آيا يو وزارت ډېر زيات دی؟

کتونکي پوښتنه کوي، چې دځوانانو د چارو وزارت د يو اړتيا پر بنسټ رامنځته شوی، که د سياسي انعام لپاره؟

آيا يو وزارت ډېر زيات دی؟

کتونکي پوښتنه کوي، چې دځوانانو د چارو وزارت د يو اړتيا پر بنسټ رامنځته شوی، که د سياسي انعام لپاره؟

Friday, 18 November, 2005

آيا افغانستان په رښتيا د نورو اړتياوو تر څنګ د ځوانانو د چارو وزارت ته اړتيا درلوده؟ دا هغه يوه پوښتنه ده، چې په تېر دسمبر کې د حامد کرزي د نوې کابينې تر اعلان وروسته په سياسي او اکادميکو کړيو کې رامنځته کيږي.


د وزارت ملاتړي ټينګار کوي، چې ځوان نسل د ولس د ژوند وينه ده، او د خپل هېواد په بياودانولو کې بايد د هغوی د ښکېلولو لپاره له هرې شونتيا څخه کار واخيستل شي. ددې نوښت مخالفين بيا وايي، نور وزراتونه شته چې د ځوانانو د روغتيا، زده کړې او سوکالۍ لپاره کار کوي.


د ځوانانو د نوي رامنځه شوي وزارت وزيره، مېرمن امينه افضلي له خپل وزارت څخه دفاع کوي او وايي: ((افغانستان د ځوانانو هېواد دی.))


د سي آی ای د نړيوال حقيقت د کتاب د ډېرو وروستيو معلوماتو له مخې د هېواد په سلو کې 45 اوسېدونکي له 14 کلنۍ څخه د ټيټ عمر خلک دي.


نوموړې وزيره وايي: ((ځوانان د تېرو دوو لسيزو د ستونزو تر ټولو زيات ربړېدلی قشر دی. له دې امله په يوې ځانګړې کته ګورۍ کې راځي. د هغوی اړتياوو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي، تر څو ددې ډاډ تر لاسه شي، چې هغوی د هېواد په بياودانولو کې په فعاله او ګټوره توګه ګډون کولای شي.))


مېرمن افضلي وويل، د هغه وزارت په پام کې لري، ترڅو له هغه شمېر ځوانانو سره ټاکلې مرستې وشي، چې لوړې زده کړې سرته رسولای نه شي او هغوی ته د روزنيزو پروګرامونو، سپورت او فرهنګي فعاليتونو لپاره زمينه چمتو کړو. وزارت به خپل پام له دولس کلنۍ څخه تر اتلس کلنۍ پورې ځوانانو ته واړوي، چې پر قانون باندې د سترګو پټولو له امله زياتره په خطر کې دي. مېرمن افضلي وايي: ((زموږ موخه دا ده، هڅه وکړو ترڅو هغوی د جرمونو له سرته رسولو او نيشه يي توکو له کارونې څخه راوګرځوو.))


په دغه وزارت باندې ګوته نيوونکي په دې يوې خبرې هم نه قانع کيږي، چې وايي نورې حکومتي موسسې لا له وړاندې دغه دندې سرته رسوي.


يو سياسي او ټولنيز تبصره کوونکی، محمد قسيم اخګر وايي، هغه په دې اند دی، چې که نور وزارتونه خپلې دندې په سمه توګه سرته ورسوي، نو د ځوانانو د وزارت اړتيا به رامنځته نه شي. هغه وايي: ((زما په فکر ددې وزارت جوړول په نورو وزارتو کې د لاسوهنې مانا لري، د زياتې اندازې پيسو لګول يې يوې خواته پرېږدئ.))


سياسي څېړونکې، شکريه بارکزۍ وايي، د نوې وزارت جوړول، لکه د نورو وزارتونو په کارونو کې لاس وهل دي. هغه وايي: ((نه زه پوهيږم چې دا وزارت ولې رامنځته شوی او نه (پخپله) هغه خلک چې دا يې رامنځته کړی. هېڅوک نه پوهيږي، چې هغې ته اړتيا وه او که نه؟))


مېرمن افضلي دا خبرې نه مني، وايي: ((زه په دې باور نه يم، چې موږ د نورو وزارتونو په کارونو کې لاس وهو. زه هغه د ګډې همکاری يوه بڼه بولم. موږ هېڅ ستونزه نه لرو، موږ غونډې جوړې کړي او هغوی زموږ د ښکېلتيا (ګډ کار) هرکلی کړی.))


اوسمهال دا پته نه شته، چې د ځوانانو د چارو د وزارت بودجه به څومره وي.


اخګر وايي، د يوې اړينې تشې د ډکولو پرځای هغه (وزارت) شخصا مېرمن افضلي ته د يو انعام ورکولو لپاره رامنځته شوی دی.


هغه وايي: ((مېرمن افضلي د بشري حقوقو په ودې کې زيات رول لوبولی دی.حکومت په دې اند شو، چې هغه بايد وستايل شي او د وزارت څوکۍ ورکړ شي.))


شپږڅلوېښت کلنه مېرمن افضلي دا خبره نه مني او وايي: ((ولسمشر ويلي و، چې حکومت به يې يوه کاري کابينه وي، چې خلک به په کې د اهليت (وړتيا) په پام کې نيولو سره وټاکل شي او هغه خلک به رامنځته کړای شي، چې لياقت او وړتيا ولري.))


هغه څوک چې د ځوانانو د وزارت له جوړېدو سره يوه خوله (موافق) دی، هغه د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد او د لوړو زده کړو د وزارت سلاکار، ډاکتر محمد هاشم حشمت بلخي دی. هغه وايي: ((د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال د ځوانانو په غوښتنو هيڅ غوږ ګرول شوی نه دی. دا وزارت به په عملي لارو له هغوی سره مرسته وکړي، د بېلګې په توګه، هغوی به په کار وګوماري او د هغوی اخلاقو او ځاني درناوی ته به پراختيا ورکړي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists