ايتلافي ځواکونو په هرات کې د ولسي خلکو په وژلو اعتراف وکړ

لومړى هغوى ادعا کړې وه، چې په بريد کې د ياغيانو په مشر پورې تړلې ١٥ ملېشې وژل شوې وې.

ايتلافي ځواکونو په هرات کې د ولسي خلکو په وژلو اعتراف وکړ

لومړى هغوى ادعا کړې وه، چې په بريد کې د ياغيانو په مشر پورې تړلې ١٥ ملېشې وژل شوې وې.

.



د غلام يحيى اکبري په نوم قوماندان ته زيان رسيدلى نه و، خو د ګذرې د ولسوالۍ د کارېز سلطان په کلي کې د هغه دوه تنه ملګري او يو ځايي ميخانيک وژل شوي و.



د ايتلافي ځواکونو استازو له عملياتو لږ وروسته په ټينګار ويلي وو، چې "په يحيى پورې تړلې ١٥ ملېشې وژل شوي دي."



اوس وايي، هغوى باوري دي، چې درې تنه ملېشې وژل شوي دي. خو په هرات کې رپوټونه د يو شمېر کوچيانو وژل کېدل تاييدوي.



د ايتلاف وياند،قوماندان ډګروال والټر ماتيوس ولسي خلکو ته په زيان رسيدلو تاسف څرګند کړ. هغه د آى ډبليو پي آر د يوې پوښتنې په ځواب کې وليکل: "زموږ زړونه د هغه چا په هکله درديدلي دي ، چې په هرات کې د وروستيو عملياتو له امله اغېزمن شوي دي."



هغه ليکي: "موږ غواړو د افغانستان له دښمنانو سره جګړه وکړو، نه د هغه چا د دښمنۍ د راپيدا کولو لپاره چې موږ يې دلته مرستې ته راغلي يو او د هغوى د ژوند ښه کولو ته مو ځانونه وقف کړي دي."



"په داسې حال کې چې له دې پېښې څخه ژونديو پاتې شوو کسانو ته د رسيدلي زيان د رنځ او کړاو په اړه څه نشو کولاى، خو موږ د خپل عمل په وړاندې مسؤوليت منو او د (خپل عمل د) اصلاح په هکله ژمنه او تعهد کوو. د فبرورۍ په شلمه (د جمعې په ورځ) د ايتلافي ځواکونو د ارزونې ډلې له هرات څخه د ليدلو په ورځ د (پېښې) په ځاى کې يو څه نغدي مخکنۍ مرستې وويشلې. نورې مرستې به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي."



ايتلافي ځواکونو د فبرورۍ په ١٧ يحيى په نښه کړ، چې له نژدې دوو کلونو راهيسې په خصوصي ډول د افغانستان د حکومت او بهرنيوځواکونو په وړاندې جګړه پر مخ وړي (د آى ډبليو پي آر د فبرورۍ د ١٨ نېټې ٣١٣ ګڼه رپوټ وګورئ: د ياغيانو مشر ايتلافي ځواکونه جګړې ته لمسوي)



د رپوټونو له مخې په بريد کې د شپږو ښځو او دوو کوچنيانو په ګډون ديارلس تنه کوچيان او ٤٠٠ څاروي مړه شول.



يحيى ته زيان ونه رسيد او لوړه يې وکړه،چې خپله جګړه به مخې ته وړي.



له بريد څو ورځې وروسته د تليفون په ليکه هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "هغوى داسې فکر کوي،چې زه به ګوندې د هغوى په هوايي بريد ډاريدلى يم. دا رښتيا نه ده. آن که يو نفر هم راته پاتې شي، د هغوى په وړاندې به جګړه کوم."



يحيى ادعا کوي، چې ٢٠٠ تنه جګړه ماران يې تر قوماندې لاندې دي.



د ياغي قوماندان د وينا له مخې د هغه موټر چلوونکى، شل کلن خالد احمد او يو وسله وال، ٣٢ کلن سيد کاظم د ايتلافي ځواکونو په بريد کې وژل شوي دي.



همدارنګه د مړو شوو خلکو په ډله کې يو ميخانيک، ٢٢ کلن ګلبدين و، چې د يحيى د يو موټر د ترميم لپاره ګذرې ته راغلى و.



وروسته له هغې بهرنيو ځواکونو ارزيابي تر سره کړه، چې رسنيو د ايتلافي ځواکونو له ارزيابۍ سره مخالفت څرګند کړ او ځايي چارواکو اعتصاب وکړ (د آى ډبليو پي آر د فبرورۍ د مياشتى د ١٨ نېټې ٣١٣ ګڼه رپوټ وګورئ: د هرات چارواکي ادعا کوي، چې په هوايي بريد کې ولسي خلک وژل شوي دي.)



دا پېښه د ايتلاف او ملېشو تر منځ په جګړو کې د ښکېل شوو بېګناه ولسي خلکو زياتيدونکې ستونزې څرګندوي.



ملګروملتونو تېره اونۍ يو رپوټ خپور کړ،چې وايي د ٢٠٠٨ کال په بهير کې ولسي خلکو ته د زيان کچه ٢١١٨ تنه وو چې دتير کال په نسبت په سلو کې ٤٠ زياتوالى راغلى دى . رپوټ زياتوې، داسې بريښي، چې د ٢١١٨ خلکو د مړينې شمېره بشپړه شمېره نه وي. د مړينې ډېرى د ياغيانو له خوا رامنځته شوي او څه ناڅه په سلو کې ٤٠ وژنه د بهرنيو پوځونو او افغان حکومت د ځواکونو له خوا سرته رسيدلې ده.



د غير جنګي خلکو وژلو د افغانانو تر منځ د خپګان سپرغۍ شيندلي او له دې امله زياتره خلک د ياغيانو ننګه او ملاتړ کوي. د طالبانو له سخت رژيم څخه د افغانانو له کرکې سره سره، هغوى نه غواړي دا ومني، چې د هغوى ازادي دې ولسې خلکو ته د زيان په لوړې بيې لاسته راشي.



خوايتلافي ځواکونه په خپله عقيده ټينګ ولاړ دي، چې دا نيمګړتيا د بهرنيو پوځونو په پرتله د وسله والو مخالفو ډلو په غاړه پرته ده.



د هرات پېښې ته په ګوتې نيولو ماتيوس وويل: "دا لومړى ځل نه دى، چې ياغيان د بېګناه ولسي خلکو شا ته ځانونه پټوي. ايتلافي پوځونو ته د ياغيانو برخلاف د افغانانو ژوند ارزښت لري. تر خپلې وسې پورې هڅه کوي، ترڅو ولسي خلکو ته د زيان مخه ونيسي. ياغيان بري ته نه رسيږي."
Frontline Updates
Support local journalists