړ شي او په ماښام به يې طالبان راشي. موږ ته به ووايي، هغه ښکلي بهرنيان چېرته دي؟"



والي ته نژدې د ټولټاکنو د کميسون خلک راغلل. هغوى غوښتل د نوزاد خلکو ته په ټولټاکنو کې د ګډون چانس ورکړي، چې يوازې يو څو ورځې ورته پاتې دي.



خو خلکو مينه ونه ښوده. يو څو تنو غوښتل چې له فرصت څخه ګټه واخلي.



د حاجي نانک اکا په نامه يو اوسيدونکي وويل: "تاسو به لاړ شئ. بيا به طالبان زموږ ستوني پرې کړي."



ځايي خلکو ته عمليات د بري خبره نه وه. ويناوې چې هرڅه وې، وې به.



يو زاړه سړي وويل: "داسې نه ده چې موږ ګوندې د [نوم ليکنې] د کارتونو مخالف يو. موږ لومړى امنيت غواړو. دا ټول کلي له طالبانو ډک دي. هغوى ته زه څه ووايم؟ که حکومت د نوزاد د رايو په اړه اندېښنه لرلاى بايد درې کاله دمخه يې موږ د طالبانو له منګولو څخه ژغورلاى وى. له ټاکنو يوه ورځ دمخه کارت مې پکار نه دى."



والي، د هلمند د عامې روغتيا رئيس، عنايت الله غفوري، د کلو د پراختيا او بيارغاونې رئيس، عمر قانع، مشرانو او مل پلاوي په ګډون د غونډۍ سر ته وختل چې له وروستيو عملياتو څخه وروسته د نوزاد ولسوالي وګوري.



غملړلې منظره وه. زيات شمېر کلي سوځېدلي وو. ځايي بازار، چې د ولسوالۍ لوى بازار و، په کنډوالو اوښتى و. د بمبارد شوو هټيو له سوريو څخه لوګي ختل.



د نوزاد يو استوګن، چې خپل نوم يې ونه ښود، وويل: "دا سوې ونې وګوره! دا د هلمند ترټولو ښې ونې، انار، وو. زيات شمېر خلک به دلته راتلل. هغوى به دلته کښېناستل او بنډار به يې کاوه. موږ شوراګانې درلودې. بهرنيو ځواکونو هر څه وسوځول."



هغه په خپګان زياته کړه: "ته دلته نن د بېرغ د هسکولو لپاره راغلى يې. ولې يې د غونډۍ دپاسه هسکوې؟ هلته کښته ورشه، چېرته چې خلک دي. درواغ وايې، چې وايې نوزاد مو له طالبانو څخه پاک کړى دى. د ولسوالۍ مرکز ته لاړ شه. وبه ګورې چې څه کيږي."



سړي په غوسې د ټولټاکنې د نوم د ليکنې ډلې ته وکتل.



هغه وويل: "د نوم ليکنې په لومړي پړاو کې دلته هيڅوک رانغلل. پرځاى يې موږ ته بمونه راغلل. ډېر بمونه. زموږ باغونه او کورونه يې ويجاړ کړل. هغوى موږ ولې وژنې؟"



موږ د غونډۍ له سره له ويجاړيو هغه خوا شنې سيمې ليدلاى شو.



د شيريندل په نامه د سيمې يو اوسيدونکي وويل: "هغه شنې سيمې چې ګورې تر اوسه له خلکو ډکې دي. شاوخوا يې ماينونه کرل شوي دي. هغوى نېکمرغه دي."



پوليسو وويل په زياترو سړکونو باندې طالبانو ماينونه فرش کړي دي.



جنرال نيکولسن خلکو ته ډاډ ورکړ چې سيمه به له ماينونو پاکه شي.



هغه وويل: "موږ به نوازد له ماينونو پاک کړو. ددې کار لپاره اتومياشتو ته اړتيا لرو. طالبانو آن په دېوالونو کې ماينونه ښخ کړي دي. موږ يوڅه وخت ته اړتيا لرو."



خو ټولټاکنو ته، چې اوس ورته ساعتونه پاتې دي، وخت په تېرېدو دى.



د نوزاد زياتره برخې خالي دي. هرڅوک، چې تلاى شو، تللى دى. آن که لښکرګاه ته رسېداى شو، تللي دي. هغوى وايي لږ تر لږه په ولايتي مرکز کې هغوى د بهرنيو بمباريو او يا د طالبانو د ځورونې له ډار پرته سا ايستلاى شي.



هلته د سرورجان په نامه د پوليسو نوى قوماندان او د سيدمراد اغا په نامه نوى ولسوال مقرر شوي دي. د کار په لومړۍ ورځ پر هغوى له لسو ځلو څخه زيات راکټي بريدونه وشول. آن نن د متحده ايالتونو د سمندري ځواک د چورلکو له شتون سره سره له ليرې سيمو څخه د بمونو لوړ غږونه اورېدل کيږي.



کله چې د نوزاد ځوانان وګورىء نو د زياترو يې له ډاره مخونه ژيړ تښتېدلي دي.



د رحيم الله په نامه يو تنکى ځوان وويل: "دا جګړه ده. غواړم چې ټوپک واخلم او د هغو [طالبانو] له ليکو سره يوځاى شم."



هغوى د ملګرو په څېر دي او د بهرنيانو په شاوخوا راټول شوي او خبرو ته يې ليوال دي.



تازه ګل وويل: "زموږ ماغزه ددې چاودنو غږونو ګډوډ کړي دي." نورو هلکانو په هغه پورې وخندل. "حکومت د ټاکنو په غم کې دى. خو موږ ښوونځي غواړو. آه، څه ښه ښوونځي مودرلودل!"



کله چې خبريال له نوزاد څخه رهي شو، د نوم ليکنې ډله هم رهي شوه. په لښکرګاه کې د ډلې مشر، چې نوم يې ورنه کړ، وويل غواړي په هلمند کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسون له مشر سره وګوري.



هغه وويل: "موږ په نوزاد کې څه کوو؟ داسې څوک نه دى پاتې چې نوم يې وليکل شي."



خو والي هوډ کړى چې هلته ټاکنې سرته ورسيږي.



هغه وويل: "که شونتيا يې لرله نو موږ به د نوم ليکنې يو دفتر او د رايې ورکولو يو مرکز جوړ کړو. "



د مجتبى محمدي په نامه يو سياسي شنونکي وويل: "د ټول نوزاد لپاره يوه ډله؟ هغوى بايد په دې وپوهيږي، ترڅو چې امنيت تامين نشي، هيڅوک به رايه ورنه کړي. په هلمند کې خبره د ټاکنو د قانونيت ده. هغوى بايد امريکايان ډېر دمخه ليږلى واى. اوس امريکايان دلته دي، عمليات سرته رسوي، آيا کېداى شي چې سبا خلک د جګړې په بهيرکې رايه ورکړي؟ "
Frontline Updates
Support local journalists