آيا افغان پوځونه په يوازې سر په هلمند کې د امنيت د تامين جوګه دي؟

د ولسي خلکو په وينا ملي اردو او ملي پوليس به ونه کړای شي د طالبانو د بېرته راګرځېدو مخه ونيسي.

آيا افغان پوځونه په يوازې سر په هلمند کې د امنيت د تامين جوګه دي؟

د ولسي خلکو په وينا ملي اردو او ملي پوليس به ونه کړای شي د طالبانو د بېرته راګرځېدو مخه ونيسي.

Recruits for the Afghan army’s Maiwand Corps at a passing-out ceremony, June 2010. (Photo: ISAF Headquarters Public Affairs Office/Wikimedia)
Recruits for the Afghan army’s Maiwand Corps at a passing-out ceremony, June 2010. (Photo: ISAF Headquarters Public Affairs Office/Wikimedia)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

څنګه چې افغان پوځونه له نړيوالو پوځونو څخه د مسؤوليت تر لاسه کولو ته تياری نيسي، د ناکراره سويلي ولايت، هلمند يو شمېر اوسيدونکي اندېښمن دي چې هغوی [افغان سرتيري] به خپله دنده سرته ونه رسولای شي.

له هغه وروسته، چې د ۲۰۱۱ کال د جولای په مياشت کې د هلمند ولايت مرکز، د لښکرګاه ښار په ګډون د ځينو سيمو کنترول افغان پوځونو ته وسپارل شو، د دسمبر پر ۲۶ د کنترول د سپار لو د دويم پړاو پيل شو. په دې پړاو کې د هلمند ولايت درې ولسوالۍ؛ مارجه، نادعلي او ناوه شاملې دي. همدا راز په شمال کې د بلخ، دايکندي، تخار او سمنګانو، په سويل لويديځ کې نيمروز او د جلال آباد، شبرغان، فيض آباد، غزني او ميدان ښار لوی ښارونه او کابل ولايت شامل دي. (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: د جولای په مياشت کې د هلمند ولايت دلښکرګاه د کنترول د سپارلو په اړه ګډ احساسات)

 سره له دې چې هلمند په تېرو درېو کلونو کې د روانې جګړې په پرتله له زيات تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان نه دی، خو اوسيدونکي يې وايي امنيت لا هغومره نه دی خوندي شوی چې د سيمې د کنترول سپارل دې ډاډمن کړي. 

هغوی وايي د لښکرګاه د کنترول له سپارلو وروسته يو شمېر ځانمرګي بريدونه سرته ورسېدل، په دې توګه به له کليوالي سيمو څخه د بهرنيو سرتېرو په وتلو به طالبان بېرته هغو سيمو ته ستانه شي، چې په بشپړ ډول يا تر يوې کچې ترې شړل شوي وو.

د لښکرګاه اوسيدونکي، عبدالهادي وويل، د کنترول سپارل ښه خبره وه، خو په هلمند کې ډېر ژر عملي شوه، ځکه دلته طالبانو په ځينو سيمو بشپړ کنترول درلود او د پاتې ولسواليو يوازې مرکزونه د حکومت په لاس کې وو. 

عبدالهادي وويل: «که چېرته د واک د لېږد بهير اوس پيليږي، نو په ډاډمن ډول به د هلمند د اوسيدونکو تر منځ د وينې تويېدنې لامل شي. زما په اند په اوسني حالت کې به د امنيت  سپارل يو ستر خيانت وي.»   

د نادعلي د ولسوالۍ اوسيدونکي، صالح محمد وويل، په داسې حال کې چې بهرني سرتيرې  په هلمند کې دي، افغان امنيتي ځواکونه د امنيت د تامين جوګه نه دي، که هغوی نه وي، دوی به څه وکړي. 

هغه وويل: «زه فکر کوم، يوه پلا چې د لېږد بهير بشپړ شي، نو په هلمند کې به جګړه بيا ونښلي. دا سمه ده چې افغان پوليس او ملي اردو د پخوا په پرتله ښه روزل شوي دي، خو پر هغو وسلو او تجهيزاتو سمبال نه دي، چې وکړای شي د طالبانو د بريدونو مخه دې ونيسي.»   

محمد لايق سرفراز ، چې په ۱۹۸۰ کلونو کې يې د شوروي ملاتړي رژيم په اردو کې کار کړی، وويل اوسنۍ ملي اردو او ملي پوليس هغومره ژمن نه دي، څومره چې د هغوی ياغي مخالفين ژمن دي.

هغه وويل: «دا ځواکونه په ډلو [قومي او تنظيمي] وېشل شوي او ... خپلې شخصي او ډله ييزې ګټې تر هر څه لومړی ګڼي، نه د هېواد او يا دولس ګټې.  بل مهم ټکی دادی، دا ځواکونه جګړې ته هغسې انګېزه نه لري، لکهچې طالبان يې لري.»

پداسې حال کې چې ياغيان جګړه د خپلې عقېدې او ازاد افغانستان لپاره کوي، خو سرفراز وايي حکومتي ځواکونه سم نه پوهيږي  چې د څه لپاره جنګيږي.  نوموړي زياته کړه: «که چېرته وسله والو پوځونو ته په څرګندو ټکو کې ونه ويل  شي چې له هېواد سر مينه او د جګړې موخه څه شی دی، نو د امنيت د ټينګولو جوګه به نشي.»    

د مارجې د ولسوالۍ اوسيدونکی، مطيع الله وايي د هغه په ولسوالۍ کې د امنيت د کنترول د سپارلو موضوع هغه ډاډمن کړی نه دی چې لښکرګاه پرېږدي او بېرته  خپل کلي ته  لاړ شي. هغه د هلمند د زياتو اوسيدونکو په څېر د ملي اردو او ملي پوليسو پر سرتېرو لږ باور لري، چې له نورو سيمو څخه راوړل شوی دي. هغه وويل، په سيمه کې استخدام شوي پوليس هم په مارجه کې فعاليت کوي، خو په يوازې سره د مقابلې وړتيا نه لري.  

هغه وويل: «په زرګونو ملي او نړيوالو پوځونو په مارجې ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړل، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ او نړيوال شور او زوږ يې جوړ کړ. سره له دې په مارجه کې امنيت په ښه ډول تامين نشو. که چېرته بهرني پوځونه له مارجې ووځي، نو څنګه به دا غله پوليس او د اردو سرتيرې د طالبانو مخه ونيولای شي؟ موږ پر دې وسله والو پوځونو باور نه لرو. آن مخکې له دې چې طالبان راشي، هغوی [حکومتي ځواکونو] موږ لوټوي. هغوی د  [نشه يي توکی] کاروونکي او مست شوي خلک دي.»

ټيټ مورال  زياتره له حکومتي امنيتي ځواکونو  څخه د سرتېرو د تښتېدو لامل کيږي. 

د ملي اردو تښتېدلی افسر، چې دوّې مياشتې دمخه يې دنده پرېښې، آی ډبليو پي آر ته د نامه د نه ښودلو په شرط وويل: «موږ خپل دوست او دښمن نه پېژنو. يوه ورځ زموږ ولسمشر وايي طالبان ... زموږ دښمنان دي، بله ورځ  يې زموږ ورونه بولي. يوه ورځ امريکايان طالبان خپل دښمنان بولي، خو له هغې سره سره يې ورسره پټې خبرې پيل کړي او وايي هغوی زموږ دښمنان نه دي.»   

نوموړي وويل: «زياتره سرتېرې زما په څېر  نه پوهيږي د چا په وړاندې جنګيږي، ولې جنګيږي او د چا لپاره جنګيږي.» 

حکومت او د دفاع وزارت چارواکي دا نه مني چې ګوندې اردو موخه او ليکه نه لري. 

د هلمند د والي محمد ګلاب منګل په وينا:  «هغه مهال چې په لښکرګاه کې د امنيت مسؤوليت افغان ځواکونو ته ولېږدول شو، خلک اندېښمن وو او باور يې نه کاوه چې ګوندې امنيت به په ښار کې تامين شي. په عين وخت کې زموږ مخالفينو د اړودوړ د راوستلو زيار وايست چې وښيي، لېږد يو ناکام بهير دی. سره له دې زموږ افغان زړورو ځواکونو وکولای شول د هرډول پېښې مخه ونيسي.»  

منګل وويل، د مناسبو روزلو او سمو وسايلو سره «موږ چمتو يو له هر راز امنيتي پېښې سره مقابله وکړو.  موږ غواړو ولس ته ډاډ ورکړ چې هيڅ راز ستونزه به راولاړه نشي.» 

د دفاع او کورنيو چاروو وزارتونو په دې وروستيو وختونوکې جلب او جذب ته زور ورکړی دی. د دفاع د وزارت وياند، ظاهرعظيمي وايي، د ملي اردو شمېره اوس  ۱۸۰۰۰۰ ته رسېدلې ده او د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر پورې به ۱۹۵۰۰۰ته ورسيږي. د دفاع د وزارت کارکوونکي وايي د ملي اردو شمېره بايد د ۲۰۱۴ کال ترپای پورې، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پلان شوې نېټه ده،  ۲۴۰۰۰۰ ته ورسيږي.

د ميوند د قول اردو قوماندان، جنرال شېرشاه دا منی چې په ولايتونو کې د ملې اردو سرتيري د اړتيا وړ وسلې نه لري، خو ټينګار يې وکړ ، چې دا کار د مسؤوليت د لېږد بهير شاته نشي غورځولای.

هغه وويل: «موږ په هلمند کې يو ډېر ښه پلان او د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت د ځواکونو ترمنځ ښه همغږي لرو. موږ چمتو يو له بهرنيو پوځونو څخه مسؤوليت ترلاسه کړو. غواړم خلکو ته ډاډ ورکړم، چې هيڅ ستونزه به رامنځته نشي. زموږ کارونه ورځ په ورځ ښه کيږي.»   

د هلمند د پوليسو مشر، محمد حکيم انګار زياته کړه: «زه ډاډ ورکولای شم چې خلک بايد اندېښنه ونه کړي، ځکه زموږ ځواکونه ډېر غښتلی دي او په سيمه کې د امنيت د ساتلو وړتيا لري.»

Frontline Updates
Support local journalists