آيا د حکمتيار سخت دريځان په نوي بڼه رامنځته شوي دي؟

د افغانستان په پارلمان کې د داسې چا تر لاس لاندې يوه غښتلې ډله کار کوي، چې د امريکا د متحده ايالتونو د حکومت له خوا د ترهګر په نوم پېژندل شوی دی.

آيا د حکمتيار سخت دريځان په نوي بڼه رامنځته شوي دي؟

د افغانستان په پارلمان کې د داسې چا تر لاس لاندې يوه غښتلې ډله کار کوي، چې د امريکا د متحده ايالتونو د حکومت له خوا د ترهګر په نوم پېژندل شوی دی.

(حزب اسلامي) له خپل شين بېرغ سره بيا راغلی دی. د افغانستان د اسلامي غورځنګ تر ټولو سرسختی او غښتلی ګوند يو رسمي ثبت شوی ګوند دی، چې ادعا کوي، په پارلمان کې تر ټولو ستر ډېره کی جوړوي.



د ګوند مشران وايي، څنګه چې اوس هغوی ازادانه کمپاين کولای شي، نو په راتلونکو ټاکنو کې به پراخه ونډه واخلي.



هغوی وايي، له خپل پخواني مشر، د اسلامي ګوند له موسس، ګلبدين حکمتيار سره يې خپلې ټولې اړيکې شلولي، چې د امريکا د متحده ايالتونو له خوا د ترهګر په توګه بلل شوی او تر تعقيب لاندې دی.



زياتره څېړونکي د ګوند د نوې بڼې د رامنځته کېدو په اړه شک څرګندوي.



حکمتيار د اتياومو کلونو په بهير کې د شوروي د يرغل په وړاندې يو نه په شا تلونکی مجاهد و. هغه د بهرنيو نيواکګرو او د افغانستان د نوي حکومت په ګډون، د هغوی د پلويانو په وړاندې څو څو ځلې د نوي جهاد لپاره خپل غږ پورته کړی دی.



هغه په برالا نارې وهلي، چې د هغه ملاتړي او پلويان به هيڅکه هم له اوسني رژيم سره يوځای نه شي.



د نوموړي ګوند يو غړی، سيدالرحمن واحديار په کابل کې وويل: ((د حکمتيار تګلارې د هغه خپل شخصي دريځ دی. هغه د اسلامي ګوند استازيتوب نه شي کولای. موږ خپلې ټولې اړيکې له حکمتيار سره شلولې دي.))



د واحديار د وينا له مخې د اسلامي ګوند، نوې رامنځته شوې بڼه په هېواد کې د سولې د روان بهير پلوۍ ده او آن د بهرنيو پوځونو شتون منلی شي او په هېواد کې د ناامنه حالت له امله يې موجوديت اړين (لازمي) بولي.



واحديار زياته کړه، د پارلمان غړی، د پکتيکا ولايت د جهاد د پېر وتلی قوماندان، خالد فاروقي يې د ګوند د نوي مشر په توګه نومولی دی.



خو داسې نه بريښي، چې نوي رامنځته شوی اسلامي ګوند دې د بنسټپالۍ له رېښو څخه ځان ليري ساتلی وي.



د ګوند په مرکزي دفتر کې خلک لا هماغسې ټينګ محافظه کار او په پخوانۍ بڼه ليدل کيږي. هلته د هرچا دوديز کميس پرتوګ په ځان دی. زياتره يې پکولونه په سروي. زياتره غړي يې د طالبانو او په پخپله د حکمتيار په څېر اوږدې ږيرې لري.



د تېر کال د تلې د مياشتې په ټولټاکنو کې اسلامي ګوند په پارلمان کې 34 څوکی تر لاسه کړي او د واحديار دوينا له مخې يي په 249 کسيز پارلمان کې يو ستر ډېره کې رامنځته کړی دي.



د افغانستان په تت سياسي ډګر کې، چې 81 ګوندونو په رسمي ډول د ثبت اجازه تر لاسه کړې او يو څو نور لا سترګې په لار دي، دا د يو ارزښتمن بريا استازيتوب کوي. واحديار وايي که چېرته يې ګوند وختي ثبت شوی وای، ښايي تر دې يي هم زيات برياليتوب تر لاسه کړی وای.



نوموړی وايي: ((د عدليي وزارت نه غوښتل چې اسلامي ګوند سياسي فعاليت وکړي. هغوی موږ ته ويل، چې نوم او بيرغ مو واړوو.))



له يو نيم کال راهيسې له ولسمشر حامد کرزي سره له څو څو ځلې غونډو وروسته ددې شونتيا رامنځته شوه، چې د حکمتيار د منع شوي ګوند بېرغ په رسمي توګه ورپول شي.



واحديار وايي: ((دا ټول هر څه زموږ د مخالفانو له خوا رامنځته شوي و، چې د اوسني حکومت يوه برخه جوړوي.))



حکمتيار د اوسنيو واکمنو کسانو په منځ کې ډېر مخالفين لري. هغه په 1992 کال کې د کمونيست رژيم له رانسکورېدو وروسته له نوموړو زياتو تنظيمونو سره په کورنۍ جګړې کې ښکيل شوی و، چې له امله يې مجاهدينو د واک د ترلاسه کولو لپاره د کابل ښار او د هېواد نورې برخې په کنډوالو واړولې. هغه په 1992 او 1996 کال کې دوه ځلې د صدراعظم په توګه و ګومارل شو، خو سره له دې د لوريو بدلونونو او ترخو شخړو د هغه ګومارل رښتيني نه کړل.



هغه مهال چې په 2006 کال کې طالبان منځته راغلل، حکمتيار په ايران کې جلاوطن شو او له هماغه ځايه يي د اسلامي ګوند لارښوونه کوله.



د 2001 کال په سپتمبر کې په امريکا باندې د بريدونو په پايلې کې په افغانستان باندې د يرغل او د هغې په پايلې کې د منځمهالې ادارې په رامنځته کېدو باندې د هغه برالا نيوکو هغه له ايران څخه وتلو ته اړايستلو او د امريکا له خوا د ترهګرو په لست کې شامل او ترتعقيب لاندې ونيول شو. د رپوټونو له مخې په 2002 کال CIA د هغه د وژلو هڅه کړې وه.



اوسمهال حکمتيار په پته کې ژوند کوي. څارونکي وايي، هغه تر اوسه د خلکو په منځ، په تېره بيا په پښتون ميشته سيمو، کې زيات محبوبيت لري. پښتون توکمه حکمتيار ټولو هغو خلکو ته د جهاد بلنه ورکوي، چې په افغانستان کې د يو غښتلي اسلامي رژيم د راتګ مينه وال دي او په هېواد کې دلويدځ د فساد د اغېز غندنه کوي.



د هغه پلويان وايي، هغه له واک څخه په غيرعادلانه توګه بې برخې شوی دی. هغوی د مجاهدينو او ملېشو پخوانيو مشرانو ته ګوته نيسي، چې په نوې حکومت کې ورته ونډه ورکړ شوي او ادعا کوي، چې ولې په حکمتيار باندې ادعا شويو جرمونه د عبدالرشيد دوستم يا اسمعيل خان تر هغو زيات او ناوړه بلل کيږي، چې يو يې د وسله وال پوځ درستيزوال او بل يې د 2004 کال په دسمبر کې د اوبو او برښنا وزسر وټاکل شول.



د عدليي په وزارت کې د سياسي ګوندونو په رياست کې عبدالغياث الياسي دا مني، چې د عدليي د وزارت چارواکي په لومړي سر کې د اسلامي ګوندد ثبت په اړه زړه نازړه و.



الياسي وويل: ((موږ د دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو، همدارنګه د ملي امنيت او يوناما (د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې اداره) له تاييد وروسته نوموړی حزب ثبت کړ، چې نوموړی حزب نور له حکمتيار سره تړاو نه لري.))



خو يو زيات شمېر خلک وايي، چې حکمتيار له اوس هم د هغې په سر کې دی.



سياسي څيړونکی فضل الرحمن اوريا وايي: ((حکمتار داسې ډېرې لوبې کړي دي او هغه يي زياتره ګټلې دي.اسلامي ګوند په پقيني توګه د حکمتيار د موافقې له مخې دلته دی. هغه د حکمتيار له غوښتنو سره سم کار کوي، ترڅو د هغه موخې تر لاسه کړي.))
Frontline Updates
Support local journalists