آيا د لويي جرګىد مشر انتخاب په افغانستان کى د دموکراسى د بيا زيږون د لومړيو نښو نښانو استازيتوب کوي؟

د دانش کروخيل ليکنه

آيا د لويي جرګىد مشر انتخاب په افغانستان کى د دموکراسى د بيا زيږون د لومړيو نښو نښانو استازيتوب کوي؟

د دانش کروخيل ليکنه

محمد اسماعيل قاسميار د لويي جرګى د پرانيستو پر مهال د کميسون مشر د ٨٨٩ رايو په ګټلو د جرګى د مشرى مقام تر لاسه کړ. د ده د دوو نورو سيالانو عزيز اله واصفي او کاظم توره د ګټلو رايو شمير څرګند شو.

د جرګى مشري مهمه دنده ده، ارزښت يي د تير کال د بن په غونډه کى هم څرګند شوى وو. دى پوښتنو ته لا ځواب نه دى ويل شوى چى څوک به حکومت جوړوي، څه ډول به يي جوړوي، يو يو وزير به په انتخابي ډول ټاکل کيږي او که څنګه؟ خو سره له دى ټولو خبرو دا جوته ښکاري چى د لويي جرګى مشر به په ټولو پريکړو د پوره واک او نفوذ خاوند وي.

د جرګى د مشرتابه له پاره په پيل کى ١٥ کسان کانديد شوي وو، خو ورو ورو يو شمير کانديدان پوه شول چى د بري چانس يي لږ دى نو له کانديديدا لاس په سر شول چى په نتيجه کى درى تنه پاتى شول.

په څنګ ته شويو کانديدانو کى يو هم د اسلامي اتحاد مشر استاد سياف او بل نخوانى ولس مشر صبغت اله مجددي وو. د لويي جرګى د مشرتابه مسله د جرګى له پيله چى تيره سه شنبه پرانيستل شوه لومړى ګام وو چى وڅيړل شو.

څيړونکيو داسى اټکلوله چى د مشرتابه ټاکل به سهار لا فيصله شي خو داسى نه شوه، ټوله ورځ يي ونيوله . استازو ته اجندا روښانه نه وه، د غونډى مشر هم پوښتنى پيل کړى . ناستو ته له کلونو وروسته دا موقع په لاس ورغلى وه چى څه يي پر ذهن ګرځي هغه ووايي او وپوښتي.

بحث به کله ناکله په سره شور شو.

حشمت غني احمدزي قاسميار ته وويل، تاسو د افغانستان غم نه ياست اخيستي . د خپل قوم غم کوى . ما هڅه وکړه چى د قاسميار دفتر ته ورشم، ودرول شوم او آخر په زور ورننوتم.

د خلکو غږونه به په شور او زوږ کى تت شول. احمدزى چى له کانديدانو څخه وو او بيا يي لاس واخيست او دغه راز پر حاجي عبدالقدير د ١٤٨ څلورو ختيځو ولايتونو د استازو د راى له امله سخت بريد وکړ ځکه قدير خپلى ډلى ته ويلي وو چى خپلى راى قاسميار ته ورکړي.

احمدزي وويل، دا يو بى سواده هيواد دى ، خو په دى بايد وپوهيږو چى اوس د هيواد لس کلن بچى هم نور نه غوليږي. خپله رايه مى خپله ده د بل چا نه ده ، او هر سړى پخپله دريږي او خپله راى ورکوي . احمدزي په دى ډول حاجي قدير ته په غوږ وهله.

اسماعيل قاسميار د هرات ولايت د اهل تشيع دى . ده په ١٩٧٣کال کى د ظاهرشاه د واکمنى پر مهال په ستره محکمه د قاضي او دغه راز ډيرى نورى دندى تر سره کړي دي.

په ده دا نيوکى وشوى چى د دوشنبى د ورځى هغه شورماشور يي کنترول نه کړاي شو چى د حامد کرزي په ملاتړ چکچکى کيدى خو دى وروسته له دغو نيوکو بري شو.

قاسميار د افغانستان يو سياسي مخور شخصيت دى ، دري ژبى دى خو په پښتو هم مفاهمه کولى شي.

حاجي عبدالقدير IWPR ته په يوى مرکه کى څرګنده کړه چى د لويي جرګى د مشرتابه له پاره داسى څوک بايد غوره شي چى په دواړو ژبو خبرى وکولى شي، او قاسميار په پښتو خپله ستونځه حلولى شي. ده زياته کړه ما د دى له پاره له خپلو ١٤٨ ملګرو څخه وغوښتل چى قاسميار ته راى ورکړي تر څو د پښتو دري د خبري بيخ بنسټ ووځي.

د مشرتابه د ټاکلو تر څنګ، د قاسميار دوه مرستيالان او سکرتران وټاکل شول. د مرستيالى له پاره ٤٨ کانديدان دريدلي وو او د سکرتريت دوو څوکيو ته ٢٧ تنه کانديد وو.

د مرستيالۍ له پاره د يوه کانديد فضل محمود ابراهيمي نوم سهوآ له لسته غورځيدلى وو. قاسميار د دى خطا بخښنه وغوښته خو هله ډير ناوخته وو.

سيما سمر د لومړى مرستيالى په توګه د ٤١١ رايو په ګټلو بريالۍ شوه. دا په موقت حکومت کى د ښحو د وزارت، وزيره ده. د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ په قام هزاره سيما سحر په پاکستان کى د هجرت په ديار کى له ګڼو موسساتو سره کار کړى. محمد اعظم دادفر د دوهم مرستيال په توګه د ٢٥٧ رايو په ګټلو وټاکل شو. دى ازبک، د چنبش ملي ګوند مرستيال د افغانستان د شمال ولايتونو استوګن دى.

دوه سکرتران پښتانه او روښانفکران وټاکل شول، يو يي اسماعيل يون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګى استاد، په قام نيازى او د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ اوسيدونکى دى. بل يي سيد نعيم مجروح د کنړ ولايت او د افغانستان په نامه د يوى مجلى مسول مدير دى.

Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists