ايا د لندن د کنفرانس ژمنې تش لاس وې؟

نړيوالې ټولنې يو وار بيا له افغانستان سره د مرستو په هکله د خپلو ژمنو پخلی وکړ، خو په کابل کې خلک له هغې څخه لږه هيله لري.

ايا د لندن د کنفرانس ژمنې تش لاس وې؟

نړيوالې ټولنې يو وار بيا له افغانستان سره د مرستو په هکله د خپلو ژمنو پخلی وکړ، خو په کابل کې خلک له هغې څخه لږه هيله لري.

60 څخه زياتو دولتونو او نړيوالو موسسو لوړه وکړه، ترڅو په راتلونکو ننګوونکو کلونو کې دغه هيواد يوازې پرې نه ږدي. د افغانستان تړون (Afghanistan Compact) په نوم له لسو ملياردو امريکايي ډالرو څخه په زياتو ژمنه شوو مرستو به دا هېواد نور راتلونکي پنځه کلونه هم په نړيوالی ټولنې ولاړ وي.



دا کنفرانس په جرمني کې د بن له کنفرانس څلور کلونه وروسته جوړ شو، چې دموکراسۍ ته د افغانستان د لېږدېدو لپاره په کې تګلاره وړاندې شوې وه. د ميزان په مياشت کې د پارلماني ټولټاکنو په ترسره کېدو او د بن د تړون د مودې په پای ته رسيدو زيات افغانان ډاريږي، چې بسپنه ورکوونکې ټولنه به د هغوی د هېواد د پرمختيا په هکله ستړې شي. د لندن د کنفرانس يوه موخه ددغه ډار د له منځه وړلو لپاره جوړه شوی وه.



افغانستان له دې کنفرانس او ژمنو سره نابلد نه دی. په 2002 کال کې د توکيو کنفرانس او په 2004 کال د برلين کنفرانس نژدې 13 ملياردو امريکايي ډالرو مرستو ژمنه کړې وه او په هېواد کې يې د خلکو هيلې زياتې کړې وې.



يو شمېر زيات خلک ددې پوښتنه کوې، چې ولې ژمنه شوې پيسې د پايلو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلې. افغانستان د طالبانو له رانسکورېدو څخه څه دپاسه څلور کاله راوروسته کلونو کې له پخو سړکونو، د څښلو د پاکو اوبو او برښنا بې برخې دی. د بياودانولو پروژې تر مهالوېش شاته پاتې شوې دي.



افغانان وايي، بسپنه شوې پيسې يا په ناوړه ډول کارول شوي او يا هم غلا شوي دي. زيات شمېر خلک وايې چې دا ځل به هم هماغسې وشي. هغوی وايي، د بسپنه کوونکو له مرستو به فساد او ناسمه اداره زياته ګټه واخلي.



په سويډن کې يو استوګن افغان او سياسي څېړونکی، حبيب الله غمخور وايي: ((که چېرته نړيواله ټولنه غواړي، چې خپلې مرستې افغان حکومت ته ورکړي، بايد تر ټولو دمخه رښتيني او وطنپال خلک په حکومت کې وټاکي. اوسنی ادراه په ټوليز ډول بېکاره ده. که چېرته پيسې د هغوی لاسونو ته ورشي، نو د همدوی په لاسونو کې به پاتې شي.))



غمخور زياتوي، نړيوالې ناحکومتي موسسې هم د مرستو پيسې په ناسمه توګه لګوي او د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې پاتې راځي. خو لامل يې دادی، چې افغان حکومت د هغوی د فعاليتونو د څارلو توان او وسه نه لري.



غمخور وويل: ((په تېرو څلورو کلونو کې نورو ناحکومتي موسسو له چا سره له سلا پرته زياته اندازه پيسې لګولې دي. هغه مهال يو قانوني حکومت وجود نه درلود.))



هغه زياتوي، چې آن اوس د يو ټاکلي ولسمشر او پارلمان په شتون حکومت دا پيسې نه شي کارولای. نوموړی زياتوي: ((که چېرته پيسې د افغان حکومت په واک کې ورکړ شي، نو حکومت به د مخکنيو هغو په پرتله مثبته پايله تر لاسه نه کړي. هغه به يوازې دومره وکړي، چې وښايي نړيوالې ټولنې افغانستان نه دې هېر کړی.))



د افغانستان تړون طرحه افغان حکومت جوړه کړې او تر 2010 کال پورې يې د هېواد د پراختيا ستراتيژي تسويد کړې ده. په دې طرحې کې درې مهمې ساحې شته: حکومت کول، اقتصادي پراختيا، ټولنيزه پراخيتا. په هرهدف کې د نيشه يي توکو له مخ پر ودې سوداګرۍ سره مبارزه ځايول شوې ده.



په کابل کې حکومت ژمنه کړې، چې د نړيوالې ټولنې په مرسته به تر 2010 کال پورې 70 زره کسيزه پياوړې ملي اردو او 62 زره کسيز ځواکمن پوليسي ځواک رامنځته کړي. په همدې توګه حکومت ژمنه کړې، چې د 2007 کال تر پای پورې به د ټولو ناقانونه وسله والو ډلو جرړې له بېخه وباسي.



همدا شان افغان حکومت په دې هيله دی، چې نور نړيوال مالي ملاتړ او د افغانستان د پرمختيا لپاره نوې ژمنې هم تر لاسه کړي. هغه ددې زيار هم باسي، چې يو شمېر بسپنه ورکوونکي وهڅوي، ترڅو مرستې د ناحکومتي موسسو پر ځای په سيده توګه د افغان حکومت په لاس کې ورکړي.



سياسي څېړونکي، فصل الرحمن اوريا وويل: ((په تېرو څلورو کلونو کې ناحکومتي موسسو ته د نغدو پيسو ورکول بريالي نه و. د افغانستان خلکو له دې مرستو څخه ګټه نه ده پورته کړې، ځکه حکومت د ناحکومتي موسسو د کنترول وړتيا نه لرله.))



د اوريا د وينا له مخې حکومت ته د نغدو پيسو ورکول هم يوه پوښتنه ده.



هغه وايي: ((په اوسني حالت کې که مرستې د حکومت له لارې راشي، نو خلکو ته به يې ګټه ونه رسيږي، ځکه حکومت له ناحکومتي موسسو څخه زيات بېکاره دی.))



فساد د نورو موضوعګانو په لړ کې د افغانستان په تړون کې ياد شو. حکومت ژمنه وکړه، چې له دې ستونزې سره د 2006 کال ترپايه پورې د فساد په وړاندې د ملګرو ملتونو د ميثاق له مخې چلن وکړي او د څارنې د يو ميکانيزم د رامنځته کولو له لارې د بډې اخيستلو او اختلاس مخه ونيسي.



رمضان بشردوست، د پارلمان غړی او د ناحکومتي موسسو پخوانی مخالف هڅه کړې، چې د افغانستان د پرمختيا د بهير په غړندوالي کې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت، ناحکومتي موسسو او بسپنه ورکوونکو ډلو کې نيمګړيتا په ګوته کړي.



نوموړي د کنفرانس په شپه يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: ((د فساد د مخنيوي يوازنۍ لاره د کرزي له دفتر څخه نيولې تر ټولو وزيرانو پورې له اوسني حکومت څخه د ځان بېغمه کول دي. د نړيوالو موسسو، لکه GTZ ، USAIDاسيايي پراختيايي بانک او نړيوال وجهي صندوق په مشرتابه کې دې هم بدلونونه راشي.))



بشردوست وايي، هغه شک لري، چې د لندن کنفرانس دې وکړای شي د پخواني کنفرانسونو په څېر کومه ګټه ورسوي.



هغه وايي: ((ښايي د ملياردونو نغدو پيسو په اړه خبرې اترې وشي، خو هغه به يوازې په خبرو کې پاتې شي. تر هغه ځايه چې د مافيا سيستم په افغانستان کې پاتې وي، له دې مرستو څخه به څوک ګټه وانه اخلي.))



کوم خلک، چې د لندن له کنفرانس څخه خوښ دي، هغه عادي افغانان دي.



د کابل يو اوسېدونکي نصرت الله وويل: ((د طالبانو د رژيم په پرتله زما په ژوند کې زيات ښه والی راغلی دی.))



د کابل ښار يو هټيوال نورمحمد وويل، هغه د راديو له لارې د لندن کنفرانس له هماغه لومړۍ ورځې څخه تعقيب کړی دی. هغه وويل: ((دا د افغانانو لپاره ډېر ارزښتمن او ګټور دی.))



د کابل ښار يو بل اوسيدونکي، نقيب الله وويل: ((که د امريکا متحده ايالتونو له افغانستان سره مرسته نه وای کړی، نو د طالبانو له رژيم څخه به نه وای خلاص شوی. زموږ ژوند ښه شوی دی، خو نورو زياتو مرستو ته اړتيا لرو.))



محمد نبي، چې د سړک پر غاړې د موبايل کريدت کارتونه پلوري، لږ خوشين و.



هغه وويل: ((زه ددې کنفرانس په اړه هېڅ نه پوهيږم. زه کرۍ ورځ د خپلې ډوډۍ د پيدا کولو په غم کې يم. په تېرو څلورو کلونو کې مې له مرستو څخه هېڅ ګټه نه ده ليدلې. بېوزلي هماغسې بېوزلي دي. افغانستان ته راغلې پيسې يوازې هغه چاته رسيږي، چې کورونه او موټرې لري.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists