ايا په هلمند کې ټاکنې شوني دي؟

ښايي په هلمند د طالبانو په وړاندې پوځي عمليات پاتې راغلى وي، ترڅو د ټولټاکنو لپاره چمتووالى ونيول شي.

ايا په هلمند کې ټاکنې شوني دي؟

ښايي په هلمند د طالبانو په وړاندې پوځي عمليات پاتې راغلى وي، ترڅو د ټولټاکنو لپاره چمتووالى ونيول شي.

. هغوى هلته تل حضور لري. کله ناکله د دروازې تر شا وي. په ناوې کې هرڅوک طالبان پېژني او طالبان هم هغوى پېژني. د ولسمشرۍ لپاره د اګست د مياشتې د شلمې نېټې د رايې ورکولو په اړه د پرېکړې کولو پر مهال بايد اوسيدونکي له پياوړو طالبانو سره د مخالفت خطر محاسبه کړي، چې د ټاکنو د بهير د ګډوډولو هوډ يې کړى دى.



د معلم شاه وليخان په نامه يو ملک وويل: "طالبان موږ ته داړې چينګوي. هغوى به مو رايې ورکولو ته پرې نه ږدي. که زه د رايې اچولو مرکز ته لاړ شم، نو ډېر ژر به واورې چې د معلم شاه ولي سر پرې شوى دى."



هلمند د افغانستان لوى ولايت د دوه عمده ستونزو؛ نشه يي توکو او جګړو مرکز دى: د تېرې مياشتې راهيسې په کې دوه ستر پوځي عمليات ترسره شوي دي. د خنجر په نامه عمليات د امريکايانو تر مشرۍ لاندې د هلمند د سيند په سهيلي برخې او د پنجۀ پلنګ په نامه عمليات د لښکرګاه شمال ته د برتانويانو له خوا پلي شوي وو.



د امريکا او برتانيې د چارواکو د وينا له مخې د عملياتو يوه ستره موخه داوه چې ولسي خلک د ټاکنې په ورځ د رايو ورکولو لپاره د امنيت احساس وکړي.



خو د هلمند د بيلا بېلو ولسواليود اوسيدونکو د قضاوت له مخې ښايي دې موخې ته رسيدل ډېر ګران وي.



د مارجې د ولسوالۍ اوسيدونکي، جان محمد رحماني وويل: "په مارجه کې طالبان شته. هلته به څوک رايې ورنه کړاى شي. خلکو هيله له لاسه ورکړې ده. د کرزي په رژيم کې د هغوى په کورنو بمباري شوې دي. د بهرنيانو دا کار نتيجه نه ورکوي. طالبان له يوې ورځې نه بلې ته ځانونه پياوړي کوي. دا کار پر خلکو باندې د ډار سيوري غوړوي."



د هلمند د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر، انجنير عبدالهادي وويل، په هلمند کې به د رايې ورکولو ټول ٢٢٢ مرکزونه موجود وي، چې د رايو ١٠٩٢ ستيشنونه به ولري.



خوکه چېرته په راتلونکو دوو اونيو کې په امنيت کې د کتنې وړ ښه والى رانشي، نو يو شمېر دا مرکزونه به تش پاتې شي.



د پوليسو يو متقاعد افسر وويل: "څوک نشي کولاى يوه ورځ پوځي عمليات تر سره کړي او توقع ولري چې خلک به بله ورځ د رايې د ورکولو لپاره راشي. خلک د خونديتوب احساس ته اړتيا لري. تر دې شرايطو لاندې هيڅوک په ټاکنو کې ونډه نشي اخيستلاى."



آن د ولسمشر حامد کرزي د مبارزاتي دفتر منيجر، چې د بيا ټاکنو په لټه کې دى، آى ډبليو پي آر ته د نوم د نه ښودلو په شرط وويل، دا شونې نه ښکاري، چې له لويو ښارونو بهر دې ټاکنې سرته ورسيږي.



هغه وويل: "په لښکرګاه کې کمپاين په ډېره ښه توګه روان دى. خو هيڅوک ولسواليو ته نشي تللاى. فکر نه کوم شونې وي چې ټاکنې دې هلته سرته ورسيږي. کمپاين په ښارونو پورې محدود دى، ټاکنې هم همداسې درواخله."



د هلمند د موسى کلا د ولسوالۍ د شورا مشر، حاجي محمد ظاهر هم د ټاکنو په اړه خوشبين نه و.



هغه وويل: "دا هر څه سمبوليکه بڼه لري. ډېرې غونډې کيږي او هرڅوک وايي، زه ددې او يا د هغه مشر يم. دومره يا هغومره شمېره رايې راغونډولاى شم. خو لا تر اوسه امنيت نشته. همدا خلک غونډو ته راځي او د لويو ډلو د استازيتوب ادعا کوي. خو په حقيقت کې د ځان استازيتوب هم نشي کولاى."



هغه وړاندېز وکړ، چې په موسى کلا کې به لږ شمېر خلک رايې ورکړي.



هغه وويل: "کله چې د ټولټاکنو کميسون وايي ډېر خلک د رايې ورکولو لپاره چمتو دى، هسې لاپې وهي."



د ټولټاکنو د کميسون مشر، عبدالهادي وايي، د رايه ورکوونکو د امنيت خونديتوپ د هغه له وسې پوره نه ده.



هغه وويل: "امنيت زموږ د دندې جزء نه دى. زه نه غواړم د هغې په اړه څه ووايم. موږ يوازې د لوژستيک په اړه پام کوو."



يو شمېر برياوې هم شته. دوو پوځي عملياتو د زيات شمېر هغو خلکو لپاره لاره پرانيستله چې تر اوسه يې ددې کال په سر کې د رايې ورکولو کارتونه نه و اخيستي. لښکرګاه ته د بابه جې او مارګير دوو نژدې سيمو اوسيدونکو ته په يوې ورځ کې په سلګونو کارتونه وويشل شول.



د عطامحمد په نامه د مالګير يو تن اوسيدونکي وويل: "طالبان ظالم دي. له چا سره چې د رايې ورکولو کارت وګوري نو لس زره افغانۍ جريمه ترې اخلي. زه کولاى شم لښکرګاه يا ګرشک ته د نوم ليکنې لپاره لاړ شم، خو نشم کولاى د رايې ورکولو کارت له ځان سره کور ته راوړم."



عطا اوس په خوشالۍ خپل نوم ليکي، سره له دې چې د رايې ورکولو په اړه ډاډمن نه دى.



هغه وويل: "زه د بشري مرستو د وېش لپاره نوم ليکم. غواړم د هغې د لاسته راوړلو وړتيا پيدا کړم."



سياسي شنونکي سرور غفوري وايي زيات شمېر هلمنديان د رايې د ورکولو د کارت په اړه زړه نازړه دي.



غفوري وويل: "د ټولټاکنو د خپلواک کميسون د خلکو د خبرتيا دفتر ډېر کمزورى دى. هغوى هڅه نه کوي د نوي ولسمشر د ټاکلو د اړتيا په اړوند خلکو ته معلومات ورکړي. هغوى خلکو ته نه دي ويلي چې دا کارتونه د څه شي لپاره دي. پرځاى يې وايي کارتونه واخلئ. که فلاني کانديد ته رايه ورکړئ، نو له تاسې سره به مرسته وکړو."



د هلمند يو شمېر ولسوالۍ دکلونو کلونو راهيسې د طالبانو په لاس کې دي. د هغې اوسيدونکي له سياسي بهير څخه وتلي دي.



د ولايت په شمال لويديځ کونج کې د واشېر ولسوالي په ٢٠٠٧ کال کې د موسى کلا له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده. اوس د هغې اوسيدونکي پوښتنه کوي چې آيا هغوى کولاى شي په ټولټاکنو کې ونډه واخلي.



د فيض محمد په نامه د واشېر د ګرازان د کلي يو اوسيدونکي وويل: "موږ غواړو رايه ورکړو. موږ غواړو داسې يوڅوک وټاکو چې زموږ غم وخوري او رنځ مو ليرې کړي."



خو واشېر په ټينګه د طالبانو په لاسونو کې دى. هلته د نوم ليکنې بهير نه دى پلى شوى. د ټولټاکنو د خپلواک کميسون به هلته د رايو ورکولو مرکزونه جوړ نه کړاى شي. خلک به د خپلو رايو ورکولو لپاره لښکرګاه يا بلې ولسوالۍ ته لاړ شي، خو که طالبان پوه شو نو دا کار هم نشي کېداى.



د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي په يو بيان کې ويلي: "موږ د [افغانستان] په ټولو مجاهدينو غږ کوو، چې کلو او ښارونو ته ورغلې لارې له ټاکنو څخه يوه ورځ دمخه بندې کړي. موږ به هيچا ته د تګ اجازه ورنه کړو. "



که څوک دومره زړور و، چې خطر يې په غاړه واخيست او په ټاکنو کې يې ګډون وکړ، نو طالبان به د هغوى په وړاندې د کوم عمل د سرته رسولو ترديد ونه کړي."



هغه وويل: "خلک بايد په ټاکنو کې د ګډون پر ځاى د جهاد لپاره جګړه وکړي. دا ټاکنې د افغانانو لپاره نه دي. هغه د امريکا او د هغې د متحدينو په ګټه دي."



د نړيوالې پراخيتا لپاره د برتانيا د بهرنيو چارو سکرتر، دوګلاس الکساندر د جولاى په وروستيو کې هلمند ته سفر کړى و. له والي او عادي هلمنديانو سره يي کتلي، چې له ولسواليو څخه په خطرناکو لارو راغلي وو او هغه ته يې د خپل کړاو او رنځ کيسې وکړې.



الکساندر له يوقومي مشر څخه پوښتنه وکړه: ""تاسو څه شي ته اړتيا لرئ، ترڅو په نادعلي کې رايه ورکړاى شئ؟" ښايي د لوژستيکې اکمالاتو د لست توقع به يې درلوده. "ستاسو لومړنۍ اړتياوې څه شى دى؟"



د حاضرينو له ډلې څخه يوه وويل: "انډېواله، په ټاکنو کې د ګډون لپاره موږ يوازې امنيت غواړو، بل هيڅ نه غواړو!"
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists