آيا افغانان د نيشه يي توکو په وړاندې د هڅو له امله په زهري موادو ککړشوي دي؟

د کونړ او ننګرهار اوسيدونکي د ناروغيو د راپيدا کېدو پړه د هوا له لارې د کوکنارو په کرکېلې باندې د زهري موادو په شېندلو اچوي. حکومت ژمنه کړې ، چې موضوع به وڅيړي.

آيا افغانان د نيشه يي توکو په وړاندې د هڅو له امله په زهري موادو ککړشوي دي؟

د کونړ او ننګرهار اوسيدونکي د ناروغيو د راپيدا کېدو پړه د هوا له لارې د کوکنارو په کرکېلې باندې د زهري موادو په شېندلو اچوي. حکومت ژمنه کړې ، چې موضوع به وڅيړي.

د ننګرهار ولايت د پچير او اګام د ولسوالۍ اوسيدونکي، عمردين د تورې پلاستيکي کڅوړې مواد وښودل. هغه وويل، په هغې کې داسې مواد و، چې د نيشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره دالوتکو په واسطه له هوا څخه شيندل شوي و. هغه وويل، دې کيمياي موادو د هغه زوی ناروغه کړی دی. هغه وويل: ((ما د کوکنارو د کرلو په هکله هېڅکله فکر هم نه دی کړی، خو د امريکايانو له لاسه زما يو خدای راکړی زوی ناروغ دی. هغه نارام دی او ټول بدن يې خوږيږي.))


په داسې حال کې چې د عمردين سترګې له اوښکو ډکې وي، لوړه يې وکړه، ((که زما زوی مړ شو، نو له طالبانو سره به يوځای شم او هغومره امريکايان به ووژنم، چې په وس کې مې و.))


دا يوازې عمر دين نه دی، چې فکر کوي، بهرنيان، په تېره ښايي امريکايان، د نيشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره د هغوی په ځمکو هربيسايډ (په ناغوښتل شويو بوټوباندې شيندل شوي زهري مواد) شيندي.


د ننګرهار او کونړ په ختيځو ولايتونو کې خلک وايي، هغوی په خپلو سترګو ليدلي، چې الوتکو د کوکنارو په پټيو درمل شيندل. په عين حال کې ډاکټران وايي، په دې وروستيووختونو کې د پوستکي او ساتنګي ناروغۍ د داسې کيمياوي موادو له امله راپيدا شوې، چې هغوی يي لا تر اوسه په پېژندلو بريالي شوي نه دي.


حکومتي چارواکو ژمنه کړې، چې ددې ادعاګانو په اړه څېړنې پيل کړي. د ولسمشر، حامد کرزي د دفتر وياند، جاوېد لودين دا خبره نه مني، چې حکومت دې د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو او شينوارو ولسواليو کې د داسې کيمياوي مواد د شيندلو اجازه ورکړې وي. يو رسمي پلاوی اوس له سيمي څخه د خاورو د يوې بېلګې په څېړنه بوخت دی.


افغانستان د نړۍ په کچه د توليد شويو اپيمو له څلورو برخو څخه د درې برخو په توليد ستر توليدوونکی هېواد بلل شوی دی. په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د يوې شمېرنې له مخې د تېرو کلونو په پرتله د اپيمو په کرکيله کې په 2004 کال په سلو کې 64 زياتوالی راغلی دی.


متحده ايالتونو، اروپا او ملګرو ملتونو له دې ډاره، چې افغانستان ښايي د (نيشه يي توکو د مافيا) په يو هېواد واوړي، ژمنه کړې، چې د اپيمو د سوداګرۍ په وړاندې ټينګ چلن وکړي. متحده ايالتونو په ټينګار ويلي، چې د هغوی پوځونه د دې فصل په له منځه وړلو کې ښکېل نه دی. د متحده ايالتونو د پوځ وياند، تورن مارک مک کان تېره اوونۍ د فرانسې خبري رسنۍ ته وويل: ((د متحده ايالتونو پوځونه د کوکنارو په کښت باندې د درملو د شيندلو په ګډون، د هغې په له منځه وړلوکې ښکېل نه دی او موږ دا کار نه کوو.))


په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت وياند په دې هکله له خبرو کولو ډډه وکړه، ويې ويل، چې دا راز پوښتنې دې په راتلونکي مطبوعاتي کنفرانس کې تر سره شي.


تېره مياشت د امريکا د متحده ايالتونو د نيشه يي توکو د تنفيذ ادارې ((US Drug Enforcement Administration - DEA )) خبر ورکړ، چې د افغانستان لپاره له نيشه يي توکو سره دمقابلې لپاره د يو نوي پلان په رامنځته کولو کې د امريکا د بهرنيو چارو اودفاع وزارتونو سره يوځای شوی دی. DEA خبر ورکړ، چې تر دې پلان لاندې به د پټو لابراتوارونو په ورانولو، د مخکښو کيماوي توکو، خامو اپيمو او د اپيمو د ګودامونو په نيولو کې مرسته وکړي. DEA وويل، ددې کار د ترلاسه کولو لپاره موږ په افغانستان کې په دايمي توګه ځانګړي اجينټان او استخباراتي څيړونکي ځای په ځای کوو، تر څو له نيشه يي توکو سره د افغانستان وړتيا زياته کړي. په هغې برسېره DEA خبر ورکړ، چې په راتلونکي کال کې بهرني سلاکاران او د ملاتړ ډلې وګوماري، چې لارښوونې چمتو کړي او دوه اړخيزې څېړنې تر سره کړي، تر څو د نيشه يي توکو د غيرقانوني موسسو په پېژندلو، په نښه کولو او له منځه وړلو کې مرسته وکړي.


اجينسۍ زياته کړه، دا ډلې به د نيشه يي توکو له شتو ذخيرو، پټو لابراتوارونو او د هغوی په جوړولو کې د مرستندويو کيمياوي توکو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.


د متحده ايالتونو د قانون د پلي کولو څانګې، لکه DEA او FBI لا له وړاندې په افغانستان کې د پام وړ شتون ساتلی دی.


د ننګرهار والي، حاجې دين محمد وويل، چې د هوا له لارې له منځه وړل دامريکا له خوا لا له وخته پيل شوي دي. هغه په يو وروستنی مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: ((فصل له منځه يوړل شو. بزګرانو لويې لويې الوتکي ولېدلې، چې د ځمکو دپاسه ګرځېدې او درمل يې شيندل.))


د کورنيو چارو وزارت له نيشه يي توکو سره د مبارزي معين، جنرال محمد داود د هوا له لارې له منځه وړل يوه ((غير قانوني)) لاره وبلله. له هغه څخه د امريکا د رسمي انکار په هکله پوښتنه شوه، حاجي دين محمد وويل: ((هغوی هوايي فضا تر کنترول لاندې لري. د هغوی له اجازې پرته بله کومه الوتکه د افغانستان (په هوايي حريم) الوتنه نه شي کولای))


ځايي استوګن د ناروغيو د رامنځته کېدو پړه په امريکايانو اچوي. د ننګرهار د ولسوالۍ د کږې اوسيدونکي، 47 کلن سيد اسد الله خبريال ته د لسو او 14 کلونو تر منځ کوچنيان وښودل، چې د بدن له خوږ يې شکايت درلود. يوولس کلن عابد وويل: ((د کيمياوي موادو له شيندلو يو څو ورځې وروسته ماته د ستونی خارښت او د بدن سخت خوږ پيدا شو.)) څوارلس کلن محمد صادق وويل، په ځمکو باندې د شيندل شويو موادو له امله زما غږ ډډ شو. هغه وويل: ((له هغه مهاله چې مې د کوکنارو د پټي تر څنګ په بل پټي کې کرل شوي پالک وخوړل، نو د ستوني خوږ راته پيدا شو.))


اسد الله وويل: ((دا ټول هر څه دامريکايانو د درملو د شيندلو له امله دي.))


يو شمېر نورو بيا وويل، چې د درملو د شيندلو له امله يې څاروي مړه شړي دي.


د کونړ ولايت داسمار د ولسوالۍ يو اوسېدونکي وويل، د هغه 14 څاروي مړه شول. هغه زياته کړه: ((موږ خپل ټول ناروغ څاروي ويترنر ته يوړل. خو د هغه له لاسه څه ونه شول.))


ډاکټر عبدالغفور، ويترنر د څارويو کتونکي وويل، هغه (څاروي) په سخت تنفسي کړاو اخته و. ډاکټر عبدالغفور آى ډبليو پي آر ته وويل، د هغه په اند څاروي د يو زهرجن کيماوي ګاز د تنفس له امله په يوې سختې استما (ساتنګۍ) په ناورغۍ اخته دي. هغه وويل: ((دا ډول ناروغي کله ناکله په افغانستان کې پيدا کيږي.))


يو شمېر نورو ډاکټرانو هم د هغوی د ناروغانو تر منځ کيمياوي ګاز د ناروغيو را منځته کېدو لامل وګاڼه. د غوږ، ستوني او پوزې ډاکټر، سميع الله اکبري وويل: ((دا کيمياوي درمل کښت له منځه وړي. که انسانان هغه تېر کړي نو د ګېډې د سخت خوږ د رامنځته کېدو لامل کيږي. ))


د پوستکي دناروغيو ماهر، دوکتور عبدالله مومند وويل، د پوستکي د خارښت لامل ((بې له شکه)) د کيمياوي توکې سره د تماس له امله رامنځته شوی دی. مومند خوشبين نه و، چې ګوندې افغاني درملنه دې په دې ناروغۍ کې مرسته وکړای شي. هغه وويل: ((دا ناروغۍ ډېرې پيسې غواړي، درملنه په افغانستان کې سخته ده. د وقايوي ناروغانو اړتياوې په دې کلينيکونو کې نه پيدا کيږي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists